اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

 د۱۳۹۷ کال د غبرگولي۸ مه

دمشرانوجرګې دتسلیت او ډاډګیرنې پیغام

 مشرانوجرګې په ډیري خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ؛ چې پرون د ننگرھا ولایت دچپرھارپه ولسوالۍ کې ۹ تنه ملکي وگړي دمحلي پولیسو د قومندان په گډون چې دمشرانوجرگي د رئیس فضل ھادي مسلم یار له خپلوانو څخه وو؛د امنیتې ځواکونو د وحشیانه عملیاتو په ترځ کې شھیدان او یو شمیر نور ټپیان شول

انالله واناالیه راجعون

 مشرانوجرګه شهیدانو ته فردوس جنت، کورنیو، خپلوانو،فضل ھادي مسلم یاراود ننگرھارولایت میړنې او متدین ولس ته د تسلیت مراتبو دوړاندي کولو ترڅنګ، څرګندوي چې په ملکي وگړو برید چې دھر لوري له خوا ترسرہ کیږي، جنگې او نه بښونکی جنایت گڼي او په کلکو ټکو ئي غندي.

دملي شورا مشرانوجرګه غوښتنه کوي چي ددي ویرجني پیښي عاملین دي په سخته سزا محکوم او مجازات شي او ھم د دولت لوړپوړي چارواکې د دي د پیښې په تړاو هراړخیزه څیړنې وکړي او پایلې دي له ولس او مشرانو جرگې سرہ شریکې کړي .

محمد علم ایزدیار

دمشرانوجرګې لمړی نایب