اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غویي ۲۵ نېټه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادی مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سی شنبې ورځې په غونډه کې د هېواد ځینو ولایتونو کې د جنګړه ییز وضعیت او د اشغالګرو اسرائیلو له خوا فلسطینیانو ته د درنو زیانونو په اړوند بحثونه وشول.

25-Sawr97-JAL1.JPG

په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د فراه ښار په یوې برخه د ویره اچوونکو د ننوتو او خوځښتونو  او د دی ښار د اوسیدونکو د ستونزو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د هېواد دفاعی او امنیتی ځواکونه همدا اوس  له هغو ترهګرو سره په جګړه کې دی چې تیره شپه یې د ایران د سپاه پاسداران په ملاتړ او پراخ برید سره د دی ښار په ځینو څنډو نفوذ وکړ، سره له دي چې د پام وړ تلفات دښمن ته واوښتل او ويې ویل چې د دی خاوری دښمنان تل خپلو جګړه ییزو تکتیکونو ته بدلون ورکوي او په دی وروستیو کې یې د جګړې اور د سمنګان، ننګرهار، ارزګان، بادغیس ولایتونو او یو شمېر نورو سیمو کې بل کړي او حتی د ملکی او امنیتی ځواکونو پر وړاندی د درنو وسلو ګټه اخلی او سناتوران هیله مند دي چې په فراه او نورو ولایتونو کې د دښمن برید دفع او په وحشي دښمنانو ورځ شپه او درانه زیانونه ورته واړوي.

د مجلس غړو په داسي حال کې چې د ننګرهار ولایت مستوفیت باندې پرونې ځانمرګي او ډله ییز برید چې د ګڼ شمېر هیوادوالو د شهادت او ټپی کیدو سبب شو، وغنده او ویې ویل ننګرهار یوه ستراتیژیکه سیمه ده او د پاکستان آی اس آی د خپلو اجیرانو په همکارۍ غواړی دغه ولایت لا زیات ناامن او د ویره اچوونکو د فعالیتونو زمینه نوره هم چټکه کړی. سناتورانو یو ځل بیا د ملی یووالی حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ او د خلکو په لا زیاتی همکارې او د هېواد امنیتی ځواکونو ترمنځ په همغږي یې ټینګار وکړ خو یو شمېر نورو د حکومت کورنې، بهرنې، اقتصادی او پوځی سیاست ناکام وباله او د ولسمشر او اجراایه رئیس په نه همغږۍ یې خواشینی څرګنده کړه او ویې ویل د حکومت مشران د هېواد په اوسنیو شرایطو کې باید د همکارۍ لاسونه یو بل ته ورکړی او خلک د اختلافونو لیری وساتی.

همدا راز په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د ولسی جرګې د غړو هر عبداللطیف پدرام، آرین یون او کمال ناصر اصولي وروستۍ څرګندونې تر سختې نیوکې لاندی راوړی او ويې ویل چې دا څرګندونې د ولسی جرګې په تالار یا داخل کې د ملت په ضد او د نفاق خپرولو په معنی دي او باید دوي او نور افراطی اشخاص او افراد چې دا ډوی جنجالی او بیهوده څرګندونې کوی، خوله یې پټه کړاي شي. په غونډه کې د بریښنایی پیژندپاڼو د وېش په اړه هم نظریې وړاندی شوې او څرګنده شوه چې د ملی یووالی حکومت مشران دي د دی مسلې اړوند هوکړې ته ورسیږی او هر امر چې د هېواد په خیر او فلاح وي، هوکړه دی وکړي.

سناتورانو د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو د اختلافونو او د تذکرو په کاپیانو د ستیکرونو د لګولو د څرنګوالی په اړوند وویل چې دغه اختلافونه په راتلونکې ټاکنې تر پوښتنې لاندی راوړي او د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د سرپرست استعفا د ټاکنیز تقلب احتمال ته د خطر زنګ دی چې مسئولین او د ټولنې ټول افراد باید د انتخاباتی تخلفاتو او تقلباتو څخه لاس پورته کړي او دی سیاسی بهیر ته درناوی وکړی.

