اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۱ 

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د پرونۍ تروریستي پیښې په تړاو د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلامیه:

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملي شورا مشرانو جرګه د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د پرون ورځې ځانمرګی برید چې له امله یې د مشرانو جرګې پخواني غړي او په راتلونکو ټاکنو کې ولسي جرګې ته د اهل هنود او سکهه هيوادوالو یواځیني نوماند اوتارسنګه- خالصه په ګډون،  د هیواد ګڼ شمیر مسلمانانو او سیکهانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په کلکه غندي او پر عاملینو یې نفرت وایي او د مسئولو ارګانونو غواړي چې دغه بشري ضد غمیزه  په جدي توګه وڅیړي او طرحه کوونکې یې د محاکمې میز ته راکش کړي.

مشرانو جرګه په داسي حال کې چې د دغه زړه بوږنوونکې جنایت د قربانیانو په غم او خفګان کې ځان شریک بولی ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي او په دې باور ده چې وینې څښوونکې ترهګر هیڅ دین او مذهب ته پابند نه دي، یواځي د خپلو ترهګرو بادارانو په خوښه په وژنو، ورانولو او ویره خپرولو بوخت دي.

مشرانو جرګه د دې تر څنګ چې اوربند او سولې ټینګښت د ستونزو او غمیزو اساسی حل لار ګڼي او په دې عقیده ده چې ترهګر د ځینو ګاونډیو هیوادونو مزدوران دي، چې په خپلو کړنو  او دتګلورو په ټاکلو کې آزاد نه دي او تل د پردیو په لارښوونه جنایتونه ترسره کوي او د بی آزاره اقلیت هیوادوالو هندوانو او سیکهانو په ګډون هېوادوال د هیڅ راز توجیه پرته وژني چې باید حکومت، ملګري ملتونه او د بشري حقونو ټول بنسټونه زموږ د هیوادوالو په وژنو غلي پاتي نه شي ، او هم دې د هېواد امنیتی سکتور د ویره اچوونکو د لمنځه وړو په موخه منظم پلانونه او لازم چاڼیز عملیات په لار واچوي.

 

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار