اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وری ۲۵ مه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلابېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

دعبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، کلتوري، پوهنې او لوړوزد كړو چارو د كمېسيون غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزرات د سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري په ګډون جوړه شوه .

 په پيل كې د كمېسيون ریيس او غړو دهېواد تاريخي آبداتو ته نه پاملرنه، د ياد وزارت د تشو بستونو نه اعلان، د سرپرستيو موضوع، په ګمارنو كې د سليقوي چلندونو، د رسنيو د شمېر، د دولتي مطبعو د وضعيت، د بودجې د کمښت او د ودانیو د نشتوالي په اړوند د كندهار او بلخ ولايتونو څخه شكايتونه ، په ځينو تلويزيونونو كې د غير اخلاقي سريالونو د خپراویې او په دې برخه کې نافذه قوانين نه په پام کې نیول، د امنيتي ځواكونو په اړه د اعلانونو خپرول او د رسنيو له خوا د دغو خبرتياوو سوداګريز بلل او ځينې نورو مسایلو اړوند پوښتنې مطرح کړې.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري د يادو پوښتنو په اړه وويل د ۵۰۰۰ په شاوخوا كې تاريخي آثار پېژندل شوي چې له دې شمېره ۱۵۰۰ ثبت او ۹۰۰ ته يې لوحې جوړې شوې او تېر كال د هېواد په ۱۸ ولايتونو كې د آثارو په ساتنه او بيا رغاونه كې پروژې پلي شوي دغه راز روان کال به په غزني او ځينو نورو ولايتونو كې به ورته پروژې پلي شي نوموړي زياته كړه، د رسنيو په خپرونو كې ډېرې نيوكې شتون لري چې تېر كال ۱۵۰ شكايتونو ته رسيده ګي شوې او یاد شکایات هغه مهال د رسنيو د عالي شورا له خوا څېړل كيږي چې د حقيقي يا حكمي شخص له خوا مطرح شوي وي .

   پوهاند باوري د ۳۳ عنوانه طرزالعملونو د ترتيب او عملي كېدو په  يادوونې سره وويل ياد وزارت د بودجوي ستونزو سره مخ دى چې په ځينو حالاتو كې نشي كولاى خپلې چارې په سمه توګه پر مخ يوسي په دې توګه يې وويل په مركز كې ۵۲ بسته او په ولايتونو كې يې ۱۱۰ بسته اعلان ته سپارلي چې په روانه اونۍ كې به يې آزموينه واخستل شي نوموړي د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ودانۍ د نه شتون په اړه وويل د ياد وزارت ملكيت او عوايد چې مخ كې د غير مسؤلو كسانو له خوا ټولېدى، تثبيت او د ياد رياست ستونزې ته به رسيده ګي وشي .

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير يادوونه وكړه، د امنيتي ځواكونو په هكله چې كوم اعلانونه خپریږي سرچینې یې پېژندل شوي او كار جريان لري ترڅو ټول اعلانونه د افغان اعلانونو په چوكاټ كې ترسره شي چې هم به ملي ګټې په پام کې ونیول شي او هم به داعلاناتو په خپرونو کې تعادل رامنځ ته شي.

همداراز د ياد وزارت ځينو نورو مسؤلينو دخپلو اقداماتو په اړه دخبروپرمهال  د رسنيو د مالياتي جريمې د معافېدو په اړه دمعلوماتو سربېره وويل د دولتي مطبعې اداره په نهو ولايتونو كې په خپل ۳۰۰ كسيز تشكيل سره هڅه كوي ترڅو چاپي آثار نشر او دغه راز د پوهنې وزارت درسي كتابونه په لوړ كيفيت چاپ كړي همداراز يې د كابل ښاروالۍ سره په هوكړې ځينې كارونه تر لاس لاندې نيولي ترڅو د لارښوونو لوحې كابل ښار كې نصب كړي .

 د كمېسيون غړو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسؤلينو د اظهاراتو د اورېدو وروسته د هېواد فرهنګي مسايلو د پاملرنې په ټينګار سره ژمنه وكړه چې كمېسيون به خپل كاري استقامت ته په كتو سره د ياد وزارت سره همكاره وي . 

25-Hamal97-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د مرستیال محمد رحیم حسنیار په مشرې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې رئیس او د یادې سیمې د حوزې آمر او د ترافیکو مسئول د بی حده ترافیکي ګڼې ګوڼې، د غیر معیاري او خپلسرو ساختمانونو رغاول، د لاس پلرونکو تنظیم، د موټرو د تم ځای رامنځته کول او ځینې نورو مسایلو په اړوند څرګندونې وړاندې کړی.

