اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۲ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال  د وري ۲۲ مه

د مشرانوجرګې كمېسيونونو نن په بيلابېلو موضوعګانو بحث او څېړنې وكړې .

د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شكايتونو د اورېدو كمېسيون په غونډه كې، د ټولګټو وزارت مرستيال او د ياد وزارت د سړكونو د ساتنې او مرقبت رئيس په هېواد كې تر اندازې زياتو ترافيكي پيښو په خاصه توګه د عمومي لويو لارو په اږدو كې، په مخدره توكو او الكولي مشروباتو د ځينو موټروانانو روږدوالى، د وسايطو د لوړ بار له امله د سړكونو خرابېدل او د ياد وزارت پر پلي كېدونكو پروژو د كمېسيون د غړو د پوښتنو په اړه معلومات وړاندې كړل .     په ياده غونډه كې نوموړو مسؤلينو يادو پوښتنو ته د معلوماتو وركولو سربېره، په څلوردېرشو ولايتونو كې د ياد وزارت د پروژو په اړه د كارد پرمختګ او پرتو ستونزو ته په كتو سره مفصل معلومات اراپه كړل .د كمېسيون غړو د پلي كېدونكو پروژو په اړه په ټينګار سره وويل د هغو ټولو پروژو د كار ترسره كوول په ښه توګه په خاص ډول هغه پروژې چې د ملي تداركاتو د كمېټې له خوا منظور شوي په وخت او جدي پاملرنه دي ور ته وشي . هکذا درجلسه رئیس ناحیه سوم شهرکابل درمورد شکایات واصله ودستاوردهای خویش معلومات ارایه نموده گفت هنگام که به این سمت آغاز به کار نمود طرح جامع وکلی را دراختیارداشت که برمبنای آن ابتکارات زیادی را درناحیه مذکور به وجود آورده است  که کارکردهای وی به باشنده گان محل محسوس می باشد وافزود  با زورمندان که میخواهند کارهای غیرقانونی را انجام دهند شدیداً مبارزه نموده واجازه نخواهند که زورمندان دراین ناحیه کارهای غیرقانونی را انجام دهند.دغه راز په غونډه كې د كابل ښار د درېيمې ناحيې رئيس د راغلو شكايتونو او خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې كړل او و يې ويل كله چې مې په ياد سمت كې په دندې پيل وكړ جامع او هراړخيزه طرح يې تر لاس لاندې درلوده چې د يادې طرحې له مخې يې په نوموړي ناحيه كې ډېر نوښتونه رامنځ ته كړي د يادې سيمې اوسېدونكي هم زموږ كړنې احساسوي د هغو زورواكو سره چې غيرقانوني كارونه ترسره كوي جدي مبارزه كوو او اجازه به ور نه كړو ترڅو روزواكي په ياده ناحيه كې غير قانوني كړنې ترسره كړي .

