اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷کال دغویي ۲۹نیټه

د مشرانو جرګې اعلاميه

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلم يار،اداري پلاوي اوغړو په خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې دين ستيزه ترهګرو تیره شپه، د روژې د مبارکې مياشتې په دوهمه د ننګرهار  ولایت په  يوه ورزشي لوبغالي کې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه ، یوشمیر ګډونوال یې شهیدان او په لسګونو نوریې ټپیان کړل، اوهم په یوه جلاپیښه کې یې پرون دجمعې دلمانځه دخطبې پرمهال یوتن دیني عالم دجلال آباد ښار اړوند په یوه جومات کې په شهادت ورساوه .

مشرانوجرګه ددې ترڅنګ چې ځان دشهیدانو او ټپیانو دکورنیو سره غمشریک بولي، څرګندوي چې داسلام دين او اسلامي امت په هيڅ يوه تاريخي پړاو کې حتي د خوارجو، کفارو او مشرکينو په وخت د داسي غدارو او سخت زړونو قصابانو سره مخ شوي نه وو چې آن دروژې دمبارکې میاشتې حرمت هم په پام کې ونه نیسي، جوماتونه او عامه ځایونه موخه وګرځوي او بیګناه روژه لرونکي مسلمانان په وینو ولمبوي.

دملي شورا مشرانوجرګه همداراز په امنیتي ادارو غږ کوي چې ددغه ډول ترهګریزواعمالو په مخنیوي او دلاره اچونکو په نیولوکې دې خپلې کشفي او استخباراتي کړنې ګړندۍ کړي، ترڅو بیګانه پرسته دښمنانو ته ددې زمینه برابره نشي چې هیواد وال مو موخه وګرځوي.

 

د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار