اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غويي ۳۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ یم کال د غویي ۲۴ مه

د مشرانوجرګې ځینو کمیسیونونو نن په بېلابېلو موضوعګانو بحثونه او څېړنې ترسره کړې .

د حاجی محمد حنیف حنفی په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمېسیون په غونډه کې د رحیم الله نومي له خوا د عزیزې نومي د حویلۍ د دیوال د غصب اړوند شکایت د کابل ښار د لومړۍ ناحیې رئیس او د حوزې آمر سره په بحث کې مطرح شو او ټینګار وشو چې معروض علیه شخص دې د اړوندې حوزې لخوا د کمېسیون د شنبې ورځې په ناسته کې حاضر کړاي شي. ویل کیږي چې د نوموړي د نه حاضرولو په موخه له مسئولانو څخه د نن ورځې په ناسته کې سخته نیوکه وشوه.

د غونډې په بله برخه کې د کابل ښار پنځمې او دیارلسمې ناحیو کې د امنیتی ګواښونو او په ځانګړې توګه د جنایی جرمونو، او ځانمرګو زړه بوږنوونکو بریدونو د ورځ تر بلې د زیاتیدو په اړه راغلي شکایتونه د یادو حوزو د امنیتی آمرینو په حضور کې مطرح کړای شول.

یادو مسئولانو د خپلو پلانونو او تدابیرو په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو پر وړاندی شته ګواښونو ته په پام سره د جمهوري ریاست عالي مقام دحکم په اساس د رای ورکونې په هرمرکز کې د ګذر وکیلانو په هوکړې سره دسیمو دخلکو څخه لس تنه ساتونکې د کورنیو چارو وزارت په امکاناتو سره ګمارل کیږي،  او هم په پام کې ده چې دد دیارلسمې امنیتی حوزې تر څنګ نوې امنیتي رامنځ ته شي چې پدې سره به امنیتی ستونزې تر یو بریده حل شي، کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو د اوریدو تر څنګ، د تروریستی او جنایی پیښو څخه د مخنیوی په برخه کې وړاندی شوي دلایل د قناعت وړ ونه ګڼل او د دوی پام یې خپلو مسئولیتونو ته واړوه.

د یو بل خبر له مخې د حاجی محمد حنیف حنفی په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمېسیون پلاوي د تقاعد حقوقو پر وخت دنه اجراکیدو څخه د هېواد د متقاعدینو د راغلو شکایتونو پر بنسټ د تقاعد خزینې ریاست څخه څارنیزه کتنه وکړه.

په دی لیدنه کې د کمېسیون پلاوي د یادې اداری بیلا بیلو شعبو څخه د څیړنې او څارنې وروسته د متقاعدینو د بی حده ګڼې ګوڼې او د مراجعینو د مراجعې په ځانګړتیا کې د نظم نشتوالی ته په پام سره د دې ادارې د کاري ځانګړتیا او اجرااتو د څرنګوالی څخه نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د تقاعد خزانې ریاست چې د هېواد سپین ږیرو او خدمت کوونکو افرادو ته د خدمتونو د وړاندی کولو د عمده وو مرکزونو څحه دی، باید له ځانګړی درناوي سره د خپلو حقوقو په ورکړه کې د مناسب چلند سره سره خپل کارونه لا ګړندي کړي.

24-Sawr97-Shikayat.JPG 

د کمېسیون غړو همدا راز د بودجې د کمښت له پلوه د تقاعد خزینې ریاست د مسئولینو ستونزې واوریدې او وویل شول چې مخکې د مالیې وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو تر منځ ستونزې په شریکه حل کیدې خو دې ادارې ته دنه پاملرنې له امله ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږی چې باید په دی برخه کې لازم اقدامات وشي.

کمېسیون په دې برخه کې پریکړه وکړه چې یادې ستونزې او شکایتونه دې په راتلونکو غونډو کې د ماليې او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو مسئولینو سره په بحث کې مطرح کړای شي.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې د ځینو سړکونو د بندیدو او ترافیکي ګڼې ګوڼې په اړه د کابل ښار دولسمې ناحیې د احمد شاه بابا مینې د دولت آباد سیمې د اوسیدونکو د ستونزو په اړوند بحث او پریکړه وشوه چې د کابل آسمایی زون قوماندان، د دولسمې ناحیې رئیس، د یادې ناحیې د پولیسو او ترافیکو مسئولین دې د شنبې ورځې په غونډه کې حاضر او د موضوع اړوند معلومات وړاندې کړي.

د غونډې په بله برخه کې ټاکل شوې وه چې د ټولګټو وزیراو د یاد وزارت ځینې نور مسئولین د تیر کال د کړنو او د روان کال د پلان، د افغانستان د حلقوي سړکونو د رغاونې، د لویو لارو د ساتنې او څارنې، د جوزجان حلقوي سړک د کار د پرمختګ د څرنګوالي، د سالنګ لويې لارې او بدیل یې، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سړک د کار د څرنګوالي، د کابل- جلال آباد د دویم سړک د ستونزو او ځینو نورو مسایلو اړوند غونډې ته حاضر شي خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ حاضر نه شول، کمیسیون وپتییله تر څو نوموړی په راتلونکې غونډه کې حاضر او د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

همدا راز د نن ورځې په غونډه کې د ننګرها ولایت ښاروال، د یاد ولایت د ناحیو د ریسانو او د حوزو د آمرینو ته بلنه ورکړل شوې وه تر څو د دی کمیسیون د راتلونکې دوشنبې ورځې په غونډه کې د ځمکو د غصب، د عوایدو د راټولولو او رڼووالی، د غیر قانونی لوړ پوړیزو ودانیو د جوړیدو، د قاسم آباد، ګل آغا شیرزی او شیخ مصري ښارګوټو د ستونزو، د ښاروالۍ اداری له خوا د استوګنې نمرو د ویش د څرنګوالی، د کثافاتو د ډیروالي، د ښار د پاکۍ  او شینوالي په اړه د خپلو اجرااتو په اړه معلومات وړاندې کړي.

او هم کمیسیون پریکړه وکړه چې د ښارجوړنې چارو وزیر د کابل او ولایتونو د ویزه شویو او غیر قانونی ښارګوټو د ستونزو، د ښارګوټو د سروی او ډیزاین، د چین هیواد لخوا د بلاکونو د رغاونې د څرنګوالي، د پلازمینې زون د کړنو او د دارالامان ماڼۍ د کار د پرمختګ په اړه د کمیسیون په يوې غونډه کې څرګندونې وړاندی کړي.

24-Sawr97-Mukhabirat.JPG 

په پای کې د ننګرهار ولایت مستوفیت باندې پرونې ډله ییز برید چې د یو شمیر هیوادوالو د شهادت او ټپي کیدو سبب شو، په کلکو ټکو وغندل شو او د امنیتي مسئولینو وغوښتل شول تر څو د خلکو د امنیت په ټینګښت کې لا زیاتې هڅې وکړي .

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې، د هېواد د وروستیو امنیتي پیښو په ګډون د ننګرهار ولایت پر مستوفیت د تروریستانو پر ډله ییز برید خبرې وشوې او د تروریستانو پر بزدلانه حملو چې تل یې ملکي خلک په نښه کړي په کلکه دغندنې ترڅنګ ټینګار وشو اړونده ارګانونه دې د یاد ولایت د امنیت دلا ښه والي په برخه کې لازم تدابیر تر لاس لاندې ونیسي .

دغه راز په غونډه کې په داسې حال کې چې د هېواد پر وروستیو پیښو خبرې کېدې د فراه او زابل ولایتونو پر امنیتي وضعیت او د څو پوستو چې د مخالفینو لاس ته ورغلي نظریات مطرح شول ټینګار وشو په هغو ولایتونو کې چې تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي باید د ځمکي او هوا له لارې چاڼیز عملیات تر سره شي .

اوهم د کابل  دآسمایي زون قوماندانۍ پر کم کاریو  دیوشمیر کابل ښاریانو پر شکایتونه بحث او ټینګار وشو چې باید د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې د ښه والي ترڅنګ امنیتي او استخباراتي منسوبین د دښمنانو دسیسې په نطفه کې شنډې کړي .     

د عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، کلتوري، پوهنې او لوړو زدکړو چارو کمېسیون په غونډه کې د ننګرهار ولایت پرمستوفیت د ځانمرګو بریدونو د غندلو تر څنګ، د پوهنې وزارت ریاستونو کې د مراجعینو د ستونزو په اړه بحثونه وشول، کمېسیون ټینګار وکړ چې د پوهنې وزارت مسئولین دې د عارضینو د ستونزو په برخه کې لازمه رسیدګي وکړي. دغه راز په غونډه کې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د پژواک د لوړو زدکړو موسسې د یو شمېر محصلینو پر شکایت خبرې وشوې، وپتییل شوه چې د موضوع د لا روڼتیا په موخه دې د لوړو زدکړو وزارت مسئولین یوې غونډې ته راوبلل شي.

د غونډې په پاي کې د مشرانو جرګې دتلویزیون د خپرونو او پروګرامونو د څرنګوالي په اړه خبری او لازمې پریکړې وشوې.

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو کمیسیون په غونډه کې، د افغانستان او ازبیکستان هېواد د حکومتونو ترمنځ د سرحدي سیمو د پلټنې د موافقتنامې پر ضمیمې یو لړ بحثونه ترسره شول په غونډه کې د یادې موافقتنامې پربیلا بېلو ابعادو نظریات ارایه شول او یادوونه وشوه چې یاد سند زموږ هېواد ته له هر نظره ګټور تمامیږي او د کمېسیون له لوري د تائید وړ وګرځېد .

 24-Sawr97-Adli.JPG

 د مېرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې، د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان هېوادونو دعلماوو ترمنځ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ناستې د پایلو څخه چې د اندونیزیا هېواد د بوګور به ښار کې ترسره شوه  هرکلی او ملاتړ څرګند شو او وویل شول د دریو هېوادونو علماوو ځانمرګي بریدونه د اسلامي اصولو سره په ټکر کې وبلل افغانستان ته یې د سولې او سوکالی د راتګ ملاتړ وکړ او سربیره پر دې یې د وسله والو مخالفینو څخه غوښتي چې د افغانستان د سولې وړاندیزونه ومني په هېواد کې د هېوادوالو د وژنې لاس واخلي .

د غونډې په بله برخه کې د روژې د مبارکي میاشتې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمینو په خاصه توګه د افغانستان مسلمانانو ته مبارکي وړاندې شوه او د هېواد د امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل شول د روژې په مبارکه میاشت کې د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې جدي پاملرنه وکړي .

په پای کې په نشه یي توکوسره د روږدو کسانو په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو پر روږدوالي خواشیني څرګنده شوه او ټینګار وشو د نشه یي توکو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونه دې د روږدو کسانو په درملنه کې هراړخیزه هڅه وکړي .

24-Sawr97-Zanan.JPG 

د مېرمن نفیسې سلطاني په مشرۍ د شهیدانواو معلولینو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د ننګرهار ولایت پر مستوفیت تروریستي برید په سختو ټکو وغندل شو په ټینګار سره وویل شول چې امنیتي ځواکونه باید د برید د ترسره کولو وړاندې امنیتي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو د یادو بریدونه په شنډولو سره د ویرونکو پیښو مخنیوی وشي .

24-Sawr97-Malolin.JPG 

د غونډې په بله برخه کې د شمال ختیځ د معلولینو د شورا رئیس او د شمال د معلولینو د ټولنیزې شورا د رئیس په شتون کې دمعلولینو یولړ ستونزې  لکه کارموندنه، حج ته د لیږلو، معلولینو ته د روغتیایي ستونزو، د معلولیت د درجې د تثبیت څرنګوالی، د شهیدانو د ورثو او معلولینو سره دکندز ولایت د معلولینو او شهیدانو چارو د آمر بې غوري دغه راز په یاده اداره کې د فساد په اړه بحثونه ترسره شول ټینګار وشو د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت دې یادو موضوعاتو ته رسیدګي وکړي.