اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر 

۱۳۹۷ کال د غویي لسمه نېټه

کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د تروریستي پیښو په تړاو د ملی شورا دمشرانو جرګې اعلامیه:

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملي شورا مشرانو جرګه په ژوری خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې جنایت پیشه وېره اچوونکو یو ځل بیا کابل ښار، د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ او د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې په بشری ضد جنایتونو لاس پوری کړی او په ویرونکې ځانمرګی برید سره یې د رسنیو د خبریالانو په ګډون یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل او ګڼ شمیر کورنۍ یې د غم په ټغر کینوالې.

انا لله وانا الیه راجعون

د ملي شورا مشرانو جرګه د داعشیانو او طالبانو دغه ناوړه کړنې چې دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي د جنګی جنایتونو او د ټولو اسلامی، بشری او بیان آزادۍ مواردو سره په تکر کې ګڼي او د افغان ملت په استازولۍ دغه کړنې په سختو ټکو غندی.

 

د ملی شورا مشرانو جرګه په داسي حال کې چې ځان د غم ځپلو کورنیو سره په دی خفګان کې شریک بولی، د دښمنانو د دسیسو په کشف او دفع کولو کې د امنیتی او کشفی ارګانونو نیمګړتیاوې ناکافي او غیر مسلکی ګڼی او د دښمن د نویو تکتیکونو او د دی څخه د مخنیوی پر وړاندی د جدی او ګټورو اقداماتو ټینګار کوی او غواړی چې کشفی او استخباراتی ځواک د دی خاوری د بدنام او زبون دشمن د جګړو په جبهو کې د ځمکې او هوا له لاري تر درنو ضربو لاندی راوړی او دغه دښمنان لمنځه یوسي.

د ملی شورا مشرانو جرګه د دولت او د افغانستان د ملي یووالی حکومت په مشرۍ څرګندوي چې د پردیو د لاس آله طالبان چې د نورو هیوادونو د وینی څښوونکو ترهګرو سره یو ځای هره ورځ زموږ په خاوره کې جنایتونه کوي او د دولت او نړیوالی ټولنې د سولې غږ ته یې مثبت ځواب نه دی ورکړی تر څیړنې او مجازاتو لاندی دی ونیول شي او په لومړی ګام کې هغه طالبان او داعشیان چې د هیواد محاکمو کې به اعدام محکوم شوي دی د مرګ کندو ته وغورځوي او زموږ د ملت داغلو زړونو باندی د لږ رحم پټۍ کیښودل شي.

 

د مشرانو جرګې لومړی نایب

محمد علم ایزدیار