 یادو مسئولانو د خپلو فعالیتونو د شمېرلو تر څنګ وویل، د مطرح شویو مواردو د حل په موخه د دوو میاشتو راهیسې په سیمه کې کار جریان لری او درې تنه مو د مارکیټونو د تنظیم په موخه ګمارلي، هغوی وویل کارخانو، حکومتی ادارو او بنسټونو کې د کاری زمینو نشتوالی سبب شوی چې یو شمېر ځوانان لاس پلورلو ته مخه کړي چې د دیارلسمې ناحيې عمومی سړک څخه د تعمیراتی موادو انتقالات او دغه کار د بی حده ګڼې ګوڼې سبب شوی دی، کمېسیون د مسئولانو څرګندونو په نسبی ډول د قناعت وړ وګڼلې، ټینګار یې وکړ چې د ترافیکی ګڼې ګوڼې د حل، د لاسپلورونکو د ستونزو د حل، د پولیسو او ترافیکو پولیسو تر منځ همغږی او د تم ځای جوړولو په برخو کې دې لازم اقدامات وشی او د دي ترڅنګ کمېسیون وپتییله چې د کوټې سنګی سیمه کې د ترافیکي ستونزو د حل په موخه دې د درېیمې اوپنځمې امنیتي حوزو مسئولان د شنبې ورځې غونډې ته حضور راوړی.

د غونډې په بله برخه کې د ملکی هوايی چلند او ترانسپورت وزیر څخه وغوښتل شول چې د تېر کال د اجرااتو او راتلونکې کال د پلانونو، څارنوالی ته د څلور شپیته کارکوونکو د پیژندنې د علت، د ترانسپورت د تنظیم او د ترانسپورتی خدمتونو د وړاندی کولو، بندرونو څخه د عوایدو د راټولولو، د نړیوال حمل او نقل او نورو اړوندو مسایلو په هکله دی راتلونکې غونډې ته څرګندونې وکړي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې د ټولګټو وزیر دې د اړوندو مسئولانو او د جوزجان ولایت د حلقوی سړک د قراردادی شرکت رئیس سره یو ځاي د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د یاد سړک، د سالنګونو د لویې لار د بدیل، د زرمت سړک د کار د پرمختګ، د کابل – جلال آباد د دویم سړک او د اختر افغان ساختمانی شرکت د شکایت په اړوند د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

 25-Hamal97-Mukhabirat.JPG

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضايي چارو د کمېسیون په غونډه کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال او د بشري سرچینو ريیس د دولتی لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت په برخه کې ۱۳۹۶ مالي کال د اجرااتو د رپوت، د فساد څخه د مخنیوی او د کاری پروسو د ساده کولو د تدابیرو، د اداری فساد قضایاو او نورو مواردو په اړوند معلومات وړاندی کړل، او ویې ویل د ادارې نشتون او د اداری فساد سره د مبارزې په امر کې د دولتي یو شمېر چارواکو لازم قاطعیت، د تنظیمی، ګروهی، قومي علایقو له مخې مفسدینو څخه د ځینو دولتی رهبری چارواکو ملاتړ، د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د قانون نه انفاذ او په دی برخه کې د پارلمان نه همکاری، یو شمېر ولایتونو کې د امنیت نشتوالی چې د اداری فساد پر وړاندې د مبارزی پرورګرامونو د پلی کیدو خنډ ګرځی د دی ریاست په لار کې خنډونه دي، کمېسیون وپتییله یاده ا داره دې په خپل راستول شوي پلان په برخه کې لیکلی او د پوهېدو وړ توضیحات راولیږی.

25-Hamal97-Adli.JPG 

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملی اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د مالیې وزرات له خوا د پراختیایی بودجې د نه ورکړې او عادی بودجې څخه د لګښت د استفادې په اړه د دولتي لوړپوړو چارواکو د امنیت او ساتنې ریاست د راستول شوي مکتوپ په اړه خبری او وپتییل شوه چې د څرګندونو په موخه دي د مالیې وزارت د بودجې ریاست مسئولان د کمېسیون یوې غونډې ته راوبلل شي.

د غونډې په بله برخه کې د هېواد اتو زونونو کې د ترانسپورتی کمپنیو او هېوادوالو د اسانتیاو په موخه د ترمینلونو د جوړېدو په اړه خبرې وشوې، د کمېسیون غړو د ترانسپورتی او ترانزیتی لارو په برخه کې د ترانسپورتی شرکتونو پانګونه او مشارکت د حکومت له پاره یو ښه فرصت وباله، ویې ویل چې د هېواد هر زون کې باید مناسبی ځمکې د داخلیدو دروازو له پاره تثبیت کړای شي او هم ترمینلونه باید د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ کړای شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د راغلو عریضو په اړه خبرې او د اجرااتو په موخه اړوندو ارګانونو ته واستول شوې.

