اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۷ کال د غويي ۱۲ مه

دمشرانو جرګې د ریسانو کمېټې غونډه چې په دوو برخو کې د جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار او لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه، د راتلونکې اونۍ د عمومي غونډو اجندا وټاکل شوه او د کمېسیونونو د کاری پروګرامونو په اړوند بحثونه وشول.

د ریسانو کمېټه کې پریکړه وشوه چې د غویي د شپاړسمې نېټې د یکشنبې ورځې عمومي غونډه کې دې د آزادو بحثونو او د کابل ښار د حلقوي سړک پروژې د پلي کيدو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او اسلامي پرمختیايي بانک تر منځ د موافقتنامې په اړه د بحث سربېره دې د کورنیو چارو وزیر او د ملی امنیت لوی رئیس د ناامنیو د زیاتوالي، د وروستیو تروریستي پيښو، د نوم لیکنې او د پیژندپاڼو د وېش د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په ا ړوند دې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي.

 12-Sawr97-Komita-Rowasa.JPG

او د غویي د اتلسمې نېټې د سي شنبې ورځې عمومي غونډه کې دې د ازاد بحث تر څنګ د ټولنو، اعتصابونو او لاریونونو قانون اړوند کار وشي.

همدا راز د ریسانو د کمېټې غونډه کې د بهرنیو سفارتخانو له خوا د یو شمېر ښوونځیو د مالی تمویل څخه انديښنې څرګندې شوې او د دینی، کلتوري، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې موضوع دې د اړونده مسئولانو سره مطرح کړي.

دغه راز د ټولټاکنو بهیر کې د تقلبي پیژندپاڼو د وېش څخه د مخنیوي، خلکو او دولت ته د پنځه کلنو اسنادو لر ونکو موټرو د راټولولو د عواقبو او ضررونو او په ملی شورا کې د خلکو د استازو موټرو ته د پلیټونو د وېش د څرنګوالي په اړه خبرې او لازمې پریکړې وشوې.

خو د غونډې په پیل کې دمشرانوجرګې رییس د ریسانو کمېټې ته د ددې جرګې د دارالانشاء د نوي ګمارل شوي لوی رئیس عبدالمقتدرناصري د ګډون له امله ښه راغلاست ووایه  او د سرپرستۍ په وخت کې د دارالانشا د پارلمانی او مسلکي چارو د مرستیال تیمور شاه قویم له ګټورو او مثبتو کړنو څخه یې قدردانی څرګنده کړه او څرګنده یې کړه چې د دارالانشا، اداري پلاوي او کمېسیونونو تر منځ لا زیاته همغږي د مجلس په کاري چارو کې ګټورې پایلې لري.