دغه راز سناتورانو د صهیونیستی رژیم د جنایتونو څخه یادونه او څرګنده یې کړه چې د مسلمانانو لومړۍ قبلې بیت المقدس ښار ته د امریکا سفارت د انتقال له پلوه د فلسطینیانو لاریونونو کې د شپیتو زیات کسان شهیدان او زرګونه تنه ټپیان شوي دی چې د اسرائیلو او امریکایانو دا ټول زړه بوږنوونکې جنایتونه څرګندوی او زیاته یې کړه، د افغان حکومت په ګډون د اسلامي هېوادونو پټه خوله پاتي کیدل د خواشینۍ وړ دی او د طالب او داعش ترهګرو ډلو ته شرم دی چې د اسلامی امت د ښکاره دښمن یعنې د اشغالګرو اسرائیلو سره د جهاد او مبارزی پر ځای د افغانستان او نور هېوادونو د مسلمانو خلکو تر منځ په وژنو لاس پوری کوی او جهاد یې ګڼي.

 25-Sawr97-JAL2.JPG

د مشرانو جرګې غړو په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل چې په یوې بیړنۍ ناسته کې دی د اسرائیلو له خوا د فلسطین خلکو وژنې تر بحث لاندی راوړي،

په آزادو بحثونو کې د پکتیا ولایت د زرمت سړک په جوړیددو د ټینګار تر څنګ د اوسنی ملی سرود پر ځای بدخشان ولایت کې د مجاهدینو حکومت د ملی سور خپرولو څخه هم نیوکه څرګنده شوه او خراسان ته د افغانستان نوم د بدلون په اړه د لطیف پدرام د ملی ضد شعارونو باندی اعتراض او د هېواد د یو شمیر قومونو د مهاجر ګڼلو په اړه د ولسي جرګې د دوو وکیلانو په څرګندونو او د اجراایه رېیس په وروستیو څرګندونو نیوکه، د افغان- ترک ښوونځیو د بی برخلیکۍ په حل ټینګار، د اوسنی وضعیت د ښه کنټرول په موخه د پوځی شورا د جوړیدو وړاندیز، د هېواد یو شمیر شمالی ولایتونو کې د سیلاوونو څخه د رامنځته شویو زیانونو په اړوند اندیښنې او ځینې نور مسایل په بحث کې مطرح شول.

د مشرانو جرګې رئیس د یادو مواردو په جمع بندۍ کې د هېواد د ځینو سیمو امنیتی وضعیت د اندېښنې وړ وباله، او د تروریستي بیلا بیلو پیښو د کورنیو سره یې خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل او د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د میړانو او اتلولیو یې ستاینه وکړه. فضل هادی مسلم یار وویل، له یوې خوا د حکومت ضد دریځونه او د ځینې سیاسیون له خوا د حاکم نظام پر وړاندی د بی بنسټه تورونو د تړلو څخه چې ویل کیږی د ترهګرو ملاتړ د حکومت له خوا کیږی او له یوې خوا پاکستان، روسیه او ایران هم د طالبانو هر اړخیز ملاتړ کوی چې دی ټولو وضعیت کړکیچن کړي، څرنګه چې تروریستي ډلې بریالۍ شوی چې د هېواد په ځینو سیمو کې جبهه یی جګړې وکړی چې له دی جملې څخه د فراه ولایت یې مثال دی چې همدا اوس په کې د افغان پوځیانو او ترهګرو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د مشرانوجرګې رئیس د افغانستان د قومونو ترمنځ اختلافونو ته لمن وهل د هیچا په ګټه و نه بلل هغه څوک چې د پردیو په فرمایش په دغو اعمالو لاس پوري کوي یاد کسان یې ناروغان او د سیمې د استخباراتو سره تړلي وبلل ټینګار یې وکړ هر هغه څوک چې حاکم نظام ته ستونزې جوړوي، ملي ګټو ته درناوی و نه کړي، او د هیواد د بد نامۍ په لټه کې وي د هیواد خاینین او مردوده دي چې د دوی په وړاندې نه باید چوپتیا غوره شي د دوی او تروریستانو تر منځ فرق نشته او دواړو ډلو د هیواد ورانۍ ته لستوڼې غښتي دي، نوموړي د ټولو هیوادوالو څخه وغوښتل ترڅو د دښمنانو توطیو ته هوښیاره اوسي د هیواد نظام او زړه ورو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او څنګ ته یې ودریږي .

