اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د وږي ۳۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د١٣٩۷ كال د غوایی۲۵ مه

د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام:

بســـــم الله الرحمــــــــــن الرحـــــــــــیم

25-Sawr97-Payam.jpg

د ملي شورا مشرانو جرګه د روژې دمبارکې مياشتې، دا د رحمت ، مغفرت، رستګارۍ، تقوا، طاعاتو او عباداتو د مبارکی مياشتې د رارسیدوله امله ټول مسلمه امت په تيره بيا د افغانستان دينداره او جګړه ځپلی ملت ته مبارکي وايي او هيله لري چې د فیض اوبرکتونو په دې مياشت کې هغه هیوادوال چې په کورورانونکو جګړو کې يې خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي؛ په خپلې دعاسره استقامت،صبر او زغم ترلاسه کړي.

د ملي شورا مشرانو جرګه د خپلو صميمانه مبارکيو ترڅنګ، د قرآني نصوصو په رڼا کي د افغانستان له دولت او د دولت له مخالفينو او همدا راز له نورو اسلامي هېوادونو څخه چې د جګړې اور په کې بل دي، غوښتنه کوي تر څو د روژې دفیض او د برکت له بډایه معنويت څخه په ګټې اخيستنې سره ،له جګړې او وينې تويولو لاس واخلي اويا لږ ترلږه د روژې په مبارکه مياشت کی دوه اړخيزه اوربند ته غاړه کیږدی،ترڅومسلمانان د سولې او امنيت په فضا کې دغه الهي فريضه په ډاډمنه توګه پرځاى کړي .

همدا راز مشرا نوجرګه ټینګار کوي چې د هېواد سوداګر او دلومړنيو توکو پلورونکې دي د روژې د مبارکې مياشتې په درنښت له ګران پلورنې او غير مجاز ګټی څخه ډډه و کړي او حکومت دې هم د بيو د کنترول په برخه کې لازم تدبیرونه ونيسي.

د ملي شورا مشرانو جرګه په داسي حال کې چې ټول مسلمان ملت ته د فيض او برکتونو څخه  ډکې روژې دنيولوهيله کوي، د رسنيو له مسوولينو او چلوونکوڅخه هم غوښتنه کوي چې د فیض اوبرکاتو پدی میاشت کی خپله ټوله پاملرنه د ديني او اسلامي موضوعاتو خپرولو ته واړوی او د ديني ويښتيا په لاره کې دی د اسلامي پوهنی پروګرامونه خپاره کړي او هم له امنيتي او مسوولو ارګانونو څخه غوښتنه کيږي هغه کسان چې په عام محضر کی په خوراک اوڅښاک او يا د نشه يي تو کو په استعمال لګیا وی، وپيژني او ترجدي پوښتنې لاندې دی ونيسي. و من الله توفيق

 

 

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار