اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ یم کال د غویي ۱۹ مه نېټه

د مشرانوجرګې ځینو کمېسیونونو نن په بېلابېلو موضوعګانو بحثونه ترسره کړل .

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن لیلما احمدي په مشرۍ د دیني، کلتوري، پوهنې او لوړوزده کړو چارو کمېسیون په غونډه کې، د افغانستان د حکومت او ازبکستان هېواد ترمنځ د سرحدي سیمو د پلټنې موافقتنامه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د حیرتانو د ترمذ پله د امنیت د ټینګښت د موافقتنامې ضمیمه مطالعه او دواړې موافقتنامې د کمېسیون له خوا تایید شوې . د غونډې په بله برخه کې د ملي شورا د مجلسینو د غړو سره د دولت سره د پارلماني چارو د وزارت پر دو ګونې چلند، اداراتو ته د ورتګ په وخت وکیلانو او د دوی موکلینو ته نه پاملرنه، او پر ځینو نورو مواردو خبرې وشوې او په دې اړه لازم تصامیم ونیول شول . د غونډې په پای کې د مشرانوجرګې د تلویزیون پر خپرونو بحث وشو وپتېیل شوه د مشرانوجرګې د پالیسیو سره سم دې د دوی سره د جوړو شوو برنامو په برخه کې همکاري وشي .

 19-Sawr97-Farhangi.JPG

د قاري میرحاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتي شورا ګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د مشرانوجرګې د دارلانشا د عمومي ریاست د تقنین او د غونډو د تنظیم د چارو رییس د شپاړسمې دورې د اووم تقنیني کال د اسنادو د پړاو وهلو په اړه توضیحات ورکړل او و یې ویل په یاده موده کې ۷۵ عمومي غونډې، ۹۵۹ د کمېسیونونو غونډې، ۲۷ د رییسانو د کمېټې غونډې ترسره شوي چې په دې غونډو کې یو شمېر دولتي چارواکي د استجواب لپاره رابلل شوي وه نوموړي ولایتونو ته د نظارت په برخه کې د ۲۷ سفرونو یادوونه وکړه او و یې ویل ۲۳ عنوانه قوانین او ۱۶ عنوانه نړیوال کنوانسیونونه او معاهدې تصدیق شوي دي . د نوموړي توضیحات د کمېسیون د غړو له خوا د قناعت وړ وګرځېدې . دغه راز په غونډه کې د ملي شورا د روغتیایي کلینیک آمر د روغتیایي خدمتونه د وړاندې کولو په هکله وویل یاد کلینیک د غاښونو، عاجله شعبه، د پانسمان او د زړه د ګراف خونه، فیزیوتراپي،لابراتوار او ځینو نورو څانګو کې خدمات ترسره کوي چې په ډېر شمېر سره د ناروغانو درملنه او معاینات ترسره شوي د کمېسیون غړو د ملي شورا د کلینیک د خدمتونو قدرداني وکړه د دوی د ستونزو او د پرسونل د کمښت په برخه کې يې د همکارۍ وعده ورکړه د غونډې په پای کې پر راغلو مکتوبونو او عرض پاڼو بحث ترسره د اړیکو پر بنسټ اړوندو مراجعو ته واستول شول .  

19-Sawr97-Emtiazat.JPG 

د نثار احمد حارس په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د ټولنې موسسې مسئولینو فیفا د خپلو فعالیتونو اړوند معلومات وړاندې کړل.همدا راز دوی د ( هوا د ککړتیا د کړکیچ او په دې برخه کې د قوانینو او پالیسو د څېړنې) تر نامه لاندې د هېوادوالو په ژوند کې د هوا د ککړتیا او د ناوړه اغیزو د څرنګوالی څخه د خپلو څیړنیزو لاسته راوړنو په اړوند وویل، په هغه صورت کې چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د اړوند بنسټ او هېوادوالو له خوا پاملرنه او ساتنه ونه شي، د هر کال په تیریدو به د چاپیریال ستونزې لا زیاتي شي او د خلکو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.همدا راز د چاپیریال ساتنې قانون د تعدیل او د هغو کسانو له پاره د سختو مجازاتو په پام کې نیول چې د هوا د ککړتیا په برخه کې لاس لري، د چاپیریال ساتنې قانون د موادو لازم پلي کېدل، د چاپیریال ککړېدو څخه د رامنځته شویو خطرونو د پوهاوي ورکولو سیمینار د جوړیدو په اړه خپل یو لړ وړاندیزونه کمېسیون ته وړاندې او د کمېسیون د رئیس او غړو د همکارۍ غوښتونکې شول.د کمېسیون رئیس د ټاکنیزو، چاپيریال ساتنې او نورو برخو کې د یادې موسسې له کړنو څخه د قدردانۍ تر څنګ د کابل په شان یو شمېر لویو ښارونو کې د هوا ککړتیا یوه لویه ستونزه وبلله او ویې ویل، حکومتي مسئولین او هېوادوال باید په دې برخه کې جدي پاملرنه ولري، له دې پرته به د هېوادوالو ژوند د ډول ډول خطرو سره مخ کړي، همدا راز د فیفا موسسې سره د دې په حل کې د ګټورو اقداماتو د اجرا او کمېسیون سره د تیاریو او همکاریو څخه یادوونه او ژمنه وکړه.