مسلم یار د مخکیني ملي سرود خپرېدل یو ناسم کار وباله، اوسنۍ ملي سرود په لویه جرګې او د اساسي قانون پر بنسټ تصویب شوی او په تیرو وختونو کې بیلابیلو رژیمونو خپل ملي سرودونه درلودل چې نباید مخکیني باطل شوي ملي سرودونه خپاره شي او په اوسنيو حساسو شرایطو کې د هیواد د اوسیدونکو د اختلافاتو سبب شي .

د مجلس رئیس د بیت المقدس په اړه د امریکا د متحده ایالتونو پریکړه یو اړخیزه او نا معقوله وبلله په خپلو دا ډول پریکړو سره نباید د مسلمانانو پر مقدساتو تیری او د دوی احساسات زیانمن شي، نوموړي څرګنده کړه که د امریکا متحده ایالات نړیوالو اړیکو ته درناوی کوي دا ایجابوي ترڅو پر خپلې یادې پریکړي بیا کتنه وکړي . نوموړي زیاته کړه د افغانستان خلک د تپل شوي جګړې د قربانیانو په توګه د فلسطیني وړونو او خویندو درد او رنج احساسوي د افغانستان د حکومته یې وغوښتل چې په دې اړه خپل موقف واضیح کړي د خپلو هیوادوالو دیني احساساتو ته مثبت ځواب ووايي .

25-Sawr97-JAL3.JPG

دغه راز په بین الپارلماني اتحادیې ( ipu ) په ۱۳۸ اجلاس کې چې د سویس په هیواد کې ترسره شوی وو د یاد سفر رپوټ چي د پلاوي مشري یې لطیف خان ژوندي کوله د نوموړي له خوا د یاد سفر رپوټ غونډې ته وړاندې شو . لطیف خان ژوندي وویل یاد اجلاس چې د روان کال د مارچ په ۲۴ مه د څلورو ورځو لپاره د سویس هیواد د ژینوا په ښار کې ترسره شوی وو د ۸۴ هیوادونو څخه د ۷۵۰ په شاوخوا کې د پارلمانونو غړو ګډون کړی وو . نوموړي وویل په یاد اجلاس کې د انسان د قاچاق په اړه، د کډوالو د حقونو څخه د ملاتړ، د دوی د ځورونې او ځینو نورو نړیوالو او سیمه اییزو موضوعاتو بحثونه ترسره شول چې د اجلاس ګډونوالو که څه هم کډوالي د بشري مدنیت یوه برخه وبلل، و یې ویل چې د کډوالۍ د زیاتوالي او د دې پدیدې د کچې راټیټیدو ته دا ایجابوي ترڅو د نړۍ په کچه یوه موثره نړیواله اداره رامنځ ته شي او هغه د کډوالو میزبان هیوادونه بشر دوستانه مرستو ته په کتو سره د کډوالو ستونزو ته مناسبې لارې ولټوي

 . دغه راز سناتور ژوندي د سویس په هیواد کې د افغانستان د سفارت د زیارونو او هڅو څخه د مشرانوجرګې پلاوي ته د ښه راغلاست او د ناستو د تنظیم په برخه کې قدرداني وکړه . د یادولو ده چې د یاد پلاوي په ترکیب کې سناتور قیس وکیلي او د مشرانوجرګې د دارلانشا د پارلماني او مسلکي چارو مرستیال هم ګډون درلود .