دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د۱۳۹۷ کال د وري دمیاشتې ۲۷نیټه
دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلمیار، دیوشمیرسناتورانو په ملتیا
نن دغرمې وروسته دټاکنولپاره د رای ورکونکودنوم لیکنې دبهیر،مرکز حبیبې لیسې ته ولاړ او نوم لیکنه یې
وکړه.

دمشرانوجرګې رییس د نوم لیکنې وروسته دخپلو
خبرو پرمهال یوار بیا دیاد بهیر دپیل څخه هرکلی اوملاتړ څرګندکړ او دټولو هیوادوالو یې وغوښتل چې دخپلو پیژندپاڼوسره یوځای
دنوم لیکنې لپاره پخپلو سیمو کې نږدې مرکزونوته ولاړشي ترڅو په راتلونکوټاکنوکې
دستونزوسره مخ نشي او هغه هیوادوال چې تراوسه پیژندپاڼې نلري هم باید پدې بهیرکې
دګډون په موخه یې ترلاسه کړي.

فضل هادي مسلم یار دخپلو خبرو په دوام وویل
دټاکنوکمیسیون دې جدي هڅې وکړي چې درڼو،عادلانه او د درغلیوڅخه دلیرې ټاکنو دترسره کیدو زمینه برابره کړي ترڅو خلک ډاډمن شي چې رای
به یې خپل دخوښې وړ نوماند ته رسیږي او پدې بهیرکې به لاس وهنه نه کیږي، همداراز
یې دهیواد دامنیتي سکتور څخه هم غوښتنه وکړه چې دټاکنیزو مرکزونو دامنیت په خوندیتوب کې خپل مسولیت اداکړي ترڅوخلک په سوله ایز
ډول په کې ګډون وکړي.
دمجلس رییس هیله څرګنده کړه چې حکومت
وکولای شي دټاکنوپه څیردملي پروسو بهیرونه بریښنایي کړي چې دشته ستونزو او اندیښنو
دحل سربیره دخلکو باور ډیر او هم په مالي لګښتونوکې دپام وړکمښت رامنځ ته شي.
فضل هادي مسلم یار ددې ترڅنګ چې دهیواد
درسنیوکړنې اوقربانۍ وستایلې دهغوی څخه یې وغوښتل چې ددې پروسې
دلاپیاوړتیا په موخه دې هڅې وکړي چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې دولسونولپاره دعامه
پوهاوي خپرونې په لارواچوي.
وروسته نورو سناتورانو هم خپل نومونه ثبت کړل او دخپلوموکلینو او ټولو
وګړو یې وغوښتل چی دنوم لیکنې په بهیر او هم په راتلونکو ټاکنوکې پراخه ګډون وکړي.