اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي دولسمه نېټه

د مشرانوجرګې یوشمیرکمېسیونونو نن په بیلا بیلو موضوعګانو غونډې او څېړنې ترسره کړې .

د کمېسیون د مرستیال عبدالباقی بریال په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د ماشوم د نړیوالې ورځې څخه یادوونه وشوه او وویل شول چې له دې ورځې څخه  په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځنه کیږی چې یو شمېر ماشومان د یوې ګولې ډوډۍ د ترلاسه کولو په موخه په سختو کارونو لاس پوري کوي.

د کمېسیون غړو د ټولو اړوندو بنسټونو وغوښتل تر څو د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې چې د هېواد د راتلونکي جوړونکي دي، جدي پاملرنه وکړي.

 د غونډې په بله برخه کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د معین او د ځانګړو تعلیماتو د سلاکار په حضور سره د هېواد په ولایتونو کې د نه لیدونکو د مسلکي او تخنیکي لیسو د جوړیدو د څرنګوالي او د بریل مطبعې د سمبالولو، د نه لیدونکو د  تخنیکي لیسې د بیا ځلی فعالیت او جوړیدو څخه د څارنې د څرنګوالي او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې مطرح شوې. ورپسې د تخنیکي او مسلکي روزنو معین وویل، دغه معینیت د ښوونې او روزنې په برخو کې له هیڅ راز کوښښونو ډډه نه ده کړې او په خپلو ټولو امکاناتو سره یې د تشکیل، د نویو لیسو د جوړیدو، د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د دی معینیت په چوکاټ کې د مجربو کادرونو د جذب او نور جامع او کامل پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

 په پای کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معینیت د خپلواکۍ په برخه کې د جمهور رئیس فرمان څخه قدرداني څرګنده شوه.

12-Jawza97-Malolin.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې صالحې مهرزاد په مشرۍ د ملی اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د ۱۳۹۷ مالي کال د بودجې زیاتوالي ضمیمه چې د حکومت د کابینې له خوا تصویب شوې او په کې د ټولګټو وزارت او د افغانستان بریښنا شرکت پرمختیایي بودجه کې زیاتوالی څرګند شوی، بحث وشو او د مالیې وزارت د بودجې ریاست چارواکو څخه وغوښتل شول تر څو په دې اړوند کمیسیون ته معلومات ورکړي.

 د غونډې په بله برخه کې د ۱۳۹۷ مالي کار د لومړۍ ربعې د پرمختیایی بودجې د لګښت په اړه د عدلیې وزارت د استول شوي رپوټ په اړه چې په کې د دې وزارت اړوند ځینو تاسیساتو د رغاونې څخه خبر ورکړل شوی وو، بحث او له چارواکو یې وغوښتل شول تر څو د کار لاندی پروژو د کاري پڅ بهیر په اړه د کمېسیون په یوې غونډه کې څرګندونې وکړي. همدا راز د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې د عامې روغتیا وزارت د پرمختیایي بودجې په اړه چې اته شپیته بیلا بیلې پروژې په کې ګډون لري، بحثونه وشول او پریکړه وشوه چې د لا زیاتو څیړنو په موخه دې په راتلونکو غونډو کې بحث او د اړتیا په صورت کې دې د یاد وزارت د چارواکو څخه د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه بلنه ورکړل شي.

12-Jawza97-Mali.JPG 

د کمېسیون د مرستیالي روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په ا ړه بحثونه وشول، څرګنده شوه چې حکومت باید د کوچیانو قومونو له پاره سیار ټاکنیز مرکزونه جوړ او په ټولنه کې د دغو اوسېدونکو د پوهاوي په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

 د غونډې په بله برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو پر بنسټ وویل شول چې د اورښتونو د کمښت له امله شاوخوا څلور میلیونه کسان په افغانستان کې سملاسي مرستو ته اړتیا لري باید اړوندې مرستندویه ادارې دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.

