اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

 د۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳مه

د مشرانوجرګې د ریس فضل هادي مسلم یارپه مشرۍ پرون د جرګې یوه پلاوي د غمشریکۍ اوتسلیت په موخه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ دقربانیانو له کورنۍ سره وکتل.

13-Jawza97-GEN2.jpg 

پلاوي چې په ترکیب کی یې د جرګې دویم نایب او یو شمیر غړو هم ګډون در لود؛ د شهیدانو دفاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د لوی خدای له دربار څخه ئی شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانوته عاجله شفا، کورنیو او خپلوانو ته ئی د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

13-Jawza97-GEN3.jpg 

د مشرانوجرګې ریس د فاتحې له مراسمو څخه وروسته ددې پیښې د څیړلوپه موخه  د ننګرهار ولایت له والي حیات الله حیات اویوشمیر امنیتي مسولینوسره کتنه درلوده؛  په دې کتنه کې فضل هادي مسلم یار دخبرو په مهال ټینګار وکړ چي دمرکزي حکومت او د ننګرهار ولایت له لورې باید د پیښي جدي څیړنه پیل شي که د هراړخیزه څیړنو په پایله کي جوته شي چي د صفر دوه قطعې له لوري د چپرهار ولسوالۍ د چینو سیمي له  خلکو سره ظلم او زیاتی شوی وي، باید د پیښي عاملین په علني ډول محاکمه اوپه سزا ورسول شي، او زیاته ئی کړه تر دې وړاندې مې هم د دې ملت د ثبات لپاره د خپلې کورنۍ دوه اویا غړي شهیدان ورکړي او وروستۍ پیښه به مې هم په ملي دریځ کې هیڅ ډول بدلون رامنځته نه کړي.

13-Jawza97-GEN4.jpg 

ورپسی دننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غړو، ډاډ ورکړ چې د چپرهار ولسوالۍ د وروستۍ پیښي عاملینو سره به سخت قانوني چلند وشي.

نوموړي د مشرانو جرګې مشرتابه او کورنۍ غړو ته د فاتحې او تسلیت مراسمو ترسره کولو وروسته مننه وکړه،چې دجرګې رییس دخپلې  کورنۍ د نهه غړو په شهادت سره بیا هم د هیواد د آبادۍ او سوکالۍ په موخه له سعودي عربستان څخه خپل رسمي کاري سفر را لنډ نه کړ.

 13-Jawza97-GEN1.jpg

دننګرهار والي زیاته کړه، مرکزي حکومت او ولایتي ادارې د پيښې لومړنۍ څيړنې ترسره کړي او لا هم جریان لري چې تر بشپړیدو وروسته به یې عاملین تر عدلي څار لاندې ونیول شي.

د یادولو وړده چې تیره اونۍ د صفر دوه قطعې له لورې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د چینو په سیمه کي دعملیاتو دتر سره کولو پرمهال نهه تنه شهیدان  او یوشمیر نورټپیان کړل، او دا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چي دمشرانوجرګې رییس سعودي عربستان ته په رسمي سفر تللی وو.