اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

 د۱۳۹۷ کال د غویی ۵ مه

د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د یادې جرګې د ریسانو د کمېټې په غونډه کې د عمومی غونډو داجندا په ټاکلو سربیره، د کمېسیونونو د کاری چارو  د تنظیم په اړه بحث تر سره شو.

د ریسانو د کمېټې په غونډه کې پریکړه وشوه چې د غويی د نهمې نېټې په عمومی غونډه کې دی د آزادو بحثونو ترڅنګ، د کورنیو چارو وزیر د رای ورکوونکو مرکزونو د امنیت د ټینګښت د څرنګوالی او په د دی بهیر د نورو اړوندو مسئلو او کابل او ننګرهار کې د تروریستي وروستیو پېښو په تړاو د سناتورانو پوښتنې ځواب کړی او د غویی د یولسمې نېټې د سي شنبې ورځې په عمومی غونډه کې دی د آزاد بحث سربیره د ټولنو، اعتصابونو او لاریونونو قانون د تصویب په اړوند دي بحث ترسره شي.

5-Sawr97-Komita-Rowasa.JPG 

همدا راز د ریسانو د کميټې ناسته کې پریکړه وشوه چې د ملی امنیت عمومي رئېس دی د غويی د شپاړسمې نېټې غونډه کې د خپلو کاری استقامتونو په برخه کې ځواب وړاندی کړی او د مجلس د غويي د اتلسمې نیټې عمومی غونډه کې دی د کابل ښار د حلقوي سړک پروژي د پلی کیدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او اسلامی پراختیایی بانک تر منځ د پور هوکړه لیک په اړه بحث وشی.

همدا راز د ریسانو کمېټه کې د عمومی او کمېسیونونو د غونډو د پیل د وخت او د استجواب په مهال د حکومتي چارواکو څخه د پوښتنو د ځانګړتیا په اړوند دخبرو په ترځ کې پریکړه وشوه، چې د مشرانوجرګې عمومې او د کمیسیونو غونډې دي د مهال ویش سره له غرمې مخکي په نهو بجو پیل شې.

په همدي توګه د ریسانو د کمېټې غونډه کې د فاریاب ولایت د یوتن قوماندان شهید جنرال غلام فاروق قاطع د مبارزو او اتلولیو او د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ د امنیه قوامندان ضابط عبدالحلیم خنجر د شهادت له امله یادونه وشوه او د دوی روح ته دعاګانی وشوی.