اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴ مه

دمشرانوجرګې دځینو کمیسیونونو غونډې نن ترسره شوې.

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمېسیون په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو له خوا د دوو کلونو راهیسې د کور د کرایې د نه ورکړې او نه خوشي کیدو په اړه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د اوسیدونکي شاه محمود شکایت د یاد ریاست د مرستیال په حضور کې مطرح شو.

نوموړي د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړه، د سیمه ییزو پولیسو منسوبینو د اړتیا پر بنسټ یاد کور د لسو زرو افغانیو میاشتینې کرایې په بدل کې نیول شوی وو چې یاد وړاندیز د تدارکاتو کمېټه کې قرار لري چې په منظورۍ سره به یې پیسې ورکړل شي.

کمېسیون د چارواکو د څرګندونو د اوریدو تر څنګ د دوو کلونو په موده کې د عارض ستونزې ته نه رسیدګي د نه توجیه وړ وبلله، ټینګار یې وکړ چې د سیمه ییزو پولیسو ریاست چارواکي او د لغمان ولایت امنیه قوماندان دي په همغږۍ دغه شخړه حل کړي.

دغه راز د قمبر څلورلارې په سیمه کې کډوالو ته د څښاک اوبو د وېش او د استوګنې د کورونو بریښنا ته د یادو دستګاو د غیر قانونی وصلیدو په پلمه د ولسی جرګې د احتمالي یو شمېر نوماندانو او زورواکو له خوا د ژورو څاګانو د خپلسرو کیندلو په اړه راغلې شکایت د کابل د اوبو رسولو د رئیس او د کابل بریښنا د رئیس په حضور کې مطرح شو.

د کابل د اوبو رسولو رئیس د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، د دې بهیر د څارنې مسئولیت د ښارجوړونې چارو وزارت د چاپیریال ساتنې د رسولو ریاست په غاړه دی او همدا راز د کابل بریښنا شرکت رئیس ریاته کړه، دې ادارې ته د کمېسیون د مکتوب د راتګ سره سم د بریښنا ریاست چارواکي په سیمه کې د خپل عملیاتي ټیم سره ګمارل شوی دی تر څو د بریښنا څخه د غیر قانوني ګټې اخیستنې د مواردو په تشخیص سره موضوع د قانوني لارو وڅیړي، همدا راز کمېسیون د چارواکو د څرګندونو د اوریدو تر څنګ د ژورو څاګانو د غیر مسلکی کیندلو او د اوبو د کمښت وضعیت ته په پام سره پریکړه وکړه چې د کابل امنیه قوماندانۍ، د ښارجوړونې چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې ادارې ریاست ته دې متحد المال مکتوب ولیږل شي تر څو په خپله ونډه کې اجراآت وکړي.

همداراز په غونډه کې هېوادوالو سره د بهرنیو دیپلوماتیکو مرکزونو او سفارت خانو د افغان ساتونکو د ناسم وضعیت او سلوک په اړه د یو شمېر وطنوالو پرله پسې شکایتونه مطرح شول او پریکړه وشوه چې د سفارت خانو د ساتنې قوماندان دې په راتلونکې غونډه کې د ځواب په موخه ګډون وکړي.

14-Jawza97-Shikayat.JPG 

په پای کې د راغلو شکایتونو په تړاو د کورنیو چارو وزارت د نفوسو د ثبت او احوال د رئیس، د کابل ښار د پولیسو د اوولسمې حوزې د آمر، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وګړنیز ملاتړ د رئیس، د شکردرې ولسوالي د امنیه قوماندان او د کابل ولایت د ولایتی شورا د غړی حاجی محمد علي محمدي نه راتګ له نیوکې سره مخ شو، پریکړه وشوه چې یاد چارواکي دې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون په غونډه کې، د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف خونو دریاست د محاکمو سره د اړیکو رئیس، د زندانیانو د وضعیت او ځینو نورو مسایلو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته دځوابونو په وړاندې کولو سره وویل هر زنداني په ۲۴ ساعتونو کې د سوند توکو په ګډون ۸۵ افغانۍ استحقاق لري چې د روژې په مبارکي میاشت کې د زندانیانو لپاره وریجې، غوښې، قورمه او د سیلو ډوډۍ په نظر کې نیول شوې ده او زیاته یې کړه چې د صعب العلاجه ناروغانو ستونزه تر اوسه پر خپل ځای پاته ده او د عامې روغتیا وزارت د شلو په شاوخوا کې ډاکټران د ناروغانو د درملنې لپاره مؤظف کړي، اوهم د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون هم په دې برخه کې همکاري کوي .

