اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وري ۲۶نیټه

د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د يادې جرګې د یکشنبې ورځې په غونډه کې د جرګې غړو د ټولټاکنو له پاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیرله پیل څخه ملاتړ او هرکلی وکړ.

 26-Hamal97-JAL1.JPG

سناتورانو د رای ورکوونکو د نومونو د ثبت بهیر پیل څخه چې پرون د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت د اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور سره پیل شو، ملاتړ او هرکلی وکړ او ویې ویل، په ولسواکۍ نظامونو کې ټاکنې د دموکراسۍ د پلي کیدو له اصلونوڅخه دي او د افغانستان حکومت له همدې لحظې څخه د آزادو، رڼو او سراسري ټولټاکنو د جوړېدو زمینه برابره کړي او د مخالفینو شتون څخه د سیمو په پاکولو او د یادو سیمو د امنیت د ټینګښت په لاره کې دې جدي هڅې وکړي تر څو په شرایطو ټول برابر کسان وکولای شي د خپلې خوښې نوماند د پیژندنې فرصت ترلاسه کړي.

سناتورانو د راتلونکو ټاکنو له پاره د ګډون په موخه د رای ورکوونکو د نومونو ثبت ضروری او مهم وباله او د ټولو په شرایطو برابرو اشخاصو یې وغوښتل چې په پروسه کې پراخ ګډون وکړي او هم ځینو وویل، وسله وال مخالفین باید له دی فرصته ګټه واخلي او په له دې ملي بهیر سره یوځای شي.

دغه راز د مجلس غړو په داسي حال کې چې د کاغذي پیژندپاڼو د وېش، په لرې پرتو سیمو او  په ځانګړي توګه د مېرمنو په برخه کې د شته ستونزو په اړه خپلې نظریې وړاندې کولې، ددې پروسې په اړه هیوادوالوته دپوره پوهاوي نه ورکولو څخه نیوکه وکړه او ویې ویل، د ټاکنو کمېسیون او ټول مسئولان د علمای کرامو په ګډون باید د پوهاوی ورکولو په برخه کې هر اړخیزه پاملرنه وکړي تر څو د منلو وړ ټاکنې په لاره واچول شي.

یو شمېر سناتورانو وویل، وسله والو طالبانو دوه شپې مخکې بغلان ولایت کې بیا هم د وارداتي بریښنا یوه ستن ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې لوړپوړو چارواکو نه بلکې د کابل او څو نورو ولایتونو فقیر ولسونه د بریښنا له وړانګو بی برخې شول او اقتصادي او ټولنیزې ستونزې یې رامخې ته کړي چې باید حکومت د هرې ممکنې لارې د دې ډول جنایتونو مخه ډب کړی او پرې نږدي چې له دی زیات د ټولنې محرومې برخې ته زیان واوړي.

په غونډه کې ځینو غړو د هېواد یوشمیرولایتونو کې د سختې وچکالۍ څخه اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې وچکالۍ هیواد والوته ګڼې ستونزې زیږولي، کښت او کرهڼه د لمنځه تللو په حال کې ده او څاروي یې هم د مرګ ګواښ سره مخ دي چې باید حکومت او په ځانګړې توګه د کرهڼې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او ‌طبیعي پیښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت یې په اړه جدی پاملرنه وکړي اوهم د څارویو د اوبو او وښو د تدارک په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

26-Hamal97-JAL2.JPG 

د څښاک او کرهڼیزو اوبو کمښت څخه د نیمروز ولایت د اوسېدونکو ګڼې ستونزې، د وېره اچوونکو د برید له امله  دغزنی ولایت د خواجه عمري د ولسوال او امنیتی ځواکونو په ګډون د یو شمېر هېوادوالو شهادت څخه یادونه او د دی ولایت د امنیتی وضعیت د خرابوالی څخه اندیښنه، د هرات ولایت شینډنډ ولسوالی کې انساني تلفات، د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د امنیه قوماندان دشهادت له امله تسلیت، د پکتیکا ولایت د لارو په اوږدو کې د امنیت د نشتون او د وسله والو افرادو له خوا د موټر چلوونکو څخه د پیسوو اخیستل، کندز ولایت یوشمیر سیمو کې د طالبانو له خوا د بریښنا د میلیونونو پیسو راټولول، د مجلس دغړو سره دکتنې په ځانګړې ورځ د کورنیو چارو وزیر نه حضور او د مقرریو بندول، د یاد وزیر له خوا د منسوبینو ترفیع او تبدیلي او له دې څخه رامنځته شوی ستونزې، د امریکا دمتحده ایالتونود جان هاپکینز پوهنتون د علمي کادرونو په ټولنه کې د غړیتوب د ترلاسه کولو له امله ولسمشرمحمداشرف غني ته مبارکي ویل او د ګینس کتاب کې د هېواد دکرکټ دملي لوبډلې د نامتو لوبغاړي راشد خان د نوم ثبت، د کابل ښار د اوومې ناحیې مربوطاتو کې د یوه سړک د رغاونې په موخه د یوه ملي سوداګر د خیریه کار څخه هرکلی، د سیمه ییزې اردو د جذب لپاره د منلو وړ میکانیزم پر جوړېدو ټینګار، د هوکړې او خبرو اترو پر بنسټ د سوریې مسلې پر حل ټینګار، د بدخشان، کندز، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزني او غور ولایتونو کې د ناامنیو د پراختیا څخه اندیښنې، بغلان ولایت کې د امنیتی ځواکونو په پیاوړي کولو ټینګار او ځینې نور مسایل وو چې مطرح شول.

همدا راز غونډې ته د حقوقي نظریې سره یو ځای د کابل ښار د حلقوي سړک پروژې د پلی کېدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او اسلامي پرمختیایی بانک تر منځ د پور موافقتنامه معرفي او د مطالعې په موخه ځانګړی کمېسیون ته وپیژندل شوه.

د مشرانو جرګې رئیس د یادو مواردو په جمعبندۍ کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټولټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نومونو د ثبت بهیر له پیل څخه مبارکي وویله، او د دی بهیر څخه د ملاتړ د څرګندولو تر څنګ یې روښانه کړه چې دا د ټولو ګډ مسئولیت دی تر څو یې د بریالیتوب او ټولو هېوادوالو ته د پوهاوي په برخو کې کاروشي  چې خلک د رڼو او ددرغلیو څخه د لیرو  ټاکنودترسره کیدو شاهدان و اوسي او ټینګار یې وکړ چې د هېواد امنیتی سکتور دې د نومونو د ثبت مرکزونو د امنیت په ټینګښت کې هڅه وکړي  او د خلکو د پراخ ګډون زمینه دې برابره کړي.

فضل هادي مسلم یار د وسله والو مخالفینو له خوا بغلان ولایت کې د بریښنا ستنې نسکورول وغندل او ویې ویل له هغوی اجیرو ډلوڅخه چې د وژنو او ورانولو پرته بله غوښتنه نه لري تمه نه کیږي، ترڅو اجازه ورکړي چې خلک په رڼا کې ژوند وکړي او د بغلان د امنیتی ځواکونو یې وغوښتل تر څو د دښمن د ټکولو په موخه لازم عملیات په لاره واچوي او د بریښنا ستنې د رغولو په موخه د بریښنا فني کارکوونکو له پاره زمینه برابره کړي.

 26-Hamal97-JAL3.JPG

د مجلس رئیس د هېواد په ځینو سیمو کې د امنیتی ځواکونو تلفاتو څخه خواشینی څرګنده کړه او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره د ډاډګېرنې د څرګندولو تر څنګ یې د امنیتی مسئولینو وغوښتل تر څو د دا ډول پیښو د مهارولو له پاره مخکیني تدابیر وکاروي او هم یې د دفاعي چارو او کورنی امنیت کمېسیون وګماره چې په دی برخه کې د اړوندو مسئولینو سره کار وکړي او هم یې کورنیوچارو وزارت کې د بیروکراسۍ په اړه وویل چې شته موارد به دیاد وزارت درهبرۍ سره  شریک کړي.

فضل هادي مسلم یار د امریکا د متحده ایالاتو د جان هاپکینز پوهنتون په کادري ټولنه کې د هېواد د جمهور رییس محمد اشرف غني د غړیتوب ترلاسه کولو له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه هر څوک چې د افغانستان دنوم لوړولوپه لارکې هڅې وکړي او ویاړونه ترلاسه کړي د دستاینې او درناوي وړ دی.