اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د وږي ۳۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۷ کال د غويي دمیاشتې ۲۶نیټه

دمشرانوجرګې یوشمیر کمیسیونونو نن غونډې او بحثونه وکړل.

دمولوی غلام محی الدین منصف په مشری دتقنینی،عدلی اوقضایی کمیسیون په غونډه کې د وقفی ملکیتونو او جایدادونو داجاره ورکولو په موخه دحج او اوقافو وزرات لخوا راستول شوی اسناد او مدارک اوهم دفساد سره دمبارزې دعالي ادارې دټاکل شوي پلاوي رپوټ دکمیسیون دغړو لخوا مطالعه او دتایید وړ وګرځید. او هم پریکړه وشوه چې دحج او اوقافو وزارت  دې دحج اړوند طرزالعمل دپوهاوي لپاره کمیسیون ته راواستوي.

26-Sawr97-Adli.JPG

دقاری میرحاتم تره خیل په مشرۍ دولایتي شورا ګانو،خوندیتوب او امتیازونو کمیسیون په غونډه کې دمشرانوجرګې ددارالانشاء دلوی ریاست په مالي او اداري مسایلو بحثونه او لازمې پریکړې وشوې.

دغونډې په بله برخه کې دروژې مبارکې میاشتې درا رسیدو له امله ټولومسلمانانو ته مبارکي وویل شوه، او دسوداګرو وغوښتل شول چې ددې مبارکې میاشتې دحرمت له امله دتوکو په بیو کې کموالی راولي ترڅو ټول هیواد وال وکولای شي چې دخپل اړتیا وړ توکي ترلاسه کړي.

همداراز دننګرهار پرمستوفیت دډله ایز برید غندلو ترڅنک په فراه ولایت ددښمن بریدونه وغندل شول او دکمیسیون غړو دافغان زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو له میړانې او سرښندنوڅخه په نیکي یادونه وشوه  چې ویې کولای شوای چې دښمن ته سخت تلفات واړوي، همدارنګه دملي وحدت له مشرانو هم غوښتنه وشوه دخپلو اختلافاتو دې لاس په سرشي ځکه دوام به یې هیواد کې دبحران درامنځ ته کیدو سبب وګرځي.

26-Sawr97-Emtizat.JPG

په پای کې تل ابیب څخه بیت المقدس ته دامریکې دسفارت دلیږد څخه چې  مظلومو فلسطینیانو او اشغالګر اسراییلو ترمنځ  دسختو نښتو سبب شو او پدې لاره کې زیات شمیر فلسطینیان په شهادت ورسیدل وغندل شو، او دنړۍ له مسلمانانو غوښتنه وشوه چې خپل ملاتړ دې دفلسطین مظلوم ولس څخه اعلان او ددوی ترڅنګ دې ودریږي.

دډاکټرمحمداجان منګل په مشرۍ دقومونو، قبایلو اوسرحدونو چارو کمیسیون په غونډه کې، دهیوا په بیلابیلو برخوکې دوروستیو سیلابونو چې هیواد والو ته یې مالي او ځاني تاوانونه ورسول خواشیني څرګنده شوه او د اړونده اداراتو غوښتنه وشوه چې اړمنو کسانو ته دې لازمې مرستې واستوي.

دغونډې په بله برخه کې دروژې مبارکې میاشتې درا رسیدو له امله ټولومسلمانانو ته مبارکي وویل شوه، او دسوداګرو وغوښتل شول چې ددې مبارکې میاشتې دحرمت له امله دتوکو په بیو کې کموالی راولي ترڅو ټول هیواد وال وکولای شي چې دخپل اړتیا وړ توکي ترلاسه کړي.

 26-Sawr97-Aqwam.JPG

دغونډې په پای کې په فراه ولایت ددښمن وروستی برید په کلکو ټکو وغندل شو او دابرید دایران له لورې دطالبانو ترنامه لاندې وګڼل شو، ددې ترڅنګ چې دافغان امنیتي او دفاعي ځواکونو داتلولیو څخه ستاینه وشوه ټینګار وشو چې دښمن باید په پوره توګه وځپل شي ، او هم دنړیوالې ټولنې غوښتنه وشوه چې دپردیو بریدونوپه مقابل کې دې افغان حکومت یواې نه پریږدي بلکه دشته موافقتنامو له مخې دې لاس په کار شي او نور دې اجازه نه ورکوي چې هره ورځ افغان ولس قربانۍ ورکړي.