اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د وږي ۳۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال دغویي ۱۸ مه

د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سی شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ولسمشر تقنینی فرمان تصویب او هم یو نړیوال سند تصدیق شو.

 18-Sawr97-JAL1.JPG

په غونډه کې د ټولنو، اعتصابونو او لاریونونو په اړه د ولسمشر (۱۴۶)ګڼه تقنینی فرمان چې د مجلس کمېسیونونو کې مطالعه شوی وو، د ښځو او مدني ټولنې د کمېسیون د رئیسې او غړو له خوا وړاندې او د رایو په اکثریت تصویب شو، دویلو ده چې یاد فرمان د ملي شورا ولسي جرګې لخوا په ټولیزه توګه رد شوی وو.

دغه راز د کابل ښار د حلقوي سړک پروژې د پلی کېدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او اسلامي پرمختیایی بانک تر منځ موافقتنامه د نړیوالو چارو د کمېسیون د رییس او غړو له خوا وړاندې او د جرګې د غړو لخوا درایو په اتفاق تصدیق شوه.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې مشرانو جرګه به، ملي ارزښتونو او مقدساتو ته د سپکاوي څخه د مخنیوی په موخه ‌طرح ترتیب او د قانوني پړاوونو دبشپړیدو په موخه به یې اړونده مراجعو ولیږی تر څو پر بنسټ یې سرغړونکي د تر پوښتنې اوعدلي څیړنو ونیول شي.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د کورنیو چارو وزیر خبرې چې دجرګې په تیره عمومي غونډه کې کړې وې، د قناعت وړ ونه ګڼلې او ویې ویل، نوموړی د دی سربیره چې د دښمن په کشف کې د پولیسو د ناتوانۍ او یا بی سوادۍ په برخو کې خپله کمزوري څرګنده کړي  د ملی شورا د غړو لخوا د سیاسی فشارونو څخه یې هم یادونه وکړه چې باید د هغو کسانو نوملړ چې پر ده یې فشار راوړی یا دا چې د تورو شیشو موټرو سره یې قاچاق او جنایتونه کړي د رسنیو په واک کې ورکړي او هم ټینګار وشو چې دلازمو مسئولیتونو د منلو په موخه دې ولسمشر وزیرانو ته لا زیات واکونه ورکړي تر څو دوی په خپلو کارونو کې ښه وځلیږي.

 همدارنګه د هېواد یو شمېر سیمو کې د امنیتی وضعیت خرابوالي ته اشارې وشوې او د سویلي آسیا په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ په نه پلي کیدو نیوکه وشوه او ټینګار وشو چې باید یاد هېواد په سیمه او په ځانګړی توګه افغانستان کې د تل پاتې سولې او ټیکاو په موخه خپله نوې ستراتیژي پلي کړي او د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو جدی فشارونه وارد کړي.

په غونډه کې د هېواد د مرکزی احصائیې اداری د تازه رپوټ په اړه وویل شول، د یادې اداری تازه څیړنو ښودلی چې د هېواد نیمایی زیات (54.5) سلنه وګړي  په داسې حال کې د فقر لاندې ژوند کوي چې د نظام مشرانو یې خلکو ته د کار او کسب موندو په برخه کې پرله پسې ژمنې ورکړي دي چې د پراخ فقر د تداوم په صورت کې به د ناامنیو لمنه پراخه او د ځوانانو د زیاتې تیښتې زمینې برابرې شي.

سناتورانو د خوست ولایت یعقوبي جومات کې چاودنه چې په کې یو شمېر هېوادوال د لمانځه پرمهال شهیدان او ټپیان شول، د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف وګڼله او د شهیدانو پاکو روحونو ته یې دعاګاني وکړی.