په پای کې وویل، د جون لومړۍ نېټې څخه چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري په داسې حال کې لمانځنه کیږي چې ګڼ شمیر ماشومان په سختو او درنو کارونو بوخت دي چې دغه کارونه به د دوی به جسمي او فکري پرمختګ ناوړه اغیزه وکړي. کمېسیون د اړوندو ارګانونونو او والدینو څخه وغوښتل چې د ماشومانو د سختو او ناوړه کارونو مخه ونیسي او د یادو کسانو د ښوونې، روزنې او پالنې ته دي خاصه پاملرنه وکړي.

12-Jawza97-Aqwam.JPG 

د حاجی لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د ننګرهار په ولایت کې وروستي تروریستي بریدونه وغندل شول، د شهیدانو له پاره فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعاګاني وشوې.

همدا راز په غونډه کې د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوال یادې ولسوالۍ کې د امنیتي ښه وضعیت څخه ډاډ ورکړ او و یې ویل په دې ولسوالۍ کې د اوولسو ټاکنیزو سایټونو څخه پنځلس فعاله دي او د دوو نورو مرکزونو د فعالیت د پیل له پاره هڅې روانې دي.

د کمیسیون رییس د پچیراګام ولسوالۍ د ولسوال د رپوټ څخه د ستاینې ترڅنګ چې د کمېسیون د غړو د قناعت وړ هم وګرځید، د خبرو په ترڅ کې وویل د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ ولسوال د خپلې دندې په اجرا کې ناغیړي کړې او د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ او امنیت د ټینګښت لپاره یژ پاملرنه نه ده کړې.

د حاجی محمد حنیف حنفی په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د معاشونو او امتیازونو د نه ورکړې په تړاو د ملي اردو د یو شمېر معلولینو شکایت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو معینیت سرپرست سره په بحث کې مطرح شول . کمېسیون د یاد معین د څرګندونو په اوریدو د ملي دفاع، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د چارواکو د ضد او نقیضو څرګندونو په شتون سره پریکړه وکړه چې د ملي دفاع، کار او ټولنیزو چارو وزیران او د یادو ادارو اړوند رئیسان دې په یوې راتلونکې غونډه کې ګډون او پوښتنو ته دي ځوابونه وړاندې کړي.

 ویل کیږی چې د دې کسانو شکایتونه د شکایتونو د ا وریدو د کمیسیون په بخوانیو غونډو کې د ملي دفاع وزارت اړوندو چارواکو سره په بحث کې مطرح شوي وو.

همدا راز د چارواکو له خوا د استملاک د مراحلو د په پام کې نیولو پرته د ملکیت د غیر قانوني تصرف په اړه د نیمروز ولایت د پخواني هوایي ډګر ترڅنګ د یو شمېر کروندګرو شکایت واوریدل شو او پریکړه وشوه چې په رسمي توګه دې د نیمروز ولایت ته یو مکتوب ولیږل شي ترڅو د دوی د ملکیت د تسلیمیدو په برخه کې اقدام ترسره کړي.

همدا راز د روغتیایي ستونزو او د محمد علي جناح د دوه سوه بستریز روغتون د ودانۍ د رغاونې پروژې د نه تکمیلېدو په اړه د کابل د لویدیځ اوسیدونکو شکایت د عامې روغتیا وزارت د معالجوی طب عمومي رئیس سره مطرح شو.

یاد رئیس د موضوع د سیاسی اړخونو په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، په دې وروستیو کې د عامې ورغتیا وزارت د امنیتي زړه بوږنوونکو پیښو او حوادثو کثرت ته په پام سره د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندیز کړی چې د دې روغتون یوه برخه دي د افغان دولت په امکاناتو او وسایلو سره مجهزه او فعاله کړای شي چې د جمهوري ریاست د عالي مقام له لورې د یاد وړاندیز په تائید سره به د کابل د لویدیځ هیوادوالو روغتیایي ستونزې به په نسبی توګه حل شي.

