اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي لومړې

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلم یار نن په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د دایمي نمایندګۍ سفیر حسین بتسالی سره وکتل.

 1-Jawza97-MUL1.jpg

ښاغلی بتسالی اندونیزیا کې د اسلامي نړۍ د علماو ناستې د جوړیدو او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په اړه سعودی عربستان کې د اسلامي نړۍ د عالمانو د نږدې راتلونکې کنفرانس جوړیدو څخه د یادونې تر څنګ هیواد کې د سولې د ټینګښت له پاره د دولت له هڅو څخه ستاینه وکړه او د سیمه ییزې او نړیوالې سولې له پاره د اسلامي هېوادونو تر منځ د همغږۍ په جوړیدو ټینګار وشو، زیاته یې کړه چې دغه سازمان د سولې بهیر څخه چې د عمل ابتکار د افغانستان د خلکو په لاس کې وی، هر اړخیز ملاتړ کوي او څرګنده یې کړه چې دغه سازمان د اووه پنځوس غړو په لرلو سره هڅه کوي تر څو د افغانستان قضایاو کې ښکیل لوري تل پاتې او عادلان سولې ته د رسیدو له پاره وهڅوي.

ورپسې د مشرانو جرګې رئیس افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په برخو کې د دغه سازمان له همکاریو څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ وویل، هیله مند یو چې د اندونیزیا او سعودي عربستان ناسته د وسله والو مخالفینو له پاره هغه پیغام وي چې نور له جګړې لاس پورته او د افغانستان د اساسي قانون په منلو سره یو ځل بیا خپل عادلانه ژوند ته دوام ورکړي او زیاته يې کړه چې سوله د افغان ولس یوه مهمه اړتیا ده، خو په خواشینۍ سره ځینې ګاونډي هېوادونه ترهګرې ډلې د جګړې او ناامنۍ د دوام په موخه افغانستان ته رالیږي او ورڅخه ملاتړ کوي او د اسلامي همکاریو سازمان څخه یې وغوښتل چې په هغو هېوادانو چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي، فشار راوړي تر څو د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس پورته کړي.