 25-Hamal97-Mali.JPG

د مېرمنې نفیسې سلطانی په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د  غزنی ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ د هېواد د دښمنانو ډله يیز برید چې په کې د یادې ولسوالۍ ولسوال او یو شمېر نور افسران شهیدان شول په کلکو ټکو وغندل شول، د شهیدانو له پاره د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسی روغتیا غوښتنه وشوه.

د غونډې په بله برخه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګاڼو د ټولټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نومونو د ثبت له پیل څخه ملاتړ وشو او ټینګار وشو چې اړوند ارګانونه دې د معلولانو د نومونو د ثبت له پاره د لازمو اسانتیاو د مساعدولو تر څنګ د معلولیت لرونکو اشخاصو د قانون سره سم د ټولنې د دی برخې او د شهیدانو د وارثانو د استخدام زمینه مساعده کړي.

همدا راز د بغلان ولایت د معلولانو عریضه چې د مرکز بغلان تپه مصلحت ښارګوټی کې د استوګنې د نمرو د وېش، کارموندنې او د غوره روزنې او پالنې د زمینو د برابرولو غوښتونکې دی، مطالعه او د دوی عریضه د اجرااتو په موخه اړوندو بنسټونو ته راجع شوه.

 د غونډې په پای کې د معلولیت حقوقو د تثبیت په موخه د کورنیو چارو وزارت ته د دویم ساتنمن شیر علم عریضې د لیږد تر څنګ د جنوب زون او په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت د معلولینو او شهیدانو د وارثانو ستونزې واوریدل شوې او د اړیکو له مخې اړوندو ادارو ته راجع کړای شوې.

25-Hamal97-Malolin.JPG 

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او كوچيانو چارو د كمېسيون په غونډه كې په بغلان ولايت كې د ازبكستان هېواد د وارداتي برښنا د يوې پايې له منځه وړل په كلكو ټكو وغندل شو او د امنيتي مسؤلينو څخه غوښتنه وشوه ترڅو د دښمنانو د دا ډول بزدلانه اقداماتو مخه ډب او د عامه تاسيساتو په ساتنه كې لازمې هڅې وكړي .

د غونډې په بله برخه كې د سوريې پر هېواد د امريكا د متحده ايالاتو، فرانسې او بريتانيې له لوري هوايي حملې چې په پايله كې يې د زياتو ملكي كسانو د شهادت او ټپي كېدو لامل وګرځېد وغندل شو د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا څخه وغوښتل شول ترڅو په ياد كرغېړن عمل چوپتيا غوره نه كړي .

25-Hamal97-Aqwam.JPG 

په پاى كې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو د ټاكنو لپاره د رايه وركوونكو د نوم د ثبتولو د پروسې څخه هركلى څرګند شو او وويل شول چې د ټاكنو كمېسيون بايد په شفافيت، د سياسيونو د نه لاس وهنې او بې پلوه توګه د ټاكنو بهير ته پاملرنه وكړي چې امنيتي ارګانونه هم بايد د رايه وركونې د مركزونو د امنيت په ټينګښت كې لازم اقدامات ترسره كړي

د نثار احمد حارس په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د كمېسيون په غونډه کې د ولسي جرګې او ولایتی شوراګانو د ټولټاکنو د رایې وررکونې د نومومو د ثبت بهیر له پیل څخه هرکلې وشو او وویل شول چې د ټولټاکنو كمېسيون دی هڅه وکړي چې د ټولټاکنو ملي بهیر باندی د خلکو تللې باور یو ځل بیا ترلاسه کړي او هم راروان انتخابات په اعلان شوس نیټه جوړ کړي او هم یې څرګنده کړه چې د ټولټاکنو کمیسیون دی د رایو ورکوونکو د نومونو د ثبت له پاره د ښه زمینو د برابرولو او د نفوسو د احوال د ثبت اداری مسئولین دی هیوادوالو باندې د تذکرو د ویش په برخه کې مناسب او عملی اقدامات تر لاس لاندی ونیسي.