 د غونډې په پای کې د حزبي او سیاسي بیلابیلو جریاناتو له آدرس او ځینې وخت د اسلامي ټولنې د ارزښتونو او رواجونو خلاف د یو شمیر خصوصی تلویزیونونو د خپرونو او په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تدابیرو د نه شتون څخه راغلي شکایتونه مطالعه او پریکړه وشوه چې د طلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست دې د کمېسیون په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د کمېسیون د مرستیالی لیلما احمدي په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د کابل ښار د علاوالدین روزنتون څخه د چهارشنبې ورځې د کمېسیون د پلاوی د لیدنې رپوټ وړاندی شو. په رپوټ کې راغلي وو چې د کمیسیون پلاوی لومړې د روزنتونونو عمومي رئیس، د شپني او ورځنې لیلیه مدیرانو، د علاوالدین روزنتون عمومي مدیرې، د نجونو د بیلابیلو خونو، لیلیو او درسی ټولګیو، د یاد روزنتون د معلولینو او رواني روغتیا برخې څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو د ستونزو او وړاندیزونو د اوریدو وروسته ترلاسه شول چې دغه روزنتونونه د تیر کال په تناسب ښه شوي خو د غذایی مینو، معالجو ډاکټرانو، درملنې، مسلکی استادانو د کمښت، د مربیانو د کمښت، د څښاک اوبو د کمښت، د روزنیزو او بودجې کوروسنونو د جوړیدو په ا ړوند ستونزې شتون لري. کمیسیون په دی اړوند پریکړه وکړه چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت اړوند ریسان دي د څرګندونو په موخه د دي کمیسیون د چهار شنبې ورځې په غونډه کې چې د غبرګولي شپاړسمې سره برابریږي حضور راوړي. د غونډې په بله برخه کې د امنیتی ګواښونو، د لوړو مالیاتو د ورکړې، د ښاروالۍ د صفاییی، د سوداګریزې بریشنا د تادیې او ځینو نورو مواردو په اړه د مورا تعلیمی او تحصیلی کامپلکس راستول شوی لیک په اړه بحث او پریکړه وشوه چې د کابل ولایت امنیه قوماندان، د سرې میاشتې سکرترجنرال، د کابل د بریښنا رئیس، د کابل ښاروالۍ سرپرست او د یادې موسسې مسئول دي د غبرګولي د ۲۱ نېټې د دوشنبې ورځې په غونډه کې حضور راوړي.

12-Jawza97-Farhangi.JPG 

د مولوی غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلی او قضایی چارو د کمیسیون په غونډه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د مالی او خدمااتو ریاست د تهیه او تدارکاتو د څلورم او شپږم بستونو زیانمو څخه د څلور تنو غوښتنلیکونه د دارالانشا د مالی او اداری مرستیال او د یادې اداري د بشری سرچینو سرپرست سره مطر شول. دوي وایی چې د دولسو کلونو راهیسې د آزادي سیالۍ له لاري په دی بستونو کې ګمارل شوي او اوس د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمېسیون د تعیناتو د بورد ریاست په دي بستونو کې د دوي پر ځای نور کسان ګمارلي چې باید د مجلس دارالانشا دوی په اداره کې د شته تشو ورته بستونو کې دوي وګماري. کمیسیون د دارالانشا د څرګندونو وروسته پریکړه وکړه چې د مشرانو جرګې د دارالانشا ریاست دي د قانون سره سم د دوی د ستونزو د حل په اړه لازمه پاملرنه وکړي.

12-Jawza97-Adli.JPG

د مېرمن صدیقې بلخې په مشرۍ د ښځوچارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې، په نشه یي توکو د روږدو ښځو چې ماشومان د دې ناوړه عمل له کبله تر ټولو زیانمن کسان دي خبرې وشوې وویل شول تر اوس مهاله د ښځو او ماشومانو لپاره د شلو په شاوخوا کې روغتونونه جوړ شوی دي؛ خو یاد روغتونونه بسنه نه کوي باید د عامې روغتیا وزارت او د ملي امنیت چارواکي د یاد ناوړه او وژونکي مرض مخه په اساسي توګه ونیسي خپل ټولنه او خلک د دې خطرناکه مرض څخه وژغوري

12-Jawza97-Zanan.JPG .

