اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي شپږمه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن د یوه پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان هېواد ته روان شو.

دغه سفر چې د سعودي عربستان د الشورا دمجلس رییس عبدالله بن محمد بن ابراهیم آل شیخ د رسمي بلنې پر بنسټ ترسره شوی دی، ټاکل شوې د مشرانو جرګې رییس د خپل سعودي سیال سره د پارلماني اړیکو د ټینګښت او پراخوالی او ځینو نورو د علاقې وړموضوعګانو په اړه بحث او خبرې اترې ولري او هم په پام کې ده چې دمشرانوجرګې درییس په مشرۍ دمجلس پلاوی به د سعودي هېواد ځینو حکومتي چارواکو، د یاد هېواد د الشورا مجلس دغړو او سعودې کې د استوګن افغانانو سره لیده کاته ترسره کړي.

 6-Jawza97-GEN1.jpg

د ویلو ده چې د پلاوي په ترکیب کې سناتوران هریو عبداللطیف نهضت یار، جمعه دین ګیانیوال، رحمت الله اڅکزی او انجنیر احمد جاوید رووف د مشرانو جرګې د رئیس ملګرتیا کوي، همداراز د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار او ملګری پلاوی به یې د دې سفر په ترڅ کې د عمرې مراسم هم ترسره کړي.