اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولی اتمه نېټه  

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د یادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې سناتورانو د هېواد د اوسني وضعیت په اړوند خپلې نظریې مطرح کړې.

 8-Jawza97-JAL1.JPG

خو په پیل کې یو شمېر سناتورانو د نن ورځې غونډې ته د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور د لومړۍ درجه چارواکو د نه ګډون له امله سختې نیوکې وکړې او و يې ویل، د مجلس د پریکړې سره سم باید دوی د اوسني وضعیت، د ټولټاکنو مرکزونو د امنیت د ټینګښت او د کابل- واشنګټن او کابل- ناټو تر منځ د امنیتی تړونونو د پلي کیدو او د هغوی دګټو څرنګوالي په اړه د خلکو استازو ته ځوابونه ورکړي وای؛ او زیاته يي کړه  دا چې دوی د ویلو لپاره څه نه لري، نو په بیلا بیلو پلمو سره يي د نن ورځې په ناسته کې د ګډون څخه ډډه وکړه؛ چې مجلس په یوې راتلونکي غونډه کې د یادو چارواکو په ګډون ټینګار وکړ.

ورپسې د غونډې رئیس او نورو سناتورانو د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو بریدونو باندي، چې ویل کیږي د اړتیا پرته یې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ او د پکتیا ولایت د جانخیلو ولسوالۍ کې ترسره کړي، نیوکه وکړه او ویل کیږي چې په دې بریدونو کې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار د ځینو خپلوانو په ګډون د سیمې یو شمېر اوسیدونکي په شهادت رسیدلي او یو شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

سناتورانو وویل چې باید افغان ځواکونه د چاڼیزو عملیاتو په مهال له پوره دقت څخه کار واخلي او خپله د ملکي وګړو د شهادت او ټپي کېدو سبب نه شي او د دې غوښتونکي شول چې چارواکې دي دغه دوه پیښې ژر تر ژره وڅیړي او پایلې دې د مجلس سره شریکې کړي تر څو د دوی د رپوټ په رڼا کې اړینه پریکړه وشي.

دغه راز د مجلس غړو په ولسوالیو کې د پيژندپاڼو د وېش مرکزونو د کمښت، د شته پیژندپاڼو د کاپیانو د پېر او پلور او هېواد ته د تقلبي پیژندپاڼو د راتګ احتمال، د پولې د هغې لوري د اوسیدونکو افغانانوپه پیژندپاڼو د اسټیکرونو د لګېدو او ځینو نورو مسایلو په اړه اندېښنه څرګنده او په دې اړه د چارواکو پاملرنې غوښتونکي شول.

همدا راز د مجلس یو شمېر غړو پاکستان ته د هېواد د امنیتي چارواکو د سفر او پاکستاني چارواکو سره د دوی د لیدو کتو په اړه خپلې نظریې وړاندې او و یې ویل چې په همدې ورځو کې د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ د هېواد لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته تللی او د یاد هېواد چارواکو سره یې خبرې اترې کړي دي چې د پاکستان د تیرو ژمنو له مخې د وضعیت د ښه والي له پاره هیلې نه لیدل کیږي او پاکستان غواړي په بیلا بیلو پلمو د امنیتي سکتور چارواکې بوخت وساتي تر څو وسله وال مخالفین او طالبان ځان سمبال او پیاوړي کړي، خو ځینو نورو سوله یوه اړتیا وبلله او پاکستان ته یې د پلاوي سفر نیک فال وګاڼه او ټینګار یې وکړ چې باید هېوادوال د خبرو اترو له جزئیاتو څخه خبر شي.

8-Jawza97-JAL3.JPG

همدا راز یو شمېر سناتورانو د دولت مخالفینو ته د درنو زیانونو څخه په یادونې سره د هېواد او په ځانګړې توګه د غزني او فاریاب ولایتونو او په ټوله کې د هېواد د شمال او شمال ختیځ سیمو د امنیتي وضعیت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات او د مخالفینو له خوا د ځینو سیمو محاصره کول د اندیښنې وړ وګڼل، ټینګار یې وکړ چې باید د دښمنانو د ټکولو او د ويره اچوونکو له شتون څخه د سیمو د پاکولو په موخه لازم او اړین تدابیر ونیول شي.

