اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ یم کال د چنګاښ ۱۰ مه

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار نن د پوهنې وزارت د مرستیال او د یاد وزارت د ځینو چارواکو، د ښوونکو د روزنې د رئیس او یو شمېر مسئولینو کړنې په جلا توګه وستایلې.

 10-Saratan97-MUL2.JPG

په دي ناسته کې د پوهنې وزارت مرستیال ډاکټر اسد الله محقق جهاني په خپلو خبرو کې وویل چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې د پوهنې په برخه کې ګټور کارونه ترسره شوي او د کمیت د زیاتوالي سربیره د پوهنې او روزنې د کیفیت په لوړوالي کې کار شوی او زیاته یې کړه چې د ملي پروګرام په ترڅ کې یې، د پوهنې په وزارت کې د لایقو او کارپوهو اشخاصو د ګمارنې له لارې د پوهنې د کیفیت په لوړولو او تقویه کولو کې هڅې کړي، د ښوونځیو زده کوونکو له پاره د اسانتیاوو برابرول او د پوهنې ستونزو ته پاملرنه د دې وزارت د کاري لومړیتوبونو له برخو څخه شمېر کیږي.

همدا راز د ښوونکې د روزنې عمومي رئیسې سوسن وردک د خپل کاري رپوټ د وړاندې کولو تر څنګ د هېواد مرکز او ولایتونو کې د ښوونکو له پاره د ظرفیت د لوړولو پروګامونو د جوړدیدو او د ښوونکو د علمي ظرفیت د لوړیدو په موخه د لازمو اسانتیاوو د برابولو په برخو کې د یاد ریاست له هڅو څخه خبر ورکړ.

ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نایب په داسې حال کې چې یو شمیر سناتورانو هم حضور درلود د تعلیمي او تحصیلي زمینو د متوازن پرمختګ په مهم والي د ټینګار سره د ښوونکې د مقام او ځآیګا څخه د ټولنې د معنوي پانګې په توګه یادوونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد مشرانو جرګه به د پوهنې څخه د ملاتړ په موخه هر ډول همکارۍ ته تیاره وي. ایزدیار د  ښوونکو دندې ته د دوی د امتیاز د ناڅیزه ګڼلو تر څنګ هیله وښوده چې اړوند چارواکي به د پوهنې استادانو او ښوونکو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

10-Saratan97-MUL1.JPG 

په پاي کې یادو مسئولانو ژمنه وکړه چې په زړه سواندی او بشپړ ځواک سره به د پوهنې وضعیت په ښه والي کې ورسپارل شوي چاري سرته ورسوي .

دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نایب نن د بدخشان ولایت د ولایتی شورا رئیس سره د خپل کار به دفتر کې وکتل.

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا رییس د خبرو به ترڅ کې په ملي او نړیوالو مسایلو کې د مشرانو جرګی له بریکړو او دریځ څخه مننه وکړه او د خبل ربوټ د وړ اندې کولو تر څنګ یې وویل دغې شورا د بدخشان ولایت سیمه ییزې ادارې سره په همکارۍ هڅه کړې تر څو د امکان تر بریده د یاد ولایت د اوسیدونکو ستونزې او غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.

ایزدیار د سیمه ییزو ادارو له کړنو څخه د څارنې، مشورو ورکولو، د خلکو څخه د استازولۍ او د سیمه ییزو ستونزو د حل په برخو کې د ولایتي شوراګانو رول ګټور وګڼه او د مشرانو جرګې د نښان به ورکولو یې د نوموړي له کړنو څخه ستاینه وکړه .