اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د چنګاښ ۲۶ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال د غویی ۱۹ مه

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن په بریښنایي پیژندپاڼو کې د قومیت د لیکلو په اړه د افغانستان د دری ژبو ترکتبارانو د شورا د رئیس او مشرتابه پلاوی غوښتنې واوریدې.

په دی کتنه کې د دی شورا رئیس ډاکټر محمد عظیم خنجاني او څو تنو نورو د ولسمشری مقام او مشرانو جرګې ریاست ته يي د جلا غوښتنو د وړاندی کولو تر څنک وویل چې د تاریخي اسنادو او مدارکو په پام کې نیولو سره څو ځلي په خپلو بریښنایي پيژندپانو کې د دری ژبو تورک د لغت د ځایولو غوښتونکې شوی چې په یوه مورد کې جمهوری ریاست موضوع سترې محکمې ته راجع کړي ده او د سترې محکمې د پریکړې له مخې د اساسي قانون د څلورمې مادې پر استناد چې د څوارلسو قومونو سربیره نور قومونه هم په افغانستان کې شتون لری او د ټولو قومونو په لیکلو او پیژندلو کې هیڅ ستونزه شتون نه لري خو د ا ساسی قانون د څلورمې مادې د دی صراحت او د سترې محکمې د پریکړې پر وړاندی تر اوسه د نفوسو د احوال د ثبت ادارې له خوا د دوی د قومیت د لیکلو له پاره کومه پریکړه نه ده شوي.

19-Sawr97-MUL1.JPG 

دوی وویل د افغانستان ترکتباران هوډمن دي چې د یادې موضوع تر منلو، او خپل ټاکلي هدف ته تر رسېدو پوري به لاس په سر نه شي ډېر ژر به د کابل په ښار او لایتونو کې په پراخه کچه مدني لاریونونه په لاره واچوي خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د مقام څخه د افغانستان د بشپړ حقوق درلودونکي اوسېدونکي په توګه، غوښتنه لرو ترڅو د نفوسو د ثبت او احوالو د ادارې د یوه حکم پر بنسټ دې، د ترکتبارانو او نورو قومونو د قومیت پر ذکرولو باندې مکلف کړي .      

وروسته د مشرانوجرګې رییس په خپلو خبرو کې وویل : د اساسی قانون په رڼا کې، د سترې محکمې په پریکړې او ستاسې د غوښتنې سره سم، مو مسلم حق دی ترڅو د تاریخي او ظاهري استدلالونو له مخې ستاسو د قومیت ‌ذکر په برښنایي پېژند پاڼو کې ولیکل شي او تیاری یې څرګند کړ چې سیمه ییزو ارګانونو ته  تائیدۍ لیک د لیږد تر څنګ به د دوی غوښتنې د رسیدګۍ په موخه جمهوری ریاست ته تقدیم کړي او د دوی د داعيې به ملاتړ وکړي.