اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ یم کال غبرګولي ۷ مه نېټه  

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار نن د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ د یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

7-Jawza97-MUL1.JPG 

په دې کتنه کې چې د یاد ولایت سناتور ډاکټر محمدآجان منګل هم حضور درلود یوه تن د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او و یې ویل د غوڅ ملاتړځواکونو د پکتیا ولایت د سیمه ییزو مسئولینو د خبر ورکولو پرته په همدې ورځو کې اته ځلې په یادې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې یو شمیر بی ګناه وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې د دې ولسوالۍ خلک له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري او د ملي یووالي حکومت څخه ملاتړ کوي .نوموړي وویل سره له دې هم  بهرنیو ځواکونو تیره شپه په یاده سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په دې لړ کې د سیمې څلور  تنه شهیدان او اووه تنه ټپیان شول او هم دوه موټر او شپږ موټرسایکلونه چې په زده کوونکو پورې یې اړه درلوده وسوځول. دوی یادې  ستونزې ته د جدي رسیدګۍ او د ملي یووالي حکومت مشرانو ته د خپل پیغام د رسیدو غوښتونکي شول، څرګنده یې کړه په هغه صورت کې چې  په یاد ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو مخه ډپ نه شي د خلکو او حکومت تر منځ په واټن زیات شي. ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نایب د یادو مواردو څخه د خواشینۍ د څرګندولو  او د موضوع په څیړنې د ټینګار او د دې قضیی د عاملینو د مجازاتو غوښتونکې شو او ژمنه یې وکړه چې موضوع به د سبا ورځې په عمومی غونډه کې د امنیتی سکتور د مسئولینو سره شریکه کړي.