اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د  ۱۳۹۷ یم کال د غبرګولي اتمه

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار پرون د سعودی عربستان د الشورا له رئیس سره وکتل.

8-Jawza97-MUL1.jpg 

فضل هادي مسلم یار چې د سعودي عربستان د الشورا د رئیس د رسمي بلنې پر بنسټ یاد هېواد ته سفر کړی، پرون یې د خپل ملګري پلاوي سره یو ځای په ریاض ښار کې د نوموړي هېواد د الشورا مجلس د رئیس عبدالله بن محمد بن ابراهیم الشیخ سره وکتل.

په دې کتنه کې د مشرانو جرګې رئیس یاد هېواد ته د خپلې رسمي بلنې څخه د مننې تر څنګ؛ د علاقې وړ مسایلو په اړوند خبرې اترې وکړې، څرګنده یې کړه چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه مشرانوجرګه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په اړه د سعودي عربستان هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او زیاته یې کړه، د افغانستان خلک باور لري د جدې کنفرانس چې په نږدې راتلونکې به د سعودی عربستان د دولت په هڅو دایر شي، د افغانستان د سولې او ټیکاو په ټینګښت کې به د پام وړ پایلې ولري.

8-Jawza97-MUL2.jpg 

همدا راز مسلم یار د پارلماني اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ؛ وویل چې افغانستان د نړیوال تروریزم قرباني دی او باید نړیواله ټولنه او اسلامي هېوادونه او په ځارنګړې توګه ګاونډي هېوادونه د تروریزم سره د مبارزې پر وړاندې واحده او اغیزمنه ستراتیژي تر لاس لاندې ونیسي.

8-Jawza97-MUL3.jpg 

ورپسې د سعودي عربستان د الشورا مجلس رئیس عبدالله بن محمد بن ابراهیم الشیخ د خبرو په ترځ کې د افغانستان د سولې او ټیکاو د ټینګښت، د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې، د دواړو هېوادونو د اقتصادی او سیاسی اړیکو د پراخوالي، کراموحاجیانو او یاد هېواد کې استوګن افغانانو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې يي د خپل متبوع هیواد د هڅو په اړه ډاډ ورکړ .