 نوموړي د زندانیانو د نسبتي دوسیو د ستونزو د حل په اړه وویل په هیواد کې ۱۹ نوي زندانونه رغول شوي دي او د پنځو نورو ولایتونو زندانونه تر کار لاندې دي چې په راتلونکي کال کې پنځه زندانونه چې د غزني، پروان، بلخ، بادغیس او کندهار ولایتونو دي کار به یې پیل شي اوهم یې وویل د څلور کلن پلان مطابق چې تر ۱۴۰۰ لمریز کال پورې به ټوله زندانونه ودانۍ ولري .

14-Jawza97-Adli.JPG 

 کمېسیون یاد رپوټ د تائید وړ وباله او یادونه وشوه چې په راتلونکو غونډو کې به په دې اړه لا زیات بحث ترسره شي .    

د میرمنې نفیسې سلطاني په مشرۍ د شهیدانو او معلولینوچارو د کمېسیون په غونډه کې معلولو او معیوبو افرادو ته د نغدي مرستو او سرې میاشتې ته د ا ړیکو له مخې د دوی د لېږد په اړه د راغلو عرض پاڼو د څیړنې سربیره،  د کمېسیون غړو د ملي سوداګرو، د هېواد شتمنو، ملي او نړیوالو خیریه موسسو څخه وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د معلولینو او د شهیدانو کورنیو سره نغدی مرستې وکړي تر څو د خپلو کورنیو سره د اختر ورځې په خوښۍ تیرې کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د معلولیت لرونکو او شهیدانو د پاتې کسانو پر وخت دمعاشونو د نه ورکړې په اړه خبرې او ټینګار وشو چې د ملي دفاع، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونه او د ملي امنیت لوی ریاست دې  په دې برخه کې دخپلو اړوندو شهیدانو کورنیو اومعلولینو ته دهغوی حقوق اجراکړي.

14-Jawza97-Malolin.JPG 

د نثار احمد حارس په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د پلازمینې او ولایتونو درمل پلورونکو او د دولتی او خصوصی روغتیایی مرکزونو څخه د جدي کنټرول او څارنې په اړه د عامې روغتیا وزارت وروستي اقدام څخه دهرکلی ترڅنګ، ټینګار وشو چې د څارنې او څېړنې د برخو چارواکي مکلف دي د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د لارښوونو سره سم اقدامات وکړي.

همدا راز د عامې روغتیا وزارت مشرتابه څخه وغوښتل شول چې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت دې په مرکز او ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي مرکزونو سره په هوکړه څو ورځې د ناچاره ناروغانو د وړیا درملنې په موخه ځانګړې او کوم هیوادوال چې مالي ستونزو سره مخ دي، لاسنیوی  وکړي.

اوهم د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د ملي پیوستون او ولسي تړون د پروګرامونو د کاري چارو د پرمختګ د څرنګوالي او د کلیو د سړکونو، پلونو او پولچکونو د بیا رغولو په برخه کې د یاد وزارت داقداماتو په اړه چې د وروستیو سیلاوونو له امله زیانمن شوي بحث او پریکړه وشوه تر څو د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزیر د کمیسیون یوې غونډه کې څرګندونې وکړي.