 22-Hamal97-Shikayat.JPG

د مېرمن نفيسې سلطاني په مشرۍ د شهيدانو او معلولينو كمېسيون په غونډه كې، د بغلان ولايت د معلولينو د حق غوښتنې د مركز مسؤل او د بېلابېلو سيمو څخه د معلولينو استازو ګډون كړى وو د كمېسيون پر بيا جوړيدو يې خوښي وښوده خپل وړانديزونه او ستونزې يې شرنكي كړې .  دوى د معلولينو پر حقونو ټينګاروكړ او و يې ويل، هغه هېوادوال چې د جګړو په ليكو كې معلوليږي بايد نوموړو ته د معلوليت كارت جوړ او د حقوقو څخه يې برخمن شي يادو كسانو د معلولينو د قوانينو او مقرراتو د نه پلي كېدو په اړه د ځينو بيسټونو له خوا لكه، د پوهنې، لوړوزده كړو، عامې روغتيا، شهيدانو او معلولينو وزارتونو څخه شكايتونه درلودل .  نوموړو معلولينو د حكومت څخه وغوښتل معلولينو ته د كارموندنې او شغل د رامنځ ته كېدو چې د دوى د بسياينې لپاره په لاره واچول شي او هغه معلولين چې د سواد د نعمته برخمن دي د هېواد په مركزي او سيمه ييزو اداراتو كې له دوى څخه ګټه واخيستل شي، زياته يې كړه د قانون ترسره كېدل، پلي كېدل او د معلولينو د حقونو څخه ملاتړ يې بله غوښتنه ده چې بايد حكومتي مسؤلين جدي پاملرنه او رسيده ګې وكړي .  وروسته د كمېسيون رئيس په خپلو خبرو كې وويل مشرانوجرګه او د معلولينو اختصاصي كمېسيون تل د هېواد د معلولينو د ږغ په پورته كولو كې مهم ګامونه اخيستي او له دوى څخه يې هراړخيز ملاتړ كړى دغه راز يې دوى ته ډاډ وركړ يادې ستونزې او وړانديزونه به راټول او د ټولنيزو، ماليې او كورنيو چارو وزارتونو سره وڅاري . نفیسه سلطانی رییس کمیسیون همچنان درمورد صحت یابی وتداوی معلولین، کاریابی برای آنان، تهیه مسکن، تعلیم وتربیه، تحصیلات عالی، بورسیه های تحصیلی، اجرای حقوق وامتیازات آنان، ومشکلات خانواده های شهدا  را درمطابقت باقانون موجود بامسئولین مرتبط به بحث خواهدگرفت.د كمېسيون رئيس دغه راز د معلولينو د درملنې او روغتيا، كارموندنې، د مسكن برابرول، ښوونه او روزنه، لوړې زده كړې، تحصيلي بورسونه، حقوق، امتيازات او د شهيدانو د كورنيو ستونزې بايد قانون ته په كتو سره د اړوندو مسؤلينو سره به تر بحث لاندې ونيول شي .رییس کمیسیون از وزارت مالیه نیزخواست تا دراجرای تخصیص جهت اجرای حقوق معلولین وورثه شهدا اقدام نمایند ونیز کمیسیون انتخابات مکان های مشخص را برای رای دهی معلولین درنظرگیرد همچنان از نهاد های دیگر که درمربوطات معلولین کار می نمایند بست های ولایتی شانرا به رقابت گذاشته وافراد متعهد وشایسته را درآن بگمارند ونیز درمورد توزیع نمرات رهایشی به افراد معلول وورثه شهدا تأکید داشت که وزارتخانه های مربوطه درزمینه مطابق به فرمان رییس جمهوری کشور عمل نمایند.د كمېسيون رئيس د ماليې وزارت څخه هم وغوښتل ترڅو د شهيدانو د ورثوو او معلولينو د حقونو د ترسره كېدو په برخه كې تخصص په اړه اقدام وكړي دغه راز د ټاكنو كمېسيون دي هم د معلولينو د رايي وركولو لپاره ټاكلى ځاى په نظر كې ونيسي همداراز هغه بنسټونه چې د معلولينو په شاوخوا كې كار كوي خپل ولايتي بستونه سيالى ته كښيږدي ژمن او صادقه كسان وګماري معلولو او د شهيدانو ورثوو ته يې د ځمكو د نمرو پر وېش يې ټينګار وكړ اړونده وزارتونه دي د هېواد د ولسمشر د فرمان مطابق عمل وكړي .

