اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د چنګاښ ۲۶ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال دغویي ۱۷ مه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار نن په کابل کې د سعودی عربستان له استوګن سفیر جاسم محمد الخامدی سره د ملې شورا په مقر کې وکتل.

په دی کتنه کې ښاغلې الخامدي د دواړو هېوادونو تر منځ د اسلامی ورورولۍ او دوستانه اړیکو څخه د یادونې تر څنګ  د عربستان د الشورا مجلس د رئیس بلنلیک د مشرانو جرګې رئیس ته وړاندی کړ او روښانه یې کړه چې د یاد مجلس مشرتابه هیله لری تر څو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس سره د لیدنې په مهال،د پارلمانې اړیکو د ټینګښت او نورو د پام وړ موضوعګانو باندي خبري وکړي.

 17-Sawr97-MUL1.JPG

د سعودي عربستان سفیرپه داسي حال کې چې له افغانستان سره د خپل متبوع هېواد د همکاریو په ژمنو يي ټینګار کاوه،  داستوګن افغان کډوالو ته د اسانتیاو د برابرولو څخه يي هم یادونه وکړه.

په کتنه کې دمشرانوجرګې رئیس د سولې بهیر په هکله د افغانستان دولت سره د سعودي عربستان د حکومتي چارواکو د ا ړیکو څخه  یادونه وکړه او ویې ویل زموږ خلک هیله لري چي د افغانستان  دسولې په تړاو د جدي کنفرانس چې ټاکل شوی په نږدې راتلونکې کې دایر شي؛ د افغانستان د تل پاتی سولې د ټینګښت په لار کې مثبتې پایلی ولری.

همدارازفضل هادي مسلمیارله ښاغلی الخامدي څخه وغوښتل چې په کابل او ننګرهار کې د دوو اسلامی پوهنتونونو د رغاونې عملي کار، چې ټاکل شوی ددی هېواد له خوا و رغول شي، پیل کړي تر څو د اسلامی علومو زده کړې په هیواد کې دننه زموږ بچیانو ته برابری شي، چې په دي هکله د عربستان سفیر د همکارۍ ژمنه ورکړه.

د مشرانو جرګې رئیس د افغانستان د خلکو د جهاد په مهال د ورور هیواد سعودی عربستان له مرستو او د نوموړي هېواد د نورو خیریه مرستندویه ټولنو له همکاريو څخه مننه څرګنده کړه او ويې ویل چې په یوه مناسب فرصت کې به د الشورا مجلس د رئیس او د یاد هېواد د نورو چارواکو د بلنې په موخه سعودی عربستان ته رسمی سفر وکړی.

دغه راز د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد اصف صدیقی د امنیتي او دفاعي منسوبینوڅخه د ملاتړ په لړی کې نن د کنړ ولایت د امنیتی مسئولانو کړنې تقدیرکړي.

17-Sawr97-MUL2.JPG 

په دی کتنه کې چې د مجلس منشي او یو شمېر سناتورانو هم ګډون درلود؛ کنړ کې د میشتو امنیتی ځواکونو تر منځ د غوري همغږۍ، د امنیت د ټینګښت، د داعش د تروریستی ډلې د ټکولو او د دی ویره اچوونکو د سرلاری ملا پیری د ځپلوڅخه یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې مشرانو جرګه د دی ځواکونو میړانو او قربانیو ته د قدر په سترګه ګوری.

ورپسې د کنړ امنیه قوماندان مل پاسوال حقیار او د ملی اردو د دویمې لوا قوماندان برید جنرال میرویس صافی د تقدیر نامو د اخیستلو په مهال د مشرانو جرګې د ستاینې څخه قدردانی څرګنده کړه، ډاډ یې ورکړ چې د هېواد د لویشت لویشت خاوری څخه د دفاع او کنړ کې د امنیت د ټینګښت په لارکي به له  د هیڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.

دغه راز د مجلس دویم نایب د عزت الله نومی شکایت چې په لاعلاجه ناروغۍ اخته او په حبس کې شپی تیروی د عامی روغتیا وزارت مسئولانو او د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف خانو لوی ریاست چارواکو سره شریک شو.

17-Sawr97-MUL3.JPG 

یادو چارواکو ددي ډول غوښتنلیکونو په هکله د خپلو اجرااتو څخه د یادونې په ترځ کې  وویل چې د نوموړی روغتیایی دوسیه له پړاونو وهلو وروسته د ملی امنیت لوی ریاست ته لیږل شوي اوله څیړنو سره سم به پریکړه وشي.

د مشرانو جرګې دویم نایب د ناعلاجه زندانیانو د دوسیو د طی مراحلو په پڅ بهیرنیوکه وکړه او په دي اړوندد چټکو اجرااتو غوښتونکی شو.