اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غرګولي ۱۹ مه

د مشرانو جرګې لومړې نایب چې د پارلماني پلاوی په مشرۍ د پراخوالي نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه فدراتیفې روسیې ته تللې وو، پرون هېواد ته راستون شو.

 19-Jawza97-GEN5.jpg

د دي پلاوي غړی سناتور مصطفی ظاهر افغاني پلاوي ته روسیه کې د افغانستان سفارت له خواو د لازمو اسانتیاو د برابرولو او تیاریو څخه د مننې تر څنګ د دی سفر جزئیات د مصاحبې په ترڅ کې بیان کړل او ویې ویل دغه ناسته چې د نړۍ د پنځوسو هېوادونو د پارلمانونو د استازو  په ګډون سره د مسکو ښار کې جوړه شوې وه، د ملي قانون جوړنې د پراخوالي، د وګړنیز حاکمیت د تامین په موخه د قوانینو د تصویب طي مراحلو، د نړیوال امنیت د پیاوړتیا او د پارلمانونو رول، پارلمانتاریزم او رول یې د نړیوالو همکاریو د بنسټونو په شان  او ځینې نورو مسایلو اړوند بحث وشو.

 19-Jawza97-GEN3.jpg

همدا راز سناتور ظاهر زیاته کړه چې د مشرانو جرګې لومړي نایب په دی ناسته کې بیانیه هم واوروله او ویې ویل پارلمانونه کولای شي د منتخبو بنسټونو او د خلکو د ارادې او رایو څخه په ملاتړ دولتونه تر فشار لاندی راوړي تر څو د تروریزم سره د مبارزې او امنیت په اړوند ناخوښه او څو ګوني لوبه پریږدي او یا یې کمه کړي تر څو امنیت د بشری ټولنې د ټولنیز ژوند د یوه مهم عنصر په توګه تامین شي، خو په خواشینۍ سره چې نن د نړي ډیرې دولتونه د تروریزم سره  مبارزې په لاره کې او د تروریستی ډلو او تروریزم حخه مشترک سیاست او مشترک تعریف نه لري. حتی ځینې دولتونه د تروریزم څخه د خپلو سیاستونو په توګه ګټه اخلی او حتی د ترهګرو ډلو د جوړیدو په لاره کې مهم  رول لوبوي او په دی متناقض او ناهمغږي سیایت کې تروریزم په ښه او بد او په واقعیت کې په خودي او غیر خودي تروریزم ویشل کیږي او د ترهګرو ډلو بیلا بیل تفسرونه وړاندي کیږي.

 19-Jawza97-GEN1.jpg

همدا راز د مشرانو جرګې لومړي نایب زیاته کړه، په دی مبارزه کې اړین ټکې چې بریالیتوب یې تر شا دي ا د امنیت او ثبات د تضمین سبب ګرځی روڼوالي او رښتینولي ده، خو په خواشینۍ سره دغه تریخ ټکې څرګندوم چې د دولتونو او هغو هېوادونو له خوا چې په روڼوالي او رښتینولۍ کې د مبارزې په لومړۍ لیکه کې زموږ تر څنګ دي او په سیاست او دیپلوماسۍ کې له دي مبارزې څخه ملاتړ کوي، مهم ټکې او د پوښتنې وړ دي.

19-Jawza97-GEN2.jpg

همدا راز د دی کنفرانس په درشل کې د مشرانو جرګې لومړي نایب او ملګري پلاوي یې د فدراتیفې روسیې د پارلمان رئیس او مرستیال، د دوستي ګروب رئیس او د یاد مجلس ځینو غړو سره به جلا توګه لیده کاته درلودل.

په دی لیدنو کې دواړو لورو د طالب، داعش او القاعده ګروپونو له خوا د تروریستی ګواښونو ، د نشه یی توکو د کښت او قاچاق، د پارلماني اړیکو په جوړیدو او پراخیدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د مناسباتو او اړیکو د ټینګښت پر اړتیا په مفصله توګه بحث وکړ. دواړو لورو د وخت د سره پوځ په وسیله د افغانستان اشغال یوه تاریخی تیروتنه وګڼله، او د دواړو هیوادونو او ملتونو تر منځ یې د نوی باب په پرانیسته ټینګار وکړ.

19-Jawza97-GEN4.jpg