اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ یم کال دغبرګولي ۱۱ مه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار چې د یادې جرګې د یو پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته تللی وو، نن هېواد ته راستون او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د مجلس د دارالانشا د لوی رئیس او د دارالانشا د نورو رئیسانو له خوا یې هرکلی وشو.

 11-Jawza97-GEN1.jpg

 د مشرانوجرګې رئیس او ورسره پلاوی چې د سعودي عربستان د الشورا مجلس د رئیس عبدالله بن محمد بن ابراهیم په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر کړی وو، خپل سعودي سیال سره یې د پارلماني اړیکو د ټینګښت او پراخوالي، د افراطیت سره د مبارزې، سیمې او افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړوند د یاد هېواد د رول، یاد هېواد کې د استوګن افغانانو او ځینې نورو د علاقې وړ موضوعګانو په اړه بحث وشو.  

همدا راز یاد پلاوي د سعودي عربستان د یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د یاد هېواد د الشوار د غړو او په یاد هېواد کې د استوګن افغانانو سره وکتل چې تفصیل به یې وروسته خپور شي.  

د یادولو وړ ده چې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار او ملګري پلاوي یې د دې سفر په ترڅ کې د عمرې حج هم ادا کړ.

په دې سفر کې سناتورانو هر یو رحمت الله اچکزي، انجنیر احمد جاوید رووف، عبدالطیف نهضت یار، جمعه دین ګیانیوال او د دارالانشا د مسلکی او پارلماني چارو مرستیال تیمورشاه قویم هم ګډون درلود .