اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولی ۲

د مشرانو جرګې د ریسانو د کمېټې غونډه د یادې جرګې د رئیس فضل هادی مسلمیار په مشرۍ جوړه شوه.

په غونډه کې د عمومی غونډو د ا جندا د ټاکلو او د کمېسیونونو د کاری پروګرامونو د تنظیم په اړه د بحث تر څنګ پریکړه وشوه چې د غبرګولي د شپږمې نېټې د یکشنبې ورځې په عمومی غونډه کې دي د آزادو بحثونو سربیره د ښځو چارو وزیر د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي د لمنځه وړو او ځینو نورو مسایلو اړوند د خپلو تدابیرو په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي او هم پریکړه وشوه چې د غبرګولي د اتمې نېټې غونډه کې دی د امنیتی سکتور لومړۍ درجه مسئولان د امنیتی وضعیت او په هېواد کې د تروریستي وروستیو پيښو ، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو د امنیت د ټینګښت او د کابل واشنګټن او کابل ناټو د امنیتی تړون د ګټو د پلی کیدو اړوند دی څرګندونې وړاندی کړي.

 2-Jawza97-Komita-Rowasa.JPG

همدا راز د ریسانو کمېټې پریکړه وکړه چې د غبرګولي  د دیارلسمې نېټې په غونډه کې دی د آزاد بحث سربیره،  سویس هېواد څخه د مشرانو جرګې د پلاوی رپوټ واوریدل شي او د غبرګولی د پنځلسمې نېټې غونډه کې دی د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ملکی هوایی چلند ادارې او د آریانا افغان هوایی شرکت مسئولانو سره یو ځای سعودی عربستان ته د حاجیانو د انتقال او استوګنې په اړوند د د وی د تیاری په اړه دی معلومات وړاندی کړي.

همدا راز د ریسانو د کمېټې غونډې په ټول هېواد کې د تذکرو د ویش مرکزونو د کمښت څخه اندېښنه څرګنده کړه او پریکړه وشوه چې د پیژندپاڼو د ویش مرکزونو د زیاتوالي موضوع اړوند دي مقتضی او د منلو وړ اقدامات وشي.