19-Sawr97-Rifai.JPG 

د یو بل خبر له مخې د افغان امنیتي او دفاعي ځوکونو د اتلو او میړنیو ځواکونو له سرښندنو او فداکاریو څخه د مشرانو جرګې د همیشني ملاتړ پر بنسټ نن د مجلس منشي استاد محمد طیب عطا د ملي شورا د مشرانو جرګې تقدیر لیکونه د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل نجیب الله ګجر او د ښار د شپږمې امنیتي حوزې آمر سمونیار نورالدین ته د دوی د ګټورو هڅو او خدمتونو په ویاړ ډالۍ کړې او په ورسپارل شویو چارو کې یې د دوی د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجي چارو کمیسیون په غونډه کې، د عدلیې وزارت د لومړۍ ربع د مالي کال رپوټ چې یاد وزارت د ولایتونو د عدلیې د ریاستونو د ودانیو رغاونه، د کمپلکسونو ودانۍ، د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مرکزونو د ودانیو رغوول  د عدلي او قضایی مرکزونو د ودانیو د رغونو څرنګوالۍ وو او د عامې روغتیا وزارت د همدې کال د یادې ربع مالي رپوټ چې ۶۸ پروژې په کې شاملیدی وارېدل شو او وپتییل شوه ترڅو د یادو پروژو د کار د پرمختګ په اړه اړونده مسؤلان د موضوع د وضاحت لپاره را وبلل شي ترڅو په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شي . دغه راز د نن په غونډه کې د ملي اقتصاد د کمیسیون مرستیال د بدخشان په ولایت کې د مندرسو بانکنوټونو د سیځلو په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ . د غونډې په پای کې د نیمروز د ولایت د اوسیدونکو شکایت د ایران د هیواد د نانکنوټونو د چلند ستونزه واریدل شوه او وویل شول چې باید د افغانستان بانک په یاد ولایت او د هیواد په ډیریو نورو سرحدي سیمو کې د بهرنیو اسعارو د چلند مخه ونیسي او د افغانیو د پیسو په رونق کې لازم اقدامات ترسره کړي .     

19-Sawr97-Mali.JPG 

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمیسیون په غونډه کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست وزیر پر نه راتګ د کمیسیون غړو  سخته نیوکه وکړه. په بله برخه کې د افغانستان او ازبکستان هیواد ترمنځ موافقتنامه د ترمذ پله د امنیت د ټینګښت په اړه مطالعه او د کمیسیون د غړو د تایید وړ وګرځید .

19-Sawr97-Adli.JPG 

د یوه بل خبر له مخې د شهیدانو، معلولینو کمیسیون د نفیسې سلطاني په مشرۍ نن د کابل ښار د نابینایانو د مسلکي لیسې څخه لیدنه وکړه . په یاده لیدنه کې عبدالکبیر صدیقي د یادې لیسې مدیر د کمیسیون غړو ته معلومات وړاندې کړل او و یې ویل یاده لیسه دوه کاله مخ کې د تروریستانو په برید کې ویجاړه شوې وه چې د نړیوال بانک په مرسته یې بیا رغاوونه ترسره او بیا یې په فعالیت پیل وکړ . نوموړي زیاته کړه یاده لیسه  ۳۲ ټولګۍ، بریل مطبعه، د کمپیوټر ټولګۍ او درې دیپارټمنټونه لري .

۲۲۰ تنه زده کوونکي چې ۷۰ تنه یې د اناثو قشر تشکیلوي په یاده لیسه کې د ۴۱ ښوونکو له خوا تر روزنې لاندې دي صدیقي زیاته کړه د دې ښوونځي په بیا رغاونه کې د اترا موسسې، د ماشومانو او ښځو بنیاد، د کاناډا سفارت، د بریل ملي کتابتون او ځینو نورو دولتي او غیر دولتي بنسټونو فعاله ونډه درلوده  په ښوونځي کې د تجهیزاتو او وسایلو له پلوه هیڅ راز ستونزه نه لیدل کیږي . دغه راز د نابینایانو د لیسې مشرتابه پلاوی د دفتري اجناسو د مرستې ، د زرهي دروازې  د جوړولو، د لایټونو نصبول او د موسیقی د ډیپارتمنت  رامنځ ته کیدو په برخه کې یې د مرسته کوونکو بنسټونو څخه مننه وکړه؛ خو پرتې ستونزې یې د دریورانو او خدماتي پرسونل د معاشونو د نه ورکړې په برخه کې یادې کړې د هیواد په سطح د بريل د مطبعې د رامنځ ته کیدو غوښتنه وشوه . د غونډې په پای کې د یادې لیسې مدیر د شهیدانو او معلولینو د کمیسیون څخه مننه وکړه چې کله نا کله د نابینانو د لیسې څخه وارسي کوي او د یادې لیدنې په پای کې د کمیسیون رئیس وعده وسپارله چې د نابینایانو د لیسې ستونزې به د کمیسیون په غونډو کې د اړوندو ارګانونو سره شریکې کړي .