اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۹ مه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د قاری میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو،خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون په غونده کې لومړی د مشرانو جرګې د دارالانشا د لوی ریاست د مالي او اداري مسایلو په اړه بحثونه او پریکړې وشوې. د غونډې په بله برخه کې د ننګرهار په ولایت کې د ولسي جرګې د غړي فریدون مهمند پر میلمستون ځانمرګی برید او د لغمان ولایت د علماوو شورا د رئیس شیخ القرآن و الحدیث مولوي محد یونس شمعه خېل د شهادت عاملین په کلکو ټکو وغندل شول، د شهیدانو له پاره د فردوس جنت او د پاتې کسانو ته یې جمیل صبر او ټپیانو ته یې د سملاسي روغتیا غوښتنه وشوه او د دې تر څنګ د مسئولو ارګانونو وغوښتل شول چې د دغه جنایتونو عاملین دي وپیژني او مجازات دي کړي.

19-Jawza97-Emtiazat.JPG 

د صالحې مهرزاد په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د کرهڼې او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال د لومړۍ ربعې د پرمختیایي بودجې د لګښت رپوټ چې اته دیرش پرمختیایی پروژې رانغاړي، مطالعه او وویل شول دا چې د یادو پروژو لګښت په رپوټ کې صفر وړاندې شوی، اړتیا شته چې اړوند مسئولان په دې برخه کې څرګندونې وکړي. د غونډې په بله برخه کې د ښارجوړونې چارو وزارت د روان مالي کال د لومړۍ ربعې د پرمختیایی پروژو د لګښت رپوټ چې دوه دیرش پروژې په بر کې نیسی، مطالعه او وویل شول چې په رپوټ کې د یو شمیر پروژو د نه لګښت دلایل او د پروژو د کار د ځنډ دلایل نه دي ذکر شوي، له دې جملې څخه کولای شو د سرپل ولایت د کوهستاناتو او د غور ولایت د دولتیار ولسوالیو د اداري ودانیو او د کابل ښار د فضوله اوبو د تصفییې خونو څخه یادوونه وکړو چې اړتیا شته چارواکي یادې برخې ته پاملرنه وکړي.

19-Jawza97-Mali.JPG 

د سناتور محمد افضل شامل په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وشوې، څرګنده شوه چې د ځینو ولایتونو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، باید کشفي او استخباراتي ارګانونه د امنیت او ټیکاو د ټینګښت په برخو کې خپلې هڅې زیاتې کړي، لږ تر لږه د روژې مبارکه میاشت او د کوچني اختر په ورځو کې دي د هېوادوالو امنیت تامین کړي. د غونډې په پای کې د کمېسیون غړو د یو شمېر امنیتي منسوبینو کړنې د ستاینلیک په ورکولو سره وستایلې.

درجلسه کمیسیون امورزنان وجامعه مدنی به ریاست صدیقه بلخی، از دستوررئیس جمهورکشور مبنی براعلام آتش بس از27 رمضان الی پنجم عید سعید فطربا طالبان وگروه حقانی ابراز حمایت صورت گرفت و خاطرنشان گردید که این دستوربه اساس فتوای علمای کشور که چندروز پیش درشهرکابل اتخاذ شده گرفته شده است. دربخش دیگرجلسه از حضور کمرنگ زنان در پروسه ثبت نام رای دهندگان درولایات مباحثی صورت گرفته خاطرنشان گردید که زنان نیم ازپیکرجامعه را تشکیل می دهند باید حکومت وکمیسیون مستقل انتخابات زمینه های مناسب اشتراک زنان را دراین پروسه ملی درمرکزوولایات مساعد سازد تا آمارثبت نام رایدهندگان این قشرجامعه افزایش یابد.

د مېرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې، د هېواد د ولسمشر له خوا د روژې د مبارکي میاشتې د ۲۷ مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې د طالبانو او حقانې ډلې سره د اوربند په اړه پوره ملاتړ څرګند شو او وویل شول چې یاده فتوا  څو ورځې مخکې د هېواد د علمای کرامو له خوا په کابل ښار کې اعلان شوه . د غونډې په بله برخه کې د ټاکنو لپاره د ښځو پر کم رنګه  نوم لیکنې بحث ترسره او یادوونه وشوه چې ښځې په هېواد کې نیمایي نفوس تشکیلوي باید حکومت او د ټاکنو کمېسیون د ښځو لپاره په مرکز او ولایتونو کې د دې بهیر لپاره مناسبې لارې چارې ولټوي ترڅو په ټولنه کې د نوم لیکنې په بهیر کې د یاد قشر شمېر ډېر شي .    

