اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د وږي ۳۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د۱۳۹۷ کال د غویي ۲۳ مه

د مشرانو جرګې اعلامیه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار او غړي،  دننګرهار ولایت پرمستوفیت، د سولې او انسانيت د دښمنانو لخوا تروريستي ډله ایزبرید چې له امله يي یوشمیرملکي او نظامي وګړي شهیدان او ټپیان شول ؛ په کلکو ټکو غندي او د دغه ناروا جنايتونو په عاملينو او ملاتړ کونکوباندې نفرت وايي.

د ملي شورا مشرانو جرګه په عامه ځایونو او ملکي وګړو باندې بريدونه جنګي جنايت ګڼي او د پرديو جاسوسانو دا ډول ترهګریز اعمال محکوموي.

 د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار ددې پېښې او هېواد کې د نورو ورته پېښو دقربانیانو کورنيو ته د ډاډګېرنې د څرګندولو تر څنګ ټينګار کوي،چې د هېواد کشفي او استخباراتي دستګاوې دې د پردي پاله کړیو د دا ډول له دښمنۍ ډکو کړنو په شنډولو، د ښاريانو او دولتي ودانیو دامنیت په ساتلو کې ځانګړې تدبيرونه ونيسي، او مکار او بدبخته دښمن ته دې تر دې زیات دافغان ولس دوژنو اجازه نه ورکوي.

 

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار