اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي دیارلس

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د یکشنبې ورځې په غونډه کې د بهرنیو سفرونو څخه د مجلس د پلاویو د رپوټونو د اوریدو سربیره، د هېواد د روان وضعیت په اړوند بحثونه وشول.

د غونډې په پیل کې د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د وروستیو شهیدانو روحونو ته چې د فضل هادی مسلم یار د خپلوانو په ګډون نهه تنه په شهادت رسیدلي وو او د ولسي جرګې د غړس فهیمې سادات د مړينې او د محمد سالم ایزدیار او ملګرو د شهادت د لومړۍ کلیزې له امله دعاګاني وشوې.

13-Jawza97-JAL1.JPG

په غونډه کې یادونه وشوه چې زیاتره ښوونځي او مدرسې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې او د پیژندپاڼو د وېش مرکزونو په توګه ټاکل شوي چې دغه کار د زده کوونکو د والدینو د اندیښنې وړ ګرځیدلې او درسي بهیر زیانمن شوې چې باید حکومت د دی اندېښنو د حل په موخه یاد مرکزونه نورو ځایونو ته انتقال کړي او څرګنده شوه چې د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو نوم لیکل جریان لري خو د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو ولسوالیو په اړه چې د دښمنانو تر ولکې لاندي دی او یا دا چې لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي، اقدام نه دي کړې باید د هېوادوالو له پاره په دی ولسوالیو او یا هم تر څنګو سیمو کې د نوماندۍ زمینې برابري کړي.

د مجلس غړو د هېواد دفاعی او امنیتی ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، جګړه د هېواد په زیاترو سیمو کې روانه ده چې دفاعی او امنیتی ځواکونو او په ځانګړې توګه د کومانډو ژغورنې ځواکونه توانیدلي په فراه او ارزګان کې د ویره اچوونکو لوی بریدونه په شا وتمبوي چې باید د دوی په استازولۍ د هېواد د کومانډو یو بلوک د مشرانو جرګې له خوا تقدیر او وستایل شي چې دغه وړاندیز د رایو په اتفاق تائید شو.

دغه راز په غونډه کې د ماشوم نړیوالې ورځې څخه د مبارکۍ تر څنګ وویل شول چې په خواشینۍ سره ګڼ شمیر افغان ماشومان په سختو کارونو بوخت دي او د ښوونې او روزنې د لوی نعمت څخه بی برخې دی چې باید د دوی د زدکړو زمینه برابره کړاي شي.

د قومونو تر منځ د کړکیچ او زیان راوړونکو شعارونو او تعصباتو څخه په مخنیوی، سمتي او تنظیمی باورونو په لمنځنه وړو ټینګار او د دښمنانو پر وړاندې د افغانستان  مسلمانو خلکو د یووالی ساتل او پاملرنه، د کورنیو چارو وزارت د بشپړو معلوماتو په وړاندی کولو ټینګار، د ایران د شیراز استان کې ټولنیزو خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي د منع په اړه د یاد استان د مسئولانو څخه نیوکه او په دي برخه کې د هېواد د اړوندو ارګانونو په جدی غبرګون ټینګار، هېواد کې د لومړنیو او سون توکو د بیو د لوړیدو څخه اندیښنه، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو د کمښت او پکتیا ولایت کې د تذکرې د ویش بهیر، د قوانینو د ناقضینو په مجازاتو ټینګار، د هغو دری زره پنځه سوه ډاکټرانو د برخلیک په مشخصیدو ټینګار چې د خپل تخصص پړاو د پوره کیدو غوښتونې دي او د کوم معاش او امتیاز پرته غواړي دغه بهیر پای ته ورسوي، د کابل- ناټو او کابل- واشنګټن تر منځ د امنیتی تړونونو د پلی کیدو او ګټو د څرنګوالي په موخه د امنیتی سکتور د لومړۍ درجه چارواکو په حضور ټینګار، په یوه امریکایی جنرال نیوکه چې د افغانستان جګړه یې د ویتنام سره مقایسه کړي او ځینې نور مسایل مطرح شول.

