اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ١٣٩٧ کال دغبرګولې۲۹مه

په ننګرهار ولایت کې د ځانمرګو بریدونو په تړاو د مشرانو جرګې اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملي شورا مشرانو جرګه، په داسی حال کې چې د کمکي اختر د رارسیدلو له امله د حکومت اوطالبانو ترمنځ اوربند اعلام شوی وو؛ وحشي صفته تروریستانود ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار او د یاد ولایت د رود اتو ولسوالۍ د غازي امان خان په ښارګوټي کې د طالبانو، امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو د ناستې پر مهال، بریدونه چی له امله یې ګڼ شمېر هیواد وال شهيدان او ټپيان شول او همدا راز په دي وروستیو کې د جنایتکاره تروریستانو په غلچکي بریدونو کې، د بغلان ولایت د لویې لارې د کنډک قوماندان ، د کابل- لوګر دلويي لارې په اوږدو کې  د کمانډو د اتم کنډک قوماندان اوهم د ننګرهار ولایت د غنی خیلو ولسوال وژنې؛  په کلکو ټکو غندي او د دغه جنايتونو په عاملينو باندې د نفرت ویلو ترڅنګ، د پرديو جاسوسانو او ترهګرو دا ډول بريدونه او اعمال، جنګي جنایت ګڼي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار او د مجلس غړو د يادو پېښو او په هېواد کې د نورو ورته جنایتونو د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې د څرګندولو تر څنګ ټينګار کوي،چې د هېواد کشفي او استخباراتي دستګاوې دی د پردي پاله کړیو د دا ډول کړنو په شنډولو او د هېوادوالو د امنیت په ټينګښت کې ځانګړې تدبيرونه ونيسي. ومن الله توفیق

 

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار