اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۶ مه

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار نن د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او د زاول لوړو زدکړو موسسې مشرتابه سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې ناسته کې د یاد پوهنتون رئیس پوهنمل ډاکټر ذبیح الله د خبرو په ترڅ کې وویل، یاد بنسټ په هېواد کې د ښوونې او روزنې په برخه کې پخوانی اکاډمیک او علمي بنسټ دی اوهڅه کیږي تر څو د یوه معتبر اکاډمیک بنسټ  په توګه وپیژندل شي،  د استادانو او محصلینو د علمي کچې د لوړېدو په موخه تر اوسه له اویاوو زیات کنفرانسونه او سمینارونه جوړ شوي دي.

 6-Saratan97-MUL1.JPG

همدا راز پوهنمل اسدي د یو شمېر ستونزو د بیانولوتر څنګ؛  په نوموړي پوهنتون کې د یوه څیړنیز مرکز او کتابتون د جوړیدو په خاطرد لومړي نایب د پاملرنې او همکارۍ غوښتونکی شو.

د مشرانو جرګې لومړي نایب د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د رییس او استادانو او د زاول تحصیلی موسسې د مشرتابه له هڅو څخه د ستاینې او قدردانۍ تر څنګ؛ د يوې ټولنې د معنوي پانګې په څیرد ښوونکې د مقام په اړه خبرې وکړې، هیله یې څرګنده کړه چې حکومتي اړوند چارواکي دي د استادانو ستونزو د اوارولو په موخه دي ټینګه  پاملرنه وکړي او هم یې ډاډ ورکړ چې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د مشرتابه غوښتنې به هم له اړوند ارګانونو سره شریکي کړي.