د آزادو بحثونو په پاي کې  د مشرانو جرګې رئیس د چپرهار ولسوالۍ کې د خپلو څو تنو خپلوانو د شهادت او ټپي کیدو پیښې په اړه د ډاډګېرنې څخه مننه وکړه او ویې ویل، دښمن په دا ډول زړه بوږنوونکې پیښې سره غوښتل نوموړي او خپلوان یې د حکومت پر وړاندی ودروي چې هڅې یې په ویره بدلې شوې او په داسي حال کې چې په رسمي سفر کې وو د خپل ځایګا او د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره یې دغه سفر په نورمال ډول پر مخ یو وړ.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، امنیتی قطعې چژ د چپرهار ولسوالۍ عملیات ترسره کړي، ویل کیږی چې د هیواد د امنیتی سکتور له تشکیل څخه بهر د بهرنیو ځواکونو امر لاندی دي چې د دوی د خپلسرو فعالیتونو دوام د خلکو او حکومت تر منځ د واټن سبب ګرځي او باید دا ډول قطعې د امنیتی ځواکونو امر لاندي تنظیم شي، نوموړي زیاته کړه چې د چپرهار ولسوالي د پیښې ټول شهیدان او ټپیان د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې تنظیم وو او بلې ډلې سره یې هیڅ تړاو نه درلود، اړتیا شته چې حکومت په هراړخیړه توګه دغه قضیه وڅیړي او عدالت تامین کړي او هر څوک چې د دی ظلم او جنایت مرتکب شوې، تر څیړنې لاندی ونیسی.

د مجلس رئیس د حکومت او ټاکنیز کميسیون څخه وغوښتل تر څو د رای ورکونې مرکزونو ته چې په ښوونځیو کې په پام کې نیول شوي، مناسب بدیل پیدا کړي ځکه زده کوونکو او کورنیو ته یې اندېښنې رامنځته کړي دي او هم دي ناامنو ولسوالیو ته د هرې ممکنې لارې چې وی، د نوم لیکنې پروګرام ترلاس لاندي ونیول شي.

د مشرانو جرګې رئیس د تورو شیشو موټرو په تړاو د کورنیو چارو وزارت د چارواکو څرګندونې د خپلو مسئولیتونو څخه د تیښتې پلمه یاده کړه او ویې ویل چې د دي پلمې د حل په موخه په زه خپله د خپل موټر شیشې سپینې کړم او د مجلس له غړو هم غوښتنه کوم چې دا کړنه په ځان عملي کړي او د کورنیو چارو وزارت یې مخاطب او په ډاګه یې کړه چې د قانون په پلی کیدو کې له ټولو سره یو شان چلند وکړي د عمومي امنیت په ټینګښت کې لا زیات کارونه وکړي.

همدا راز د کابل- واشنګټن او کابل- ناټو د امنیتی تړونونو د شتون په تړاو یې د دی مجلس په پخواني دریځ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د هېواد د امنیتی سکتور مشرتابه باید یوې عمومي غونډه کې څرګندونې وکړي.

همدا راز د نن ورځې په غونډه کې سعودی عربستان ته د مشرانو جرګې د پلاوي د سفر رپوټ د عبدالطیف نهضت یار له خوا وړاندی چې د هېواد د مشرانو جرګې پلاوی د فضل هادی مسلمیار په مشرۍ د ریاض په هوایی ډګر کې د سعودی عربستان د ملی شورا د حکومتي او نړیوالو اړیکو د کمیټې د مسئول له خوا د تود هرکلې سره مخ شول. او د غبرګولي په اوومه فضل هادی مسلم یار او ملګری پلاوی یې چې په ریاض کې استوګن د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفیر سید کریم جلال هم حضور درلود د سعودی عربستان د الشورا مجلس رئیس او د یاد مجلس یو شمیر غړو سره وکتل.

په دی کتنه کې د دواړو هېوادونو د دینی، تاریخي او ګډو اړیکو، د افغانستان کورنیو مسایلو کې د سیمې د هیوادونو او په ځانګړي توګه د پاکستان، ایران او روسیې د لاسوهنو غندل، د فراه ولایت کې د وروستۍ جګړې موضوع او په دي جګړو کې د ایران د ملاتړ رول، د افغانستان د ګاونډیو له خ وا د ویری او تفرقې خپرول، طالبانو څخه د مسکو، اسلام آباد او تهران ملاتړ، افراطیت په اړه بحث او نظریې بدلې شوې.

