د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۹ مه نېټه
د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د پیښې د شهیدانو فاتحه
نن له غرمې وروسته د ملي شورا د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار له خوا
واخیستل شوه.

د ترحیم او فاتحې مراسم چې د ملي شوراد الحاقیې په جومات کې ترسره شول،
دجمهوري ریاست دوهم مرستیال قانونپوه سروردانش،انجنیرمحمد خان او محمد محقق د
اجراییه ریاست مرستیالان،د ستري محکمي رئیس قانونپوه سید یوسف
حلیم ، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، د ملي شورا غړو،
لوی څارنوال فرید حمیدي، وزیرانو، د حکومت یو

شمېر لوړپوړو چارواکو او د وسله وال پوځ جنرالانو، علمي او سیاسي شخصیتونو،
د مشرانو جرګې د دارالانشا لوی رئیس او کارکوونکو، د شهیدانو ګڼ شمېر خپلوانو او
نورو هېوادوالو ګډون کړی وو او د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د شهیدانو روح ته یې
دعاګاني وکړې، چی په پای کې د مشرانوجرګې رئیس د شهیدانو دفاتحې په مراسموکې د ګډونوالو
او ټولو هغو خلکو څخه چي ددي ویرجنې پیښې له امله يي غمشریکۍ او ډاډ ګیرنه کړي،
مننه وکړه اویو ځل بیا يي له

حکومت څخه په ټینګه وغوښتل، چې ددي بیګناه وژنواو نورو جنایتونو د عاملینو په پیژندلو او سزا رسولو
کې باید جدی هڅې وشي اوزیاته يي کړه چي د جهاد له مهاله تراوسه موکورنۍ،
یواتیا تنه دهیواد د ساتنې اوسرلوړۍ په لار
کي شهیدان ورکړي، اوسنی نظام هم د ولسونو
په مبارزو او سرښندنو لاس ته راغلی او موږ يي په کلکه ساتنه کوو.

د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندي د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې
د امنیتي ځواکونو د برید په پایله کې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار د
خپلوانو په ګډون یوولس تنه ملکي وګړي
شهیدان او یوشمیرنور ټپیان شوي وو.