اوهم  د کمېسیون رییس او غړو په بازارونو کې د کم کیفیته او د تاریخ تیر خوراکي او څښاک توکو او فاسدو غوښو د شتون څخه یادوونه وکړه او د یادو موادو دنه مخنیوي څخه د اړوندو چارواکو د کمې پاملرنې څخه  نیوکه وکړه او وپتییل شوه چې د کرهڼې، عامي روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ واکمن استازي دې د کمېسیون په یوې غونډه کې حاضر او د موضوع په تړاو دې څرګندونې وکړي.

په پای کې د دولتي ادارو او په ځانګړې توګه د مشرانو جرګې د دارالانشاء د لوی ریاست د کارکوونکو د تفریحي امتیاز د نه اجرا په اړه خبرې او لازمې پریکړې وشوې.

14-Jawza97-Rifai.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې صالحې مهرزاد په مشرۍ د ملی اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سوداګریز معین، د نفتی توکو او اوبلن ګاز د تصدۍ رئیس او د سوداګرۍ خونو مرستیال د روژې په مبارکه میاشت کې د غذایی توکو، نفتو او اوبلن ګاز د بیو د لوړیدو په اړوند څرګندونې وکړې. چارواکو د تیلو د بیو د لوړیدو علت په نړیواله کچه د نفتی توکو د بیو لوړیدل او د بهرنیو اسعارو پر وړاندی د افغانیو ارزښت کمښت په ډاګه کړل او زیاته یې کړه چې په تیرو دریو ورځو کې د افغانیو پیسو کې د څو پیسو په لوړیدو او د نفتی توکو نړیوالې بیې د کمښت له امله نفتی توکي دوه افغانۍ ارزانه شوي، یادو چارواکو د حکومت په کچه کمه پاملرنه، د هېواد بازارونو کې د مسولینو نه کنټرول، د هیواد په لویو لارو کې د طالبانو له خوا د مالیاتو اخیستل او ګمرکونو کې اداری فساد  د هیواد بازارونو کې د بی بندوباریو اصلی لامل په ډاګه کړ. په پای کې د کمیسیون غړو وړاندیز وکړ چې یوه واکمنه کمیټه دي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، سوداګرۍ خونو، نفتی تصدۍ او د تنفیذ ارګانونو په استازولۍ جوړه او په نږدی وخت کې دی د بیو د کنټرول او ارزونې په موخه اقدام وکړي د احتکار، انحصار او ګران پلورنې مخه دی ډپ کړي  او دی کمیسیوین ته دي رپوټ ورکړي او هم له مسئولینو وغوښتل شول تر څو د کمیسیون وړاندیز د سوداګرۍ وزارت مشرتابه او د جمهوری ریاست مقام سره مطرح کړی.

14-Jawza97-Mali.JPG 

د قاری میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د نشه یانو له خوا  د بریښنا د تارونو د غلا او د دوی له خوا د مزاحمت په اړه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې د اوسیدونکو شکایت په اړوند د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا د راغلی لیک اړوند خبری او د اجرااتو په موخه موضوع اړوندو ادارو ته ولیږل شوه. دغه راز په غونډه کې د هېواد د ولسوالیو شوراګانو د ټولټاکنو به اړه بحث وشو او وپتییل شوه چې د موضوع د روڼوالي په موخه دي د سیمه ییزو شوراګانو د ا نسجام چارو رئیس د غبرګولی د یوویشتمې نېټې غونډه کې راوبلل شي. د  غونډې په وروستۍ برخه کې د ماشومانو حقوقو څخه د ملاتړ اړوند خبرې او لازمې پریکړې وشوې.

14-Jawza97-Emtiazat.JPG 

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د نن ورځې ځانمرګې برید چې د دینی علماو پر ناسته د کابل پلتخنیک پوهنتون په مربوطاتو کې ترسره شو او د تیری ورځې چاودنه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د آثارو پيژندونکو د املې موټر یې موخه وګرځوله، په کلکو ټکو وغندل شوې او د دغه جنایتونو پر عاملینو د نفرت ویلو تر څنګ د امنیتی ارګانونو وغوښتل شول تر څو د دا ډول خصمانه بریدونو په مهارولو کې خپل مخکې تر مخکې تدابیر ونیسي.

14-Jawza97-Farhangi.JPG