اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي شلمه نېټه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار په مشرۍ د یادې جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د کوچنې اختر په ورځو کې د اوربند د اعلان په اړه د حکومت او طالبانو د بی څاري اقدام څخه هرکلی او ملاتړ وشو.

 20-Jawza97-JAL1.JPG

سناتورانو د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند د اعلام په اړه د جمهور رئیس او طالبانو د ډلې د پریکړې څخه هرکلی وکړ او یاد عمل یې د سولې د خبرو اترو له پاره مناسب فرصت وګڼه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه اوربند وکولای شي په دوامداره توګه ټینګ شي، ځکه هیوادوال د سولې تږي دي او څلویښت کلنې جګړې هیواد د بی وزلۍ لوري ته سوق کړی او اړتیا شته چې په دې ورځو کې د افغانانو تر منځ خبرې اترې دوام پیدا کړي او هم ځینو وویل چې په افغانستان کې شاوخوا شل ترهګرې ډلې د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخت دي چې د دې ډلو ځینې هم کولای شي د دې اوربند بهیر پیچلی کړي او امنیتي ځواکونه په دې برخه کې لازم تجاویز تر لاس لاندې ونیسي.

دغه راز سناتورانو د شانګهای همکاریو سازمان اتلسمه ناسته کې د هیواد د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د ګډون څخه چې ټاکل شوې نن په چین کې جوړه شي یادوونه او هیله څرګنده کړه چې هیله ده د هیواد جمهور رئیس وکولای شي د یاد سازمان د غړو هیوادونو مشرانو ته قناعت ورکړي ترڅو افغانستان د یاد سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

په غونډه کې د مجلس غړو د ۲۰۲۴ زیږدیز کال پورې د افغانستان د امنیتی ځواکونو ځخه د ناټو د مالي ملاتړ په ا ړه د شمالي انتلانتیک تړون سازمان پریکړې څخه یادوونه وشوه او وویل شول چې امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مالي او تخنیکي مرستې تر اوسه یوه اړتیا ده خو د زیاتو ځواکونو رالیږل کار نه جوړوي او باید د ځواکونو د راوستلو پر ځای د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په پرمختللو الوتکو، لیرې ویشتونکو وسلو، دافع هوا، رادار او نور د اړتیا وړ وسایلو سمبال کړای شي او هم د ناټو له سازمان څخه وغوښتل شول چې د تروریزم په حامي هیوادونو د فشاد واردولو تر څنګ دي د افغانستان د سولې بهیر څخه ملاتړ وشي.

یو شمیر سناتورانو د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافونو په اړه سخته نیوکه وکړه او و یې ویل، اړتیا شته چې دوی د هیواد د لوړو ګټو په موخه د اختلافونو ډډه وکړي او په یوه خوله خپل کارونه د هیواد د نافذو قوانینو په  رڼا کې پر مخ یوسي ځکه اختلافات د خلکو او د هيواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو به روحیې چې دم ګړۍ د ترهګرو سره ښکیل دي ناوړه اغیز پریږدي.

په غونډه کې یو ځل بیا د مجلس یو شمیر غړو فضل هادي مسلم یار سره د نوموړي د کورنۍ د یولیسو غړو چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ کې په شهادت ورسیدل، خواخوږي وښوده او ټینګار یې وکړ چې یا دې د نوموړي ولایت مسئولان د ځواب په موخه مجلس ته راوبلل شي او یا دا چې د مجلس پلاوی دي ننګرهار ته ولاړ او موضوع دي له نږدې وڅیړي او خپل رپوټ دي وړاندې کړي ځکه د دې قضیې د سیاسی والی احتمالات شتون لري چې پر بنسټ یې مقتضي پریکړې وشي.