 25-Hamal97-Rifai.JPG

د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شكايتونو د اورېدو په كمېسيون كې، د ښارجوړونې چارو وزارت مرستيال، د ښار د اوبو د ككړېدو، په مركز او ولايتونو كې د لوړ پوړو ودانيو د رغاونې او د پل محمود خان د پروژې د رغاونې د پڅ بهير په اړه معلومات ارايه كړل .  نوموړي د معلوماتو په ارايه كولو سره وويل ياد وزارت قانون ته په كتو سره د پروژو د طرحو او پلانونو په اړه مسؤليت لري چې د پروژو پلي كوول او نظارت د كابل ښاروالۍ د صلاحيتونو څخه دي زياته يې كړه ياد وزارت په ډېريو پروژو كې د پر مختللي سيستم ( بودرا ) څخه د فاصلاب لپاره ګټه اخلي چې د پاته فاصله اوبو څخه د كرهنې په برخه  كې ګټه اخيستل كيږي .نوموړي په كابل ښار كې د ځمكې لاندې د اوبو د كمښت او بې ځايه ګټه اخيستنې په هكله وويل د اوبو او برښنا وزارت د اوبو د تثبيت، لېږد او د شبكې د ايجاد مسؤليت په غاړه لري او كېداى سي د اوبو د بډاينې لپاره د پروان او كاپيسا ولايتونوڅخه ګټه واخلي  نوموړي د امنيت د ملي شورا د مشاوريت د مرستيال د دفتر په ګډون، د كابل ښاورالۍ مرستيال، د اراضي د ادارې رئيس، د ښارجوړونې، ملي دفاع، كورنيوچارو وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيالان  د ودانيو د سرغړونې د كمېټې د رامنځ ته كېدو غړيتوب ولري چې يادې كمېټې رياست به خپله والي كوي .د پل محمود خان د كار د پڅوالي لوى لامل يې د دكانونو نه تخليه كېدل او د خلګو بې ميلي د اپارتمانونو په رانيولو كې ووبلل .  د كمېسيون غړو د اراكينو د ظهاراتو د اورېدو وروسته د يادې كمېټې د كار پر ژر پيلېدو ټينګار وكړ زياته يې كړه د ښار جوړونې وزارت بايد د اړوندو اداراتو سره په همغږى د كابل ښار د اوبو او د پل محمود خان د پروژې د ستونزې د حل په موخه لازم اقدامات پرسره كړي . همداراز په غونډه كې، د لوړوزده كړو وزارت د خصوصي موسساتو رئيس، يو شمېر تحصيلي خصوصي بنسټونو يو شمېر رئيسان او معاونينو د تدريس د سيستم د كښته كيفيت پر راغلو شكايتونو، د محصلينو په جذب كې د شفافيت پر نشتوالي، د لوړ فيس، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو كې د همغږۍ پر نه شتون، د اسلامي پوهنتون د بنسټ د غيررسمي فعاليت په اړه معلومات وړاندې كړل .     په پيل كې د خصوصي لوړوزده كړو رئيس، په خپلو توضيحاتو كې وويل د هېواد په كچه د لوړوزده كړو د خصوصي موسساتو ۱۳۱ پوهنتونونه فعاليت لري چې نيمايي يې په كابل كې خپل فعاليت ترسره كوي په يادو بنسټونو كې يوسلو اتيا زره محصلين په زده كړو بوخت دي چې بايد د ياد رياست د تشكيل د زياتېدو كې لازم اقدام وشي نوموړي د خصوصي لوړوزده كړو د بيسټونو د كيفيت او كميت په اړه وويل يادې ادارې د كانكور د آزموينې د بهېر له پيل تر فراغته نظارت كوي د هغو كسانو نوم چې د آزموينې په لست كې شامل نه وي د فراغت اسناد به يادو كسانو ته توزيع نه شي .

25-Hamal97-Shikayat.JPG 

نوموړي د اسلامي پوهنتون د غير قانوني فعاليت په اړه وويل ياد بيسټ هيڅ ډول قانوني رسميت نلري او په رسمي توګه مو د كابل ښار امنيه قوماندانۍ ته مكتوب لېږلى ترڅو ياد بنسټ وتړي .وروسته د خصوصي پوهنتونونو استازو خبرې وكړې زياته يې كړه د خصوصي لوړوزده كړو په موسساتو كې بايد د لوړوزده كړو وزارت او نور نظارتي بنسټونه د معياري او غير معياري بنسټونو د تشخيص او ستونزو په برخو كې تفكيك وكړي د نوو علمي، مناسبو حل لارو او د ستونزو د رفع كولو لپاره لارې چارې ولټوي . د كمېسيون غړو د مسؤلينو د توضيحاتو د اورېدو وروسته پرېكړه وكړه چې ياده موضوع به په راتلونكو غونډو كې د مسؤلينو په حضور كې وڅېړي .د غونډې په پاى كې د فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د مرستيال په حضور كې د هرات ولايت د فساد سره د مبارزې د رياست كاركوونكي عبدالحنان دقيق شكايت چې مدعي دى د قانوني طى مراحلو پرته د كندز ولايت ته تبديل شوى واورېدل شو نوموړي د عارض د شكايت د اورېدو وروسته د نوموړي تبديلي غير موجه وبلله ژمنه يې وكړه د ياد كس په بيا ګمارنه كې به اقدام وكړي .