اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د۱۳۹۷ کال دغبرګولی ۹مه

دمشرانوجرګې دویم نایب ډاکټرمحمدآصف صدیقی نن دیوې ناستې په ترڅ کې، دننګرهارولایت د پچیراګام ولسوالۍ د ولسوال او ملګري پلاوي کاري رپوټ واورید.

 9-Jawza97-MUL1.JPG

پدې کتنه کې چې د ننګرهار ولایت سناتور حاجي لطف الله بابا هم ګډون درلود؛ هجرت الله  دیادي ولسوالۍ ولسوال،  په نوموړي ولسوالۍ کې دامنیتي وضعیت او دامنیتي ځواکونو دلاسته راوړنوپه اړه معلومات وړاندي کړل او زیاته يي کړه چې ددی سیمي په  ۹۰سلنه ساحه کې امنیت تامین دي او  ټاکنیزو سایټونو د امنیت څخه يي ډاډ ورکړ.

دمجلس دویم نایب  د خبرو په ترځ کې ټینګار وکړ چې ولسوالان باید له خلکو او دهغوی له استازو سره په سلا او مشوري او همغږۍ د انکشافي پروژو په پلي کولو، امن ساتني او ښونیزو او پروګرامونو په عملې کولو لاس پوري کړي .

 ډاکټر صدیقې د پچیراګام ولسوالۍ د ولسوال او ملګري ټیم د غوره لاسته رواړنو څخه ستاینه وکړه او دمشرانوجرګې تقدیر نامی يي دوی ته ډالۍ کړي .