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عرض پاڼو د څېړنې سربیره د افغانستان د علمای کرامو فتوا څخه چې د غبرګولي په ۱۴ نېټه یې کابل ښار کې د یوې دری زره کسیزه ناستې په ترڅ کې صادره کړه، ملاتړ وشو، همدا راز د طالبانو سره د اوربند په اړوند د افغان علماوو او وګړو غږ ته د ولسمشر د مثبت ځواب له امله هرکلی وشو او د مننې مراتب یې څرګند کړل، همدا راز د کمېسیون غړو د ښکیلو لورو وغوښتل تر څو خپلې پریکړې ته احترام وکړي.همدا راز د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي فریدون مومند په میلمستون ځانمرګی برید وغانده او له حکومته یې وغوښتل ترڅو د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې جدی او لازم تدابیر ونیسي. دغه راز په بله برخه کی د کرهنی اومالداری وزارت د رپوټ پراساس د ازبکستان له خوا مرسته شوي درې سوه متریک ټنه غنم به د وچکالی ځپلو ولایتونو پراوسیدونکو وویشل شی افغان چارواکي وایی چې ۲۴۰ زره مټریک ټنه نورغنم چی بیلابیلو ولایتونو کې زیرمه دي که اړتیا پیدا شي هغه به هم پراړمنو خلکو ووېشي د دوی په وینا په وچکالی ځپلو ولایتونو کې د څارویو لپاره دومره خوراکي توکي زیرمه شوي چی ۹ میاشتې به ورته بسنه وکړي، د کرهنې وزارت وایي د نورو ولایتونو په پرتله غور، بادغیس ، فاریاب ، جوزجان او هرات وچکالۍ ډیرځپلی، د وزارت په وينا تخار، بغلان ، ميدان وردګ ، لوګر، پكتيا ، زابل ، ننګرهار ، خوست او نورستان هغه ولايتونه دي چي د وچكالۍ د گواښ سره مخامخ دي . د كميسيون غړو له وچكالۍ ځپلو سره د لاسنيوي لپاره د حكومت ، ملګروملتونو او نړيوالې ټولنې څخه د تازه مرستو غوښتنه وكړه .

 19-Jawza97-Aqwam.JPG

د انجنیر احمد جاوید روف په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې بریتانیا هېواد ته د ملي یووالی حکومت د ا جرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د وروستی سفر او د یاد هېواد ملکي او پوځي چارواکو سره د نوموړی د لیدو کتوو په اړوند بحثونه وشول، د نړیوالو چارو کمېسیون هیله څرګنده کړه ې دغه سفر او کتنې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګښت او پراخوالي، ویره اچوونکو سره د مبارزې، افغانستان له پاره د بریتانیا د نظامي او غیر نظامي مرستو د زیاتوالي، د افغانستان د وسله وال پوځ د سمبالولو او روزنې، اقتصادي پرمختګ، د فقر کمښت، اداری فساد سره مبارزه او ځینې نور مسایل په برخو کې ګټور واقع شي. د غونډې په بله برخه کې بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د ګډې ناستې او په یادې ناسته کې د هېواد د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د ګډون به اړه خبری او وپتییل شوه چې په دي ناسته کې دي د افغانستان مسایل، د افغانستان پر وړاندی د امریکا د نوی سیاست او ځینې نور مسایل د دی ناستې مهم عناصر جوړوي، کمیسیون د ناټو څخه هیله لري تر څو افغان پوځیان او خلکو څخه ملاتړ او په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي او لا زیات سرتیري په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په برخو کې د روزنې په موخه راولیږي. همدا راز کمېسیون هیله مند دي چې ناټو د ترهګرو په اصلی مرکزونو چې په پاکستان کې دي فشار راوړي تر څو یاد هېواد د ترهګریزو ډلو د ملاتړ څخه لاس په سر شي.

 19-Jawza97-Bio.JPG

د مولوي غلام محې الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف خونو د عمومي ریاست د راستول شوي رپوټ اړوند چې په کې د ناعلاجه ناروغانو د ستونزو، د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، څلرویشت ساعتونو کې د یو محبس د استحقاق، د زندانیانو نسبتي دوسیو ته د رسیدګي، د روغتیایی پرسونل او د درملنې مرکزونو د کمښت او ځینې نور موارد مطالعه او څرګنده شوه چې د سون لرګو په ګډون څلرویشتو ساعتونو کې د پنځه اتیا افغانیو ځانګړي کول کافي نه دي او اړتیا شته چې اړوند مسئولان د کمېسیون په یوې ناسته کې حاضر او د موضوع اړوند بحثونه وشي.

