اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

 د۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۵نیټه

د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي نن د یو ناستې په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان کاري رپوټ واورید.

 5-Jawza97-MUL1.JPG

په دې کتنه کې چې د مجلس یوشمیرغړو هم ګډون درلود، د نوموړي ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عظیم هاشمي  د یو شمېر ولسوالیو د امنیتی وضعیت د ښه کیدو، د امنیتی ځواکونو تر منځ د ښې همغږۍ، د امنیتی ځواکونو سره دخلکو د لازمو همکاریو او ځینو نورو مواردو څخه یادونه وکړه او هم یې دویم نایب ته په ځینو نا امنوسیمو کې د چاڼیزو عملیاتو د پیل په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې ډاکټر صدیقی د خبرو په ترڅ کې د هېواد د زړه ورو دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او ددې ځواکونو څخه د مشرانو جرګې د تلپاتې ملاتړ پر بنسټ یې د جرګې تقدیر لیک د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان ته ډالۍ کړ.

همداراز د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی دیوې بیلې ناستې په ترڅ کې د لوګر ولایت د پوهنې د رئیس عبدالوکیل کلیوال  دکاري رپوټ داوریدو وروسته، ددې ولایت دپوهنې ریاست دکارکونکو هڅې وستایلې او دجرګې تقدیرلیک یې نوموړي ته ډالۍ کړ.

 5-Jawza97-MUL2.JPG