اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولی ۱۶ مه

د مشرانو جرګې ځینوکمېسیونونو نن په بیلا بیلو موضوعګانو غونډې ترسره کړې.

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارود کمېسیون په غونډه کې دکابل پولتخنیک پوهنتون ته نږدې دعلمای کرامو پرناستې ځانمرګی برید چې له امله یې یو شمېر علما شهیدان او ټپیان شول وغندل شو او په ډاګه شوه چې ترهګر نه دینی او نه هم اسلامي ارزښتونو ته ژمن دي او نه هم د روژه په خوله علماوو او مسلمانانو پروا لري، د کمېسیون غړو د دیني علماوو له هڅو څخه په ستاینې سره باور څرګند کړ چې امنیتي ځواکونه به ترهګرې په هرمیدان کې ځپي او لمنځه به یې وړي.

کمیسیون  د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت په رپوټ هم بحث درلود چې  له مخې د هېواد اوولس میلیونه وګړي روغتیایی اوبو ته لاسرسی نه لري او دغه شمېر د هېواد دري شپیته سلنه وګړی تشکیلوي، همدا راز په پام کې ده چې د کابل، خوست، بلخ، بادغیس، جوزجان، سمنګان، تخار، غزنی، پروان، ننګرهار، بامیان، دایکندی، هلمند، زابل، پکتیا او کندهار ولایتونو کې د څښاک د اوبو پروژې پلي شي چې په دې سره به د خلکو یو لړ ستونزې راټیټي شي اوهم د یادو پروژو لګښت د مالیې وزارت او د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق له خوا ورکول کیږي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د عرض پاڼو د څیړنو سربیره د کمېسیون غړو د داعش ترهګرې ډلې د ګواښ له امله د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار او نژدو ولسوالیو کې د اتیاوو ښوونځیو د بندیدو له امله اندېښنه څرګنده شوه او له حکومت او امنیتی چارواکو وغوښتل شول تر څو د ښوونځیو د امنیت د ټینګښت به برخه کې جدي هڅې وکړي.

 16-Jawza97-Aqwam.JPG

د میرمنې نفیسې سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې کابل کې دعلمای کرامو پرناستې ځانمرګی برید چې له امله یې د دینی علماوو په ګډون یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، په سختو ټکو وغندل شو او د امنیتي چارواکو وغوښتل شول چې د دا ډول ناستو د امنیت په نیولو کې لازم تدابیر ونیسي.

د غونډې په بله برخه کې ټاکل شوې وه د  عدلیې وزارت د ټولنیزو سازمانونو د انسجام رئیس د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو بنسټونو د ثبت او راجستر د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړي خو نوموړې د نامعلومو دلایلو پر بنسټ د نن ورځې غونډې ته حاضر نه شو، او وپتییل شوه چې یاد رییس دې د غبرګولي د نولسمې نېټې د شنبې ورځې په غونډه کې ګډون وکړي.

 16-Jawza97-Malolin.JPG

د میرمنې صالحې مهرزاد په مشرۍ د ملی اقتصاد، مالي او بودجې دکمېسیون په غونډه کې د مالیې وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال د پراختیایي عادي بودجې ضمیمیه مطالعه او وپتییل شوه چې د مالیې وزارت د بودجې عمومي رئیس دې په ضمیمه کې شامل د پراختیایی بودجې د زیاتوالي په اړه د څرګندونو د وړاندی کولو په موخه د غبرګولي د ۲۱ نېټې غونډې ته راوبلل شي.

دغه راز په غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ۱۳۹۷ مالي کال د لومړۍ ربعې د پرمختیایی بودجې د لګښت رپوټ مطالعه اوپریکړه وشوه چې ددې ادارې مسؤل استازی دې دکمیسیون په یوه غونډه کې پدې اړه وضاحت ورکړي.

16-Jawza97-Mali.JPG 

د الحاج قاري میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو،خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د ملي شورا د مقر د لا ښه امنیتي تدابیرو د نیولو په اړه د بحث تر څنګ، د هېواد د علمای کرامو د وروستۍ فتوا څخه چې په هيواد کې يې ځانمرګي بریدونه، چاودنې او روانه جګړه حرامه، ناروا او د اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې ګڼلې، هر اړخیز ملاتړ او هرکلی وشو او هیله څرګنده شوه چې د هېواد علمای کرام دې دغه تاریخي او جامع فتوا ته په ټول هېواد کې پراختیا ورکړي.