 20-Jawza97-JAL2.JPG

اوسنیو شرایطو کې د اوبو او انرژۍ وزیر په لیري کیدو کې نه مصلحت، د محمد سالم ایزدیار لومړی کلیزې او د پیښې د ټولو شهیدانو څخه یادوونه، کابل ښار او په ځانګړې توګه خیرخانې سیمه کې د غلاوو او جنایی جرمونو د زیاتوالي څخه اندېښنې، سمنګانو کې د غیر مسئوله وسلوالو زیاتوالی، وروستیو ورځو کې څو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو زیاتوالی، غزني ولایت کې د ټاکنیزو ستونزو پر حل او یاد ولایت کې د ټولټاکنو  د خپلواک کمیسیون د دروازې په پرانیسته ټینګار، غزني ولایت کې د پولیسو په چوکاټ کې د یولسو سوو خیالی سربازانو د شتون په اړه د یاد ولایت د امنیه قوماندان د څرګندونو څیړنه، د ټاکنیزو ستونزو په حل ټینګار او په ټاکنو د تللي اعتبار بیرته راګرځیدل، د کابل ښار ځینو څنډو کې د بریښنا د پریکون زیاتوالی، د هیواد د عالمانو تاریخي فتواوو ته درناوی، د ارزګان پولیسو د څو میاشتو معاشونو د نه ورکړې، د عمومي لویو لارو د امنیت په ټینګښت ټینګار، د لغمان ولایت د علماوو شورا د رئیس شیخ القرآن او الحدیث مولوي محمد یونس شمعه خیل د وژنې غندل او د نورو علماوو د امنیت په نیولو ټینګار، ځینو وختونو کې د شپنیو عملیاتو نه موثرتیا، د ولسوالیو شوراګانو د ځینو نوماندانو له خوا د دوولسمو ټولګیو د شهادت نامو د جعلي جوړیدو او ځینې نور موارد وو چې د نن ورځې غونډه کې مطرح شول.

د آزادو بحثونو په پای کې د مشرانوجرګې رئیس د خپلو څو تنو خپلوانو د دعا او فاتحې مراسمو کې د دولتي لوړ پوړو چارواکو د حضور او د دې مراسمو د ښه امنیت د نیولو په موخه د غم شریکې او د مجلس د دارالانشا د عمومي ریاست او امنیتي ځواکونو د منسوبینو له خوا د په وخت تدابیرو د نیولو څخه قدرداني او مننه څرګنده کړه.

فضل هادي مسلم یار د ولسمشر له خوا د اوربند اعلان چې د علمای کرامو او د درې ګونو قواوو د رئیسانو او سیاسي مشرانو د ناستو وروسته ترسره شوه د مننې ترڅنګ یې هر راز ملاتړ څرګند کړ د هېواد د ولسمشره وغوښتل شول ترڅو د سولې په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ او زیاته یې کړه چې د هېواد د علمای کرامو نظریات د اختلافاتو په کمولو کې ګتور دي؛ د مجلس رئیس زیاته کړه د ولسمشر او د وسله والو قواوو د اعلی سر قوماندان له خوا اوربند یوازې د طالبانو لپاره اعلان شوی دی نه ده نورو تروریستي هغو ډلو لپاره چې د هېواد نه دباندې دي چې دا ایجابوي ترڅو د هېواد اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه اوربند ته په پام کې نیولو سره خپل په موقع او هراړخیز تدابیر هم په نظر کې ونیسي دغه راز د طالبانو له خوا یې اوربند ته د مثبت ځواب ویلو څخه ستاینه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل ترڅو د افغانانو د وژنې او تاوتریخوالي لاس واخلي د سولې په منلو سره خپل غوښتنې د ډموکراټیکو اصولو په رڼا کې تر لاسه کړي ځکه د جګړې دوام مغرضو هېوادونو ته تر ګټې پرته نور څه نه شي تر لاسه کېدای او د هغو علمای کرامو کورنیو ته چې په دې وروستیو کې  په کابل ښار یا نورو ولایتونو کې شهیدان شوي د تسلیت ترڅنګ یې له حکومته د علماوو د امنیت نیولو غوښتنه وکړه . مسلم یار د ناټو د دفاع د وزیرانو د کنفرانس یادوونه وکړه او د افغانستان په اړه د ګدونوالو نوې ژمنه یې ښه پیغام وباله چې په اوسنیو حالاتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره تخنیکي او مالي مرستو اړتیا بلل کیږي او ټینګار یې وکړ چې د ناټو سازمان او ټوله نړیوال همکاران باید د افغانستان د سولې په بهیر کې صادقانه هڅې وکړي .