22-Hamal97-Malolin.JPG 

د انجنير احمد جاويد رووف په مشرۍ د بهرنيوچارو كمېسيون په غونډه كې په بېلابېلو هېوادونو كې د افغان كډوالو او پناه غوښتونكو ستونزې په خاصه توګه، پاكستان، ايران او اروپايي هېوادونو كې د كډوالواو راستنېدونكوچارو وزارت وزير سيد حسين عالمي بلخي په حضور كې مطرح شوې .  نوموړي وويل په پاكستان هېواد كې د ۸۰۰ زرو په شاوخوا كې كډوال د مدرك پرته اوسېږي، يو مليون او څلورسوه زره نور افغانان وړاندې په قانوني توګه ژوند كوي چې د څلور اړخيزه افغانستان، پاكستان، ايران او د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي كميشنرۍ ترمنځ د پناه غوښتنې په اړه  په غونډه كې چې څه موده وړاندې د تركيې په هېواد كې ترسره شوه د پاكستان هېواد ته وويل شول چې افغان كډوال دي په هيڅ صورت د ياد هېواده په زوره نه ايستل كيږي د پاكستان هېواده دي افغان كډوال په تدريجي او خپله خوښه راستانه شي بلخي زياته كړه د ايران په هېواد كې د يونيم مليون په شاوخوا كې ثبت او راجستر په قانوني توګه اوسېږي؛ خو د یوه ملیون به شاوخوا کې د مدرك پرته كډوال دي، هغه افغانان چې په ايران كې اوږد مهاله اوسېږي لكه محصلين او افغان تجاران چې د پاسپورټ د تمديد بهير يې په تهران كې د افغانستان د سفارت له خوا ترسره كيږي او ياد امر دوى ته د پام وړ ګټې او آسانتياوې برابرې كړي .    دغه راز بلخي زياته كړه د تركيې په هېواد كې د ۱۵۰ زرو په شاوخوا كې زموږ هېوادوال ژوند كوي چې له دې شمېره څه كسان پناه غوښتونكي او څه نورو يې د پناه غوښتنې درخواستونه وركړي ځينې هم غواړي له دې لارې اروپايي هېوادونو ته كډوال شي زياته يې كړه د كډوالو او راستنېدونكوچارو د وزارت هڅه او هدف دا دى ترڅو د افغان كډوالو راستنېدل هېواد ته په آبرومندانه توګه د يوه ځانګړي مديريت لاندې برنامه ريزي شي .

22-Hamal97-Bio.JPG 

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د كمېسيون په غونډه كې د اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د ۱۳۹۶ مالي كال د اجرااتو رپوټ مطالعه او پاتې برخه يې راتلونكې غونډې ته پاتې شوه، د غونډې په بله برخه كې د يو شمېر رسنيو او ټولنيزو  رسنيو له خوا د جمهوري رياست د كاري دوري د ختم، معكوس خپرولو په تړا خبري وشوې او وپتييل شوه تر څو د عدليې، اطلاعاتو او فرهنګ وزيران، د حقوق پوهانو د اتحاديې رئئس، د ټولټاكنو كمېسيون رئيس او د ماندګار ورځپاڼې مسئول مدير دي د لا زيات تدقيق په موخه د كمېسيون يوې غونډې ته راوبلل شي. د غونډې په پاي كې د راغلو عريضو په اړه خبري او لازمې پريكړې وشوې.

22-Hamal97-Adli.JPG 

د محمد عظيم قوياش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د كمېسيون په غونډه كې د كرهڼې او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معينيت سرپرست، د بڼوالۍ، اوبو د تنظيم، د نباتاتو د ساتنې، د كرهڼيزو تخمونو او درملو د وېش ريسانو په ۱۳۹۶ كال په اوږدو كې د اوبولو، د غنمو او غله جاتو د توليد، د بڼوالۍ او صنعتي نباتاتو د پراخېدو، مالدارۍ، د طبيعي ذېرمو د تنظيم، د اقليم د بدلون او د مېرمنو د ځواكمنتيا په اړوند د خپلو فعاليتونو رپوټ وړاندي كړل او ويې ويل، دغې وزارت تېر كال د نوي سلنو زياته منظور شوې بودجه په څلويښتو پروژو كې لګولي ده. مسئولينو زياته كړه چې په روان كال كې ياد وزارت اته دېرش پرمختيايي پروژې او نهه اعشاره څلور ميليارده پراختيايي بودحجه درلوده چې د بذري تخمونو د وېش، د كرهڼيزو ماشينونو، د چرګانو د پالنې او د هېواد ټولو ولايتونو كې د كوچنيو بڼونو د رغېدو په برخه كې به يې ولګوي او زياته يې كړه چې د هېواد د يارلسو ميليونه اوسېدونكې چې د غذايي مصئونيت د نشتوالي كړيږي اقدامات كړي او د هېواد د اجراايه رئيس له خوا يو شمېر مرستندويو هېوادونو سره خبري شوي چې د دوي له خوا د همكاري ژمنې وركړل شوي دي.