 18-Sawr97-JAL2.JPG

د عدلي او قضایی ارګانونو له خوا د دوی نسبتي دوسیو ته د نه رسیدګۍ په نسبت د څرخي پله په زندان کې د زندانیانو اعتصاب او پدې اړه دپلاوي دلیږلو هوډ، د غور ولایت د شهرک په ولسوالۍ او د فیروز کوه په ځینو برخو کې د جګړو او ناامنیو زیاتوالی او د یاد ولایت د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتو ټینګار، د غور ولایت ولسوالیو کې د پیژند پاڼو په ویش کې  دتوازن نشتون، د ډول ډول سیاسي ایتلافونو څخه د رامنځ ته شویو زیانونو څخه یادونه او حاکم نظام په ملاتړ ټینګار، په کندهار ولایت کې د ټاکنو موادو د کمښت یادونه او دې ستونزې ته درسیدګۍ غوښتنه، د هغو امنیتي منسوبینو ستاینه چې پرون یې دکابل په شهر نو سیمه کې ځانمرګۍ بریدګر د منځه یووړ ، د مشرانوجرګې په مخکینۍ استجوابیه غونډه کې د ملي امنیت د لوی رییس په نه ګډون نیوکه، د ډیورند پر کرښه د پاکستان هیواد لخوا د اغزن تار دغځولو غندل، ښوونکو او مراجعینو سره د کابل ښار د پوهنې د ریاست د ځینو مسؤلینو ناوړه چلند، د خندق په نوم د عملیاتو د نومولو په موخه د طالبانو په تروریستي ډلې نیوکه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون له خوا د پنځمو او شپږمو بستونو د کاري تجربې غوښتل ناسم ګڼل، امنیتي سکتور کې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر د پرېکنده پریکړې څخه یادوونه او ملاتړ، د کندهار ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تازه څرګندونو پر بنسټ د مخالفینو لیکو ته د حزب اسلامي د یو شمیر خوشې شویو زندانیانو د یو ځای کیدو څخه اندیښنه او ځینې نورې موارد هم مطرح شول مطرح شوې .

د مشرانوجرګې رییس د مجلس په جمعبندۍ کې، خوست ولایت کې د تروريستي برید د شهیدانو او ټپیانوکورنیو سره دغمرازۍ ترڅنګ، د ځینو کسانو پر ناوړه  او مغرضانه چلند سخته نیوکه وکړه او و یې ویل که چیرې حکومتي منسوبین د کومې غلطی سره مخ شي د هغوی پر وړاندې د پام وړ دریځونه او جبهې نیول کیږي خو د خوست په ولایت کې چې وحشي صفتو ترهګرو حتی لمونځ کوونکي په نښه کړل خو یادو کسانو آن د شهیدانو یادوونه هم و نکړه .

 18-Sawr97-JAL3.JPG

 فضل هادي مسلم یار په داسې حال کې چې د هیواد د امنیتي منسوبینو له سر ښندنو او اتلولیو څخه په نیکی یادوونه کوله وویل د پولیسو هغه منسوب چې پرون یې د کابل په شهرنو پارک کې د تروریستي پیښې څخه مخنیوی کړی د مجلس له خوا به تقدیر کړای شي او زیاته یې کړه حکومتي چارواکي چې غونډو ته د استجواب په موخه رابلل کیږي، د خلکو د شکایتونواو ستونزو پر بنسټ وي ،خو د دې مجلس د غړو پر وړاندې د کورنیو چارو د وزیر د تورونو لګول د نوموړي د کمزورتیا او ضعیف مدیریت د پټولو په معنی دی او په دې ډول غواړي ځانته برائت ورکړي خو مشرانو جرګه به د یوه مکتوب په ترڅ کې د هغه څخه و غواړی تر څو روښانه کړي چې کوم سناتور د نوموړي د کارې چارو خنډ ګرځیدلی دی. د مشرانو جرګې رئیس د هغو کسانو د مجازاتو په اړه د طرحې په جوړیدو چې مقدساتو ته سپکاوی کوي دټینګار ترڅنګ وویل، د ځینو څیرو له خوا د ملي ګټو خلاف څرګندونې د نیوکې وړ دي او باید ورڅخه مخنیو وشي ترڅو تر دې زیات بهرني استخبارات خپلو شومو موخو ته  ونه رسیږي.