همداراز نوموړي د مخکینې حکومت او د ملي یووالي له حکومته چې د شانګهای سازمان د دایمي غړیتوب لپاره یې هڅې ترسره کړي دي مننه وکړه زیاته یې کړه یقینآ چې د افغانستان ولسمشر د یاد سازمان په کلنۍ غونډه کې د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د خلکو غوښتنو په اړه رڼا اچولې او په دې اړه یې وویل چې د مجلس لومړی نائب او د بهرنیو چارو کمېسیون دي، په یاد سازمان کې د دایمي غړیتوب په اړه د مشرانوجرګې غوښتنه د نظر وړ او مشخصو آدرسونو په پته ولیږي په پای کې یې دفاعي کمېسیون ته دنده وسپارله ترڅو د ارزګان او نورو ولایتونو د پولیسو د معاشونو د نه ورکړې په اړه د کورنیوچارو وزارت له چارواکو سره مطرح او وڅاري . دغه راز د ځینو راغلو قوانینو تعدیلات غونډې ته معرفي او د مطالعې لپاره اختصاصي کمېسیونونو ته ارجاع شول .

د دې پلاوي غړي سناتور مصطفی ظاهر افغاني پلاوي ته په روسیه کې د افغانستان سفارت له خوا د لازمو اسانتیاوو د برابرولو او تیاریو څخه د مننې ترڅنګ د دې سفر جزئیات د مصاحبې په ترڅ کې بیان کړل او و یې ویل دغه ناسته چې د نړۍ د پنځوسو هېوادونو د پارلمانونو د استازو  په ګډون سره د مسکو ښار کې جوړه شوې وه، د ملي قانون جوړونې د پراخوالي، د وګړنیز حاکمیت د تامین په موخه د قوانینو د تصویب طي مراحلو، د نړیوال امنیت د پیاوړتیا او د پارلمانونو رول، پارلمانتاریزم او رول یې د نړیوالو همکاریو د بنسټونو په شان  او ځینې نورو مسایلو اړوند بحث وشو.

20-Jawza97-JAL3.JPG

همدا راز سناتور ظاهر زیاته کړه چې د مشرانو جرګې لومړي نایب په دې ناسته کې بیانیه هم واوروله او ویې ویل پارلمانونه کولای شي د منتخبو بنسټونو او د خلکو د ارادې او رایو څخه په ملاتړ دولتونه تر فشار لاندې راولي ترڅو د تروریزم سره د مبارزې او امنیت په اړوند ناخوښه او څو ګوني لوبه پریږدي او یا یې کمه کړي ترڅو امنیت د بشری ټولنې د ټولنیز ژوند د یوه مهم عنصر په توګه تامین شي، خو په خواشینۍ سره چې نن د نړی ډیری دولتونه د تروریزم سره  مبارزې په لاره کې او د تروریستي ډلو او تروریزم څخه مشترک سیاست او مشترک تعریف نه لري. حتی ځینې دولتونه د تروریزم څخه د خپلو سیاستونو په توګه ګټه اخلي او حتی د ترهګرو ډلو د جوړیدو په لاره کې مهم  رول لوبوي او په دې متناقض او ناهمغږي سیایت کې تروریزم په ښه او بد او په واقعیت کې په خودي او غیر خودي تروریزم ویشل کیږي او د ترهګرو ډلو بیلا بیل تفسیرونه وړاندې کیږي.

شهزاده ظاهر افغاني پلاوي ته په روسیه کې د افغانستان سفارت له خوا د لازمو اسانتیاوو د برابرولو او تیاریو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې یاد پلاوي د دې ناستې په درشل کې د فدراتیفې روسیې د پارلمان د استازو د مجلس له رئیس او مرستیال، د دوستۍ ګروپ رئیس او د یاد مجلس ځینو غړو سره په جلا جلا توګه لیده کاته وکړل.

په دې کتنو کې دواړو لورو د طالب، داعش او القاعده ډلو له خوا د تروریستی ګواښونو ، د نشه یی توکو د کښت، قاچاق او تولید، د پارلماني اړیکو د جوړیدو او پراخوالي او د دواړو هیوادونو تر منځ د مناسباتو په اړتیا او پراخوالي مفصل بحثونه او نظریې بدلې کړې.

دواړو لورو د وخت د سره پوځ له خوا د افغانستان اشغال یوه تاریخی تیروتینه وګڼله او په اوسني متفاوت وضعیت او شرایطو کې د دواړو هیوادونو او ملتونو تر منځ د مناسباتو د نوي باب په پرانیستو ټینګار وشو.