د هیواد د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار په دی کتنه کې سعودی عربستان  ته د بلنې په موخه د یاد هېواد د ملی شورا د رئیس څخه د مننې او قدردانۍ تر څنګ په سر کې د افغانستان د جمهور رئیس او د مشرانو جرګې د غړو پیغام او نیکې پیرزوینې تقدیر کړي او ویې ویل، د افغانستان دولت او مسلمان ملت او په ځانګړي توګه مشرانو جرګه افغانستان کې د سولې او ټیکاو په برخه کې د سعودی عربستان هڅې د قدر وړ ګڼې  او باور لري چې د جدی نږدې راتلونکې کنفرانس چې د سعودی عربستان په کوښښونو په لاره اچول کیږی، د افغانستان د سولې او ټیکاو په موخه د لمس وړ پایلې ولري، ځکه سعودی عربستان د اسلامي هېوادونو سره د اسلام د ظهور د بنسټ په شان ځای لري او د افغانستان خلکو ستاسو ګټور او هر اړخیزه ملاتړ له یاده نه دی ویستې او ورته د قدر په سترګه ګوري  او زیاته یې کړه افغانان تل د حوثی جنګیالو د بریدونو پر وړاندې د حرمینو شریفینو څخه په ملاتړ او د یمن او سوریې جګړې څخه روښانه دریځ درلود او د حرمین شرفین څخه دفاع د نړۍ د ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه د افغانانو وجیبه ګڼي.

13-Jawza97-JAL2.JPG

سناتور نهضت یار وویل د مشرانوجرګې رئیس د خپلو خبرو په دوام د دواړو هیوادونو ترمنځ د پارلماني او سیاسي اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ زیاته یې کړه چې اافغانستان د نړیوال تروریزم قرباني دی باید په دې اړه نړیواله او اسلامي ټولنه په خاصه توګه دي ګاونډي هیوادونه یوه موثره ستراتیژي د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره ترلاس لاندې ونیسي . وروسته د عربستان سعودي د الشورا د مجلس رئیس د خپل هیواد هڅې په افغانستان کې د سولې د راتګ، د تروریزم پر وړاندې ګډه مبارزه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پراختیا او د لازمو آسانتیاوو د راوستو په هکله خپل لیدلوري مطرح کړل او ډاډ یې ورکړ چې د دواړو مسلمانو هیوادونو ترمنځ به اړیکي لا پراخې شي او د یاد ملاقات په ترڅ کې د مشرانوجرګې پلاوي د عربستان هیواد د الشورا له عمومي مجلس څخه لیدنه وکړه . 

همداراز د مشرانوجرګي پلاوي په همدې ورځ د په ریاض کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت له ودانۍ څخه لیدنه درلوده او په یاد هیواد کې د افغانستان میشت سفیر د قونسلي چارو په برخه کې د خدماتو او فعالیتونو پر څرنګوالي د افغان کډوالو د ستونزو، د برښنایي پاسپورټونو د ویش پر ځانګړتیا، د قونسلي چارو په خدمتونو کې د آسانتیاوو پر رامنځ ته کیدو، په عربستان هیواد کې د افغان کډوالو د وضعیت پر څرنګوالي او ځینو نورو مسایلو په اړه رڼا واچوله . چې فضل هادي مسلم یار د افغانستان د سفیر او د نوموړي د همکارانو د کړنو څخه قدرداني وکړه ډاډ یې څرګند کړ چې د یاد سفارت ستونزې به د مجلس د کمیسیونونو له خوا د افغانستان د چارواکو غوږونو ته ورسوي د غونډې په پای کې، فضل هادي مسلم یار او روسره پلاوي په سعودي عربستان کې د ځینو افغان کډوالو سره وکتل او د دوی د ستونزو د حلیدو ډاډ یې ورکړ .   

سناتور نهضت یار زیاته کړه په یاد سفر کې د مشرانوجرګې پلاوي د سعودي عربستان د اسلامي شوؤنو د وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې، د حج د سهمیې پر ډېرښت، تحصیلي بورسونه په خاصه توګه د دیني علومو په برخه کې، د اسلامي علومو د لوی مرکز پر جوړېدو او د جدې د اسلامي کنفرانس د ترسره کیدو پر څرنګوالي، د افغانستان د سولې په راتګ کې د علماوو رول او د عربستان د شاهي هیواد لازم ملاتړ د افغانستان د سولې د راتګ پر بهیر بحث او نظریې شریکې کړې چې د عربستان هیواد د اسلامي شوؤنو مرستیال په دې اړه د خپلې هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ زیاته یې کړه چې یاد موضوعات به ولیعهد او نورو چارواکو ته ولیږدوي او د افغانستان د مشرانوجرګې رئیس د سعودي عربستان د دولت له تودې میلمه پالنې د مننې ترڅنګ د یاد هیواد د اسلامي شوؤنو د مرستیال او څو تنو علماوو څخه وغوښتل ترڅو د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له افغانستان څخه لیدنه وکړي د دواړو هیوادونو د علماوو ترمنځ اړیکې لازیاتې ټینګې کړي . په رپوټ کې یادوونه شوې چې د مشرانوجرګې پلاوي د حرمین شریفین له دریو تنو امامانو، د سعودي عربستان د ولیهعد د مرستیال او د اسلامي پراختیایي بانک له مرستیال سره په جلا جلا توګه وکتل .      

