اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غويي ۱۸ مه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن په کابل کې د قزاقستان جمهوریت له استوګن نوي سفیر (حلیم خان یسین ګلدیوف)سره د ملي شورا په مقر کې د پيژند ګلوۍ کتنه وکړه.

په دې کتنه کې د مشرانو جرګې رئیس د ښه راغلاست تر څنګ؛ په افغانستان کې د قزاقستان د نوي سفیر په توګه د ده د ټاکنې له امله مبارکي وویله او څرګنده يې کړه موږ باور لرو، چې تاسو به د پخوانۍ دوستۍ په پام کې نیولو سره، د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړي کولو او پراختیا په لاره کې رغنده هڅې وکړی.

 18-Sawr97-MUL1.JPG

د مشرانو جرګې رئیس په بېلا بېلو ډګرونو کې له افغانانو سره د قزاقستان جمهوریت د مرستو او همکاریو له دوام څخه قدرداني وکړه او و یې ویل د افغانستان دولت هڅې کوي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره نیکې او دوستانه اړیکې پراخې کړي.

ورپسې ګیلدیوف د افغانستان له خلکوسره د قزاقستان د مرستو د دوام او دهراړخیزه ملاتړ ډاډ ورکړ، ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په مهال به، د دوه اړخیزه همکاریو د لاټینګښت اوپراختیا په لاره کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي او هم یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی او متبوع هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات په لار کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.