اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ یم کال د غبرګولي ۲۱ مه

د مشرانوجرګې ځینو کمېسیونونو نن په بېلابېلو موضوعګانو بحثونه وکړل.

د نثار احمد حارس په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د عامې روغتیا، کرهڼې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د کابل ښاروالۍ چارواکو د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.

 په پیل کې د کمېسیون رئیس او غړو خپلې پوښتنې بازارونو کې د کم کیفیته غذایی توکو، تاریخ تیرو څښاکو او د غیرصحي غوښو د شتون او پلور، د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو، په لوړه بیه د کم کیفیته او تاریخ تېر درملو د پلور او ځینو نورو مواردو په اړه مطرح کړې.

ورپسې چارواکو وویل د هېواد په بازارونو کې مافیا شتون لري، کوم وخت چې د غذايي توکو تاریخ پای ته ورسیږي په کمه بیه یې پیري او د دې توکو د تاریخ د نوي کولو وروسته یې په بیلا بیلو سیمو کې پلوري چې بیا ځلي همدا مواد بازار ته داخلیږي، دوی زیاته کړه چې د وارداتي غوښو زیاته برخه روغتیایی نه ده او د کنټرول پرته هیواد ته واردیږي چې د ګټې اخیستنې وروسته هېوادوالو ته ډول ډول ناروغۍ رامنځته کوي چې د لابراتوارونو او سړو خونو نشتوالي هم په دې برخه کې د کتنې وړ ستونزو څخه شمیرل کیږي او باید د اړوندوبنسټونو د پام وړ وګرځي.

د عامې روغتیا وزارت استازي څرګنده کړه چې د پروسس شویو غذایی توکو کنټرول او مراقبت د دې وزارت له مسئولیتونو څخه دي خو کوم توکي چې نه وي پروسس شوي د هېواد بندرونو کې د کرهڼې وزارت پورې اړه لري او هم په بازارونو کې د توکو کیفیت او نېټه د ښاروالیو له دندو څخه دي، له بلې خوا د عامي روغتیا وزارت کې یو لابراتوار شتون لري چې یواځې د ولایتونو څخه د آزمایښت لپاره د توکو نمونې ورته راستول کیږي او مسئولین یې نه شي کولای د ټولو وارداتي توکو څخه څارنه وکړي چې دا خپله د هېواد داخل ته د غیر صحی او بی کیفیته جنسونو د ورود زمینه برابروي خو په پام کې ده چې د دغې مکلفیتونو یوه برخه خصوصي سکتور ته ورکړل شي ترڅو له دې لارې تر یو حده د غیر صحي او بی کیفیته توکو د راتګ مخنیوی وشي.

ورپسې د کمېسیون رئیس د هېواد بازارونو کې د غیر صحي توکو شتون د خواشینۍ وړ وګاڼه او ویې ویل چې  جګړې تر څنګ دغو توکو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، اوڅرګنده یې کړه چې د دې توکو په مخنیوي کې اړوندو حکومتي چارواکو هیڅ راز عملی اقدام نه دی کړی او یواځې یې  د مکتوبونو په لیږد بسنه کړېده چې اړتیا شته ترڅو اړوندبنسټونه دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او ښاروالۍ دې هم خپلې څارنې ګړندی کړي او د متخلفو افرادو پر وړاندې دې  قانوني چلند وکړي او د دوی د فعالیت مرکزونه دي وتړي.

 21-Jawza97-Rifai.JPG

د عامه هوساینې د کمېسیون مشر د عدليې وزارت څخه وغوښتل تر څو د غوښې د راتګ د منع مقررې د مراحلو د طی کولو په برخه کې چې په اړوند یې کار جریان لري لا زیاتې هڅې وکړي، او هم یې د حکومت مشرتابه څخه وغوښتل شول تر څو د خپلواکې ادارې په جوړولو کې چې وکولای شي د غذایی توکو خوندیتوب په غاړه واخلي، پاملرنه وکړي.