د زورواکو له خوا کاپیسا ولایت کې د پیژندپاڼو د ویش د ګرځنده ټیم انحصار او د ولایتونو د نوم لیکنې مرکزونو کې د نوماندانو د نفوذی کارکوونکو استخدام، په غزني ولایت کې د ټاکنیزو ستونزو د حل لارو په موندلو ټینګار، د قوم او سمت پرستۍ په مسایلو او سیاسي کشمکشونو کې د حکومت د مشرانو ښکیلتیا، د ډونالد ټرامپ د نوي ستراتیژۍ په نه پلي کیدو نیوکه، د کلونو راهیسې د زرمت سړک د نه رغېدو او د ټولګټو وزارت له خوا د یاد سړک په رغاونه ټینګار، د پیژند پاڼو د وېش سره برابر د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د وخت په تمدید ټینګار، د وروستیو وچکالیو له امله د نیمروز اوسیدونکو زیانمنیدل، د څو میاشتو راهیسې د معلولیت لرونکو اشخاصو او د شهیدانو د وارثانو د معاشونو او امتیازونو نه ورکول، د نوماند په توګه راتلونکو ټاکنو کې د غاصبینو، مفسدینو او قاچاقبرو د نوم ثبتونې څخه د مخنیوي وړاندیز، د سمنګان د ولایتي روغتون د رئیس او هرات کې د سړک جوړونې کارکوونکو د شهادت څخه یادوونه او ځینې نور مسایل وو چې د نن ورځې غونډه کې مطرح شول.

د مطرح شویو مواردو په جمع بندۍ کې محمد علم ایزدیار د مخالفینو پر وړاندې د حکومت پر ستراتیژۍ، امنیتي سیاست او جنګی تکتیکونو د بدلون او د ټولټاکنو د امنیت د ټینګښت غوښتونکی شو، هیله یې څرګنده کړه چې امنیتي چارواکي دي یو شمېر هغو امنیتي ځواکونو ته د مرستې رسولو په برخه کې چې په فاریاب ولایت کې د ډیرې مودې راهیسې په محاصره کې دي، لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.

ایزدیار د پکتیا ولایت جانخیلو ولسوالۍ مشرانو سره د لیدنې څخه هم یادوونه وکړه او و یې ویل، کوم خپلسري عملیات چې په دې وروستیو کې په یادې ولسوالۍ کې ترسره شوي له امله یې څلور تنه ملکي وګړي په شهادت رسیدلي او اووه تنه ټپیان شوي دي، نوموړي د حکومتي چارواکو وغوښتل چې داپېښه اوهم په ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې رامنځته شوې پېښې دي وڅېړې او د پایلو څخه دي خلک خبر کړای شي تر څو دا ډول پیښې په راتلونکي کې تکرار نه شي.

همدا راز د غونډی رئیس په ځینو سیمو کې د پیژندپاڼو په جعل او تقلب باندي اندېښنه څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چې اړوند بنسټونه دي د پيژندپاڼو د ویش، په شخصی کورونو کې د پیژندپاڼو د ویش مخنیوي، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزټینګه څارنه او د هغو افرادو په مخنیوي کې چې د نوم لیکنې په مرکزونو کې د یوه مشخص نوماند له پاره کار کوي، لازم تدابیر ترلاس لاندې ونیسي.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون دي د غزني ولایت ته د پلاوي د لیږد په اړه خپلې ژمنې سره سم یادو ستونزو ته جدي رسیدګي وکړي.

ایزدیار ځانګړو کمېسیونونو ته د ځینو مواردو د لیږد تر څنګ پاکستان ته د هېواد د ملي امنیت د سلاکار د سفر په اړه اړیکه ونیوله او و یې ویل، تجربو ښودلې چې د پاکستان له لوري سره خبرې اترې د یاد هېواد د نه رښتینولۍ په نسبت بی پایلې دي او د یاد هېواد چارواکویواځینی موخه د وخت ضایع کول او د افغانستان دولت او خلکو د غافله کیدو او د عامه وګړو د ذهنونونو بدلول دي، خو هیله مند یو چې د افغانستان دولت او په ځانګړې توګه مذاکره کوونکی پلاوی دي د نوموړي هېواد دوه مخې سیاست ته ژوره پاملرنه وکړي.

8-Jawza97-JAL2.JPG

نوموړي نړیوالو بازارونو کې د هېواد په لویدیځ کې د زعفرانو تر څنګ د نارنج ګل د عطرو د بازار موندنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د کوکنارو د کښت پر وړاندې د ښه بدیل وباله  او د دې د پرخوالي غوښتونکي شول او هم یې هیله څرګنده کړه چې حکومتي اړوند چارواکي دي د سیلاوونو او وچکالیو څخه د رامنځ ته شویو زیانمنو وضعیت ته هر اړخیزه لاس رسی وکړي .