د سلامي پراختیایي بانک له مرستیال او چارواکو سره د لیدنې پر مهال د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د کرهنې د ترویجولو پر چارو، د آقینې د بندر د پروژې تړل له ترکمنستان سره، د ترکمنستان د وارداتي برښنا ترانزیت افغانستان ته، د کابل حلقوي سړک، اسلامي بیمه، د جګړو زیانمن شویو ته مرستې، د وچکالیو او ساري مرضونو سره د مبارزې، د ښځینه لیلیو رامنځ ته کیدل، بې ځایه شویو ته د کورونو د رغاونې، د غټو روغتونونو او څلورو کلینکونو رغاونه، د وړو پورونو پر ورکړې او ځینو نور مسایل یې مطرح کړل د مشرانوجرګې رئیس د پروژو د ښه پلي کیدو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د هیواد د چارواکو ناغیړي او د کار پڅ بهیر به څاري ترڅو د یادو پروژو پلي کیدل په ښه توګه عملي او ترسره شي . 

په پای کې سناتور نهضت یار زیاته کړه فضل هادي مسلم یار چې د یاد شویو چارواکو سره کومې لیدنې درلودې هغه منفي تبلیغات چې د ځینو ګاونډیو هیوادونو له د افغانستان په آدرس په سعودي عربستان کې ترسره شوي وه ناسمې ثابتې کړې د سعودي چارواکي یې د افغانستان په اړه د یادو وقایو څخه خبر کړل چې د افغانستان ټولې بدبختۍ د دغو مغرضو هیوادونو د لاسوهنو له امله دي چې د خبرو د اوریدو وروسته د عربستان له خوا په بیلابیلو برخو کې آماده ګي څرګنده شوه . 

د ویلو ده چې په یاد سفر کې سناتورانو هریو انجنیر احمد جاوید رووف، عبدالطیف نهضت یار، رحمت الله اچکزی، جمعه الدین ګیانوال او د دارلانشا د مسلکي او پارلماني چارو مرستیال تیمورشاه قویم ګډون درلود او نوموړو عمرې د حج مراسم هم ترسره کړل چې یاد رپوټ په ټوله کې د مجلس د غړو د ملاتړ او ستاینې وړ وګرځید . دغه راز سناتور نثاراحمد حارس د سویس د ژینو په ښار کې د نړیوال روغتیایي سازمان د ۷۱ یم اجلاس رپوټ وړاندې کړ او و یې ویل چې یاد اجلاس د شپږو ورځو لپاره په لاره اچول شوی وو او د غړو هیوادونو د عامې روغتیا وزیرانو او د پارلمان ځینو غړو ګډون کړی درلود  

13-Jawza97-JAL3.JPG

چې ځانګړي موارد یې لکه، د پولیو د مرض سره مبارزه، د صحت رول، د چاپیریال او اقلیم بدلون د خلکو په ژوند کې، په نړیواله سطح د قحطۍ ستونزې ته رسیده ګي او په اوسني وضعیت کې خلکو ته د اکسیجن او درملو د مناسبو لارو له طریقه لاسرسۍ، په نړیواله روغتیایي برخه کې د صحي ستراتیژۍ پلی کیدل او په دې اړه د یوه موثر پلان لیکل، د ساري ناروغیو مخنیوۍ چې په دې اړه کیدای شي په روان کال کې یوه ناسته ترسره شي، په نړیواله کچه د ښځو ماشومانو او ځوانانو د روغتیا په هکله د یوې ستراتیژۍ لیکل، د ماشومانو، میندو او ځوانانو د تغدیې ملاتړ، د وژونکي انفلونزا لپاره د یوې ځانګړې برنامې منظورول او د خلکو لاسرسۍ د یاد مرض واکسین ته، د روماتیزم د تبې سره مبارزه او د یاد مرض څخه د زړه د ناروغۍ رامنځ ته کیدل او د ماشومانو د فلج محو کوول چې په کاري کمیټو کې ورباندې بحث وشو . دغه راز د یاد اجلاس په درشل کې، د پارلمانونو غړو د نړیوال سازمان د متخصصینو سره د خپلو کتنو په ترڅ کې، په روغتیایي برخو کې یې د پارلمانونو د غړو رول په خپلو هیوادونو کې ګټور وباله .