22-Hamal97-Mali.JPG 

د محمد هاشم الكوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او كورني امنيت د كمېسيون په غونډه كې د نفوسو د احوال د ثبت د مركزي ادارې رئيس همايون محتاط د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش د بهير په اړه د كمېسيون غړو ته معلومات وړاندې كړل او و يې ويل، ياد بهير د جمهوري رياست ارګ كې پيل شوى او په كې ۱۶۰۰ تنو خپل نومونه ثبت كړي او د دې بهير له پاره يو سل ميلون ډالري سيستم جوړ شوى خو د نامعلومو دلايلو له امله يادې ادارې ته وويل شول چې د ټولټاكنو د جوړېدو له پاره دي كاغذي پېژندپاڼې وويشل شي.نوموړي زياته كړه، د كاغذي پېژندپاڼو د وېش له پاره په ټول هېواد كې دوه څلويښت مركزونه فعال شوي دي او هم پخواني اسناد كمپيوټري شوي تر څو د جعلي پېژندپاڼو مخه ډپ شي خو د افغانستان په ځينو سيمو كې د ستونزو د شتون له امله اوسېدونكې نه شي كولاي پېژندپاڼې ترلاسه كړي، نوموړي د خيرخاني، دشت برچي او احمد شاه بابا مينې سيمو كې د پېژندپاڼو د ويش مركزونو جوړېدو څخه يادوونه وكړه او څرګنده يې كړه چې دوه نور مركزونه به هم پرانيستل شي.همايون محتاط د دې ادارې د كاركوونكو د معاشونو د نه اجرا په اړه څرګنده كړه چې دايمي بودجه د كورنيو چارو وزارت پورې تړاو لري او د اجراا له پاره يې هڅې رواني دي، نوموړي يو شمېر ولايتونو كې د پېژندپاڼو د وېش مركزونو كې د مېرمنو د كمرنګه حضور څخه هم يادوونه وكړه او دغه عمل يې د ميرمنو له خوا د پېژندپاڼو د نه اخيستو عمل ياد كړ، نوموړي د پخوانيو پېژندپاڼو د تائيدۍ په موخه د مراجعينو د بي حده ګڼې ګوڼې څخه وويل، د دې ستونزې د حل له پاره كاري پرسونل او دفترونه زيات شوي دي.

په بله برخه كې د ملي دفاع وزارت د سرحدي قوتونو قوماندان تونجنرال جمعه ګل همت خپل د كړنو رپوټ ارايه او و يې ويل افغانستان د شپږو هېوادونو سره د ۵۸۱۳ كيلو مترو په اوږدولي ګډه پوله لري او تر پوښښ لاندې راوستل يې د يادې قوماندانۍ دنده ده په دې سره چې نوموړې قومانداني نوې د ملي دفاع وزارت ته لېږدول شوې پرسونل يې د ځينو كمبوداتو سره مخ دى. همت زياته كړه سرحدي ستونزې د پاكستان او ايران سره شتون لري ځكه تروريستان او د مخدره توكو قاچاقبران د دې لارو تګ راتګ كوي، هڅې روانې دي ترڅو د يادې قوماندانۍ تشكيل  بشپړ ژمن او صادقه كسان په تشو بستونو كې وګمارل شي.       