19-Jawza97-Adli.JPG 

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمېسیون په غونډه کې د استوګنې نمرو د نه وېش او د جمهوری ریاست د مقام د لارښوونې سره سره د اړوندو وزارتونو له خوا د نمرو د رغاونې په اړه د کاماز تصدۍ د کارکوونکو شکایت د ترانسپورت او ښارجوړونې چارو وزارتونو د معینانو سره مطرح شو. یادو چارواکو د کارکوونکو او کاریګرو د ادعا د موجه بللو تر څنګ وویل، د جمهوری ریاست فرمان په دی اړه شتون لري خو ځانګړي بودجه چې وکولاي شي په واسطه یې د استوګنې نمرې ورغول شي شتون نه لري او سره له دي پلټنې رواني دي. کمیسیون د چارواکو څرګندونو د نه قناعت وړ وګڼلې او پریکړه یې وکړه چې په یوې غونډه کې دي د ترانسپورت او هوایی چلند وزیر، د ښارجوړنې چارو وزارت سرپرست، کابل ښاروال او د کاماز تصدۍ چارواکي حاضر تر څو دغه موضوع حل او فصل کړاي شي. د غونډې په بله برخه کې د بریښنا شرکت د اړتیا وړ ډیزل تیلو د داوطلبۍ بهیر کې د نه روڼوالي په اړه د ارکو شرکت شکایت د یاد شرکت د مالي او اداري معین په حضور کې مطرح کړاي شو. غونډې د بریښنا شرکت د مالي او اداري معین څرګندونې د قناعت وړ ونه ګڼلې، پریکړه یې وکړه چې د کمېسیون په یوې غونډه کې دي د دواړو شرکتونو مالي او اداری مرستیال او د شخړې لوري او د ملی تدارکاتو یو کس استازې ګډون وکړي تر څو د دی مسلې اړوند زیات غور وشي.

 19-Jawza97-Shikayat.JPG

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو دکمېسیون په غونډه کې د کمېسون غړو د یوې سمې او هر اړخیزه پالیسۍ د نه درلودو، ټولنیزو رسنیو کې د ضد او نقیض مضامینو د خپرولو،  رسنیو او مطبوعاتو کې د فقهي اخلافونو د جنجالي کیدو، دیني او مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي، د هېواد په کچه د تاریخي او پخوانیو اثارو د خوندیتوب او په ځانګړي توګه نورستان، تخار، بلخ او هرات ولایتونو کې او ځینې نورو مواردو اړوند د سناتو مجلس د غړو د اندیښنو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوری او د مخابراتو  او تکنالوژۍ وزارت تخنیکی معین څخه پوښتنې مطرح کړې.ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د یاد وزارت د لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، په خواشینې سره په هېواد کې د بیان او مطبوعاتو آزادۍ څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږی چې ټولو ته د اندېښنې وړ ده، ښاغلی باوری د رسنیو او مطبوعاتو پالیسو کې تشې ته په اشارې سره زیاته کړه، خپرنیزه پالیسي د یوې ټولنې د دینی او فرهنګي ارزښتونو او فرهنګ تابع او تاثیر لاندی وي او حکومت باید د یوه جامع میکانیزم په تدوین او د مطبوعاتو په سازمان کولو کې کوښښ وکړي. نوموړي د بلخ ولایت کې د بهرنیو له خوا د حفریاتو خبر خپرول او د هېواده بهر د پخوانیو اثارو لیږدلو آوازي یادې کړي، ویی ویل چې د امنیتی پرسونل او ځانګړي قطعې د کمښت په نسبت نه شي کولای د تاریخي اثارو د وړلو مخه ونیسی. همدا راز د تکنالوژي وزارت تخنیکی معین د رسنیو څخه د کنټرول او څارنې په برخه کې د لاسته راوړنو څخه وویل چې د رسنیو عالي شورا کې د مطبوعاتو د پالیسۍ له پاره په نوی طرح کار روان دي چې ژر تر ژره په د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ ورته رسیدګي وشی.

 19-Jawza97-Farhangi.JPG

په پاي کې پریکړه وشوه چې د طلاعاتو او فرهنګ وزارت پلاوی دي د د کمیسیون د غړو په ګډون د نورستان ولایت فرهنګي اونۍ کې ګډون او په یاد ولایت کې دي د بیلا بیلو برخو څخه لیدنه وکړي. همدا راز د کمېسیون غړو د چارواکو څرګندونې واوریدې او د قناعت وړ یې وګڼلې او ستونزو ته د رسیدګۍ او د حل لارو د موندو یې د همکارۍ ژمنه وکړه.