همدا راز د هغې سیمې تر څنګ ځانمرګې برید چې په کې د علمای کرامو ناسته جوړه شوې وه او له امله یې یو شمېر علما او ولسی وګړي شهیدان او ټپیان شول، په کلکو ټکو وغندل شو  او هم د ننګرهار ولایت کې ځینو ښوونځیو ته د داعش ترهګرې ډلې له خوا د ګواښونو رامنځته کیدل د اسلامي ارزښتونو خلاف کار وګڼل شو او د امنیتی چارواکو وغوښتل شول تر څو د ښوونځیو د امنیت په نیولو کې لازمه پاملرنه وکړي او پرینږدي چې د هېواد بچیان د ښوونې د نعمت څخه بی برخې شی.

16-Jawza97-Emtiazat.JPG 

د نثاراحمد حارس په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپېریال ساتنې چارو د کمېسیون په غونډه کې، د کمېسیون غړو دبنګله دیش پروړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ددویمې بریا له امله ټولو هیواد والو ته او افغان لوبغاړو ته یې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه .

همداراز په غونډه کې  د هېواد د ۱۷ میلیونو شاوخوا  وګړو دڅښاک اوبو ته دنه لاسرسي له امله خفګان څرګندشو اوڅرګنده شوه که افغان حکومت یاده موضوع د خپلو کاري برنامو په لومړیتوب  کې و نه نیسي په راتلونکو کې به  لوی انساني ناورین رامنځ ته شي .

 دغه راز د کمېسیون غړو په ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش تروریستي ډلې له خوا د نجونو د ښوونځیو پر تړلو او ګواښونو خواشیني وښوده زیاته یې کړه چې امنیتي او دفاعي ارګانونه مکلف دي ترڅو د ګواښونو مخه ونیسي او د عملیاتو په لارې اچولو سره په هېواد کې د ماشومانو او نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړي . 

 16-Jawza97-Rifai.JPG

همداشان د کمېسیون رئیس او غړو د دیني عالمانو فتوا چې په هېواد کې یې د ملکي او نظامي هېوادوالو پر وړاندې  د طالبانو جګره ناروا او غیر مشروع بللې د ستاینې ترڅنګ وویل دیني عالمانو خپل لوی مسؤلیت د هېواد د څو کلنې جګړې په اړه ادا کړ او د قرآن عظیم الشان او نبوي احادیثو په رڼا کې یې د اوسنی جګرې پر واندې خپله موضع څرګنده کړه.

 د غونډې په بله برخه کې د کابل ښار د علاوالدین د روزنتون یوه معیوبه کارکونکي مرضیې شکایت چې ادعا لري د یاد روزنتون د یوه کارکونکي له خوا وهل  شوې بحث وشو د کمېسیون رئیس په داسې حال کې چې په دې اړه یې خپله خواشیني څرګندوله ویې ویل د کمېسیون په راتلونکو غونډو کې دي د کاراو ټولنیزو چارو وزارت د روزنتونو عمومي رئیس او د علاوالدین د روزنتون مسؤل دې په دې اړه توضیحات وړاندې کړي .   

دغه راز د محمد نسیم پرعرض پاڼې چې په ناروغۍ اخته دی او د هېواد څخه بهر د درملنې غوښتنه یې کړې ده بحث نوموړی دعامې روغتیا دولتی روغتیایی کمیسیون ته دمرستې لپاره وپیژندل شو.

د مولوی غلام محي الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلی او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربیره د دولت عدلیې ریاست ته د لیږل شویو قضیو په اړه د اداری فساد سره د مبارزې د عالی ادارې د ۱۳۹۶ مالي کال د لاسته راوړنو د رپوټ، د سلوکي قواعدو د نشتوالی او نورو مواردو په اړه د تکمیل شویو قضایاو د ټولګې، د دولتی املاکو او ملکیتونو، د راغلو شکایتونو او اطلاعاتو ترلاسه کول، د پوهاوي ورکولو پروګرام، ستراتیژي او د پلان د یووالی، د سوداګرې او صنایعو، کانونو اوپترولیم، ترانسپورت، کډوالو چارو، مخابرات او معلوماتي تکنالوژي په اړوند موارد مطالعه او وڅیړل شول، کمېسیون پریکړه وکړه چې د یاد رپوټ پاتې برخه دي په راتلونکې غونډه کې وڅیړل شی.

16-Jawza97-Adli.JPG