د حاجي محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې، د اوبو او برښنا د وزیر پر نه راتګ نیوکه وشوه او ټینګار وشو چې نوموړی دي د کمېسیون په راتلونکي غونډه کې په خپل ګډون سره د هرات ولایت د پاشدان د اوبو د بند کار بندېدو په اړه معلومات ورکړي او که نه یاده موضوع به د قانوني لارو وڅاري . دغه راز په غونډه کې د مالیې وزارت د ګمرکاتو د ساتنې قوماندان او د یاد وزارت د قانون د تنفیذ رئیس د فراه ولایت د ګمرک د مدرنو تجهیزاتو او وسایلو د تخریب پر شکایت، د ۱۹ میلو وسلو او په زرهاوو بېلابېلو مرمیو سپارل د غبرګون پرته د ګمرکاتو د ساتنې د قوماندانې له خوا وسله والو مخالفینو ته د فراه ولایت د مقام د نیولو د هڅې پر مهال، مطرح شوې کمېسیون د یاد چارواکو توضیحات د قناعت وړ و نه بللې ټینګار وشو ترڅو یاده موضوع په هراړخیزه توګه وڅېړل شي وروسته دي کمېسیون ته ډاډ ورکړل شي . دغه راز په پغمان ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د چارواکو له خوا د سهاکو د شورا د یوه تن غړي د وژنې شکایت د یادې قوماندانۍ د مرستیال په حضور کې مطرح شو . یاد مرستیال د خبرو پر مهال وویل د دوو قومونو د اوسېدونکو ترمنځ د مغلوبه جګړې پر مهال چې د پولیسو د ژر تر ژره هڅې په وخت کې یو کس وژل شوی چې د زیانمنو اوسېدونکو د ادعا پر اساس د یادې سیمې قوماندان او یو سرباز څارنوالۍ ته معرفي شوي . دغه راز د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو راغلی شکایت چې د شپې له خوا او په ودونو کې د خپل سره ډزو، په یاده سیمه کې د غیرمسؤلو وسله والو پر ګرځېدلو د پغمان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د مرستیال سره مطرح نوموړي ته دنده وسپارل شوه په داسې حال کې چې یاده قومانداني د دې ډول کسانو مخه نشي نیولای موضوع دي د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره شریکه کړي . د غونډې په پای کې د کمال خان د بند د ساتنې موضوع بیا ځلي د کورنیو چارو د وزارت له عامه ساتنې د مرستیال او د اوبو او برښنا وزارت له مرستیال سره مطرح شوه . یادو چارواکو وویل د عامه ساتنې معینیت د خپلو اړتیاوي تثبیت او د کورنیو چارو وزارت د وزیر له لاسلیک وروسته د هېواد د ملي امنیت د شورا په عنواني د اړتیا وړ وسلو د پېرودلو وړاندیز کړی چې د یادې شورا د تائید وروسته اوس مهال موضوع د منظورۍ لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته ارجاع شوې، دغه راز به ډېر ژر د کمال خان بند د ساتنې په موخه ستراتیژیکه غونډه په ملي دفاع وزارت کې جوړه شي او سمد لاسه به د ملي امنیت د شورا په هدایت څو عرادې زرهي واسطې وسایط د کمال خان د بند د امنیت لپاره به په نظر کې ونیول شي .

 12-Jawza97-Shikayat.JPG

د نوموړو چارواکو د خبرو د اورېدو وروسته د کمېسیون غړو د تدارکاتو د پیچلي بهیر په او د وسلو د پېرېدلو په اړه وویل باید د موضوع د استعجالیت لپاره، د تدارکاتي بهیر تر بشپړېدو باید یاد چارواکي موقت اجراآت تر لاس لاندې ونیسي .