اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د۱۳۹۷ کال د غویي ۱۹مه

دمشرانو جرګې د ریسانو د کمېټې غونډه نن دیادي جرګې درییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ دایره شوه.

د رییسانو کمیټې د عمومي غونډو داجنداو د ټاکلو او د کمېسیونونو د کاري چارو دتنظیم په ترځ کې پریکړه وکړه،  چې د غویي د ۲۳ نېټې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې دې د آزادو بحثونو او د سویس هېواد څخه د مجلس د پلاوې د رپوټ اوریدلو سربیره دې، د سرحدی پلټنې وړ سیمو په اړه د افغانستان او ازبیکستان حکومتونو تر منځ په موافقتنامې دې بحث ترسره شي.

همدا راز د غویي د پنځه ویشتمې نېټې په عمومې غونډه کې دې د آزادو بحثونو ترڅنګ،  د حیرتان ـ ترمذ پله د امنیت د ټینګښت په اړه د افغانستان او ازبیکستان حکومتونو تر منځ د موافقتنامې پرضمیمه دې بحث وشې.

 19-Sawr97-Komita-Rowasa.JPG

په همدي توګه د رییسانو د کمېټې په غونډه کې پریکړه وشوه چې د غویي د دیرشمې نیټې عمومي غونډه کې دې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د ملکی هوایی چلند  خپلواکې ادارې او د آریانا افغان هوایی شرکت چارواکي دي، سعودی عربستان ته د حاجیانو د لیږد او استوګنې په اړه معلومات وړاندي کړی او هم پریکړه وشوه  چې د غبرګولي د لومړۍ نېټې په عمومي غونډه کې دې د اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو، وزیران او د مرکزي احصائیې لوی رئیس دې په هېواد کې د فقرکچې د لوړیدو د علتونو او نورو اړوندو موضوعګانو په اړه څرګندونې وکړي.

په غونډه کې د رئیسانو دکمېټې غړو د سولې د اړتیا او دې بهیر ته د مخالفینو د جذب په څرنګوالی، د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې د شل کیلو متره سړک د رغاونې او کلیو او بانډو ته د احمد بیګ غونډۍ د بریښنايي شبکې د پراختیا او د باغدرې او کنړ د بریښنا بندونو د رغاونې  په اړه نظرې وړاندې کړې.

د ریسانو د کمېټې د غونډې په مهال سناتورانو په کابل ښار کې د ځانمرګوبریدونو او چاودنو په اړه خواشینی څرګنده کړه او دغه وحشیانه بریدونه یې په کلکو ټکو وغندل؛  ټینګار یې وکړ چې باید اړوند ارګانونه د تروریستي پيښو د مخنیوی لپاره اړین تدابیرتر لاس لاندی ونیسی.