او هم د غونډې په پای کې یې ټینګار وکړ چې حاضر چارواکي دې خپل واکمن استازي کمیسیون ته وپیژني تر څو کمیسیون خپله په ټاکلو ورځو کې  له بازارونو هر اړخیزه څارنه وکړي.

دکمیسیون مرستیال  ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې، د حضرت شاه نومي عرض پاڼه چې دکابل پوهنتون دفزیک پوهنځي په کادري بست کې بریالی شوی دیادې پوهنځۍ رییس سره مطرح شو، د فزیک د پوهنځي رییس  د آزموینې په بهیر کې  ستونزې ومنلې ترڅنګ یې په آزموینه کې د نوموړي بریالیتوب تائید کړ خو کمېسیون د زیات وضاحت په موخه پرېکړه وکړه چې د لوړوزده کړو د وزارت د اکادمیکو چارو د انسجام رییس دې دوضاحت په موخه راتونکې غونډې ته راوبلل شي .

دغه راز په غونډه کې د هېواد  دمحبسونو د زندانیانو په خاصه توګه د څرخي پله د زندانیانو شکایت چې د زندانیانو د زیاتوالي او درملنې ته د نوموړو د نه لاسرسۍ مطالعه او وپتېیل شوه ترڅو په راتلونکي غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال، د پولیسو صحیه رئیس او د محابسو عمومي رئیس دې پدې اړه معلومات وړاندې کړي . 

 په پای کې د پوهنې وزارت د زیربناوو رییس د راغلي شکایت په اړه چې د پوهنې وزارت مخکینۍ ژمنه چې د ۶۰۰۰ ښوونځیو د رغاونې په اړه یې د هېواد په کچه کړې وه نه ده پوره کړې ،  توضیحات ورکړل چې  د حکومت دپریکړې پراساس او نړیوالو بنسټونو د همکاریو په لړ کې پتېیل شوې وه چې لس زره ښوونځي په ټول هېواد کې ورغوول شي او د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې چې کومې ښوونځۍ روغوول کیږي لګښت یې د نړیوال بانګ له خوا ورکول کیږي او د کار چارې به یې  په نژدې راتلونکو کې پیل شي . 

 21-Jawza97-Shikayat.JPG

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربیره د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي اداري د ۱۳۹۶ مالي کال رپوټ مطالعه او د رپوټ پاتې برخه د کمېسیون راتلونکو غونډو ته وځنډول شوه او همدا راز پریکړه وشوه چې د ا ړوندو ادارو چارواکي دي د موضوع د روڼوالي په موخه د کمېسیون راتلونکې غونډې ته راوبلل شي.

 21-Jawza97-Adli.JPG

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن صالحې مهرزاد په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون په غونډه کې، د ۱۳۹۷مالي کال د بودجې د ضمیمې په اړه د مالیې وزارت د بودجې د رئیس په نه حضور نیوکه وشوه. دغه راز په غونډه کې دعدلیې وزارت د ۱۳۹۷ یم مالي کال د لومړۍ ربعې د پراختیايي پروژو د لګښتونو رپوټ چې د ولایتونو د عدلیې د ریاستونو د ودانیو ، کامپلکسونو، د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکزونو، عدلي او قضایي مرکزونو رغوول په کې شامل دي مطالعه او وپتېیل شوه ترڅو اړونده چارواکي د یاد وزارت د پراختیايي پروژو د کار د ځنډ په اړه د کمېسیون په یوه غونډه کې معلومات وړاندې کړي .

21-Jawza97-Mali.JPG 

په بله برخه کې په روغتونو کې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو موضوع او د عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۷ یم مالي کال د لومړی ربعې د پراختیایي بودجې د لګښتونو رپوټ چې د هېواد په کچه ۶۸ پروژې په کې شاملې دي  مطالعه شو او تر هغه ځایه چې د عامې روغتیا وزارت د خپلو ځینو پراختیايي پروژو د کار ځند، د مالیې وزارت له خوا د نویو بودجوي فورمونو د ویشلو معرفي او د بودجې ویش په میاشتنۍ توګه عنوان کړی وپتېیل شوه چې په راتلونکو غونډو کې به په دې اړه خبرې وشي .