 22-Hamal97-Dfai.JPG

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او كوچيانو د چارو د كمېسيون په غونډه كې د كنړ ولايت په دانګام او سركاڼو ولسواليو د پاكستاني ځواكونو د راكټونو توغول چې ويل كيږي د اته څلويښت ساعتونو راهيسې ۴۳۲ د راكټ مرمۍ په دې سيمو لګيدلي دي چې له امله يې يو تن شهيد او څو نور ټپيان شوي دي او هم يې د سيمې اوسيدونكو ته مالي زيانونه اړولي دي چې د دوى دغه كار د نړيوالو قوانينو خلاف وګڼل شو، د كمېسيون غړو د هېواد پوځيانو له خوا د ورته عمل د كولو تر څنګ د نړيوالي ټولتې وغوښتل تر څو په دې برخه كې پټه خوله پاتې نه شي، پاكستان اړ كړي تر څو د دا ډول اقداماتو څخه لاس په سر شي. د غونډې په بله برخه د كنړ، لغمان او پكتيا ولايتونو د قومونو او قبايلو چارو رياستونو د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه بحث او وپتييل شوه چې د يادو ولايتونو رييسان دي د كمېسيون د راتلونكې اونۍ په غونډه كې حضور راوړي. په پاى كې د افغانستان حكومت سره د نړيوال بانك ۶۹۱ ميليونو ډالرو د بلاعوضه مرستې څخه خوښي څرګنده شوه او ټينګار وشو چې حكومت دي يادې پيسې په لازمو لارو ولګوي تر څو هېوادوال پرې هوسا شي. 

د نثار احمد حارس په مشرۍ د عامه هوساينې او چاپيريال ساتنې د كمېسيون په غونډه كې د كمېسيون غړو يو شمېر ولايتونو ته د هېواد د جمهور رئيس د سفرونو څخه ستاينه وكړه او زياته يې كړه چې بايد د افغانستان جمهور رييس د هېواد ټولو ولايتونو ته سفر وكړي او له نږدې د خلكو غوښتنې او وړانديزونه واوري او د حل لارو د موندو په موخه دي مسئولينو ته لازمې لارښووني وكړي. همدا راز د كمېسيون رئيس او غړو په راتلونكو ټولټاكنو كې د خلكو د ګډون په برخه كې ديني عالمانو، د جوماتونو د ملاامامانو او د ښوونځيو د ښوونكو رول ګټور وباله او زياته يې كړه ترڅو د حج او اوقافو او پوهنې وزارتونه دي په دې برخو كې پراخ او ګټور پلانونه جوړ او وړاندې كړي. د نن ورځې په غونډه كې ټاكل شوې وه چې د عامي روغتيا وزارت مالي او اداري معين او يو شمېر مسئولين د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ او د غزني ولايت ځينو ولسواليو كې د روغتيايي خدمتونو وړاندې كولو او ځينو ستونزو، د نوى افغانستان د څېړنو او مطالعاتو مركز د راستول شوي ليك او د عامي روغتيا وزارت كې د شته ستونزو او غير قانوني مقرريو په اړوند څرګندونې وكړې، خو په خواشينۍ سره د درېيم ځل لپاره هم د ياد وزارت مالي او اداري معين د نامعلومو دلايلو پر بنسټ كمېسيون ته حاضر نه شو، د كمېسيون غړو د يادو غړو پرله پسې نه حضور د نافذه قوانينو پر وړاندې بي پروايي وبلله، پريكړه يې وكړه چې د عامي روغتيا وزارت مالي او اداري معين او نور مسئولين دي د وري د اووه ويشتمې نېټې په غونډه كې حاضر نه شي موضوع به د لويې څارنوالي ادارې ته وليږل شي.د غونډې په بله برخه كې د تخار ولايت د بريشنا او د نيمروز په ولايت  د څښاك اوبو د كمښت ستونزو په اړه بحثونه وشول، وپتييل شوه تر څو د افغانستان برښنا شركت رياست مسئولين او د اوبو رسولو د عمومي رياست مسئولين دې كميسيون په راتلونكي غونډه كْي د موضوع په اړوند څرګندونې وكړي.

د عبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدكړو د چارو د كمېسيون په غونډه كې د خپرونو د عمومي وضعيت او د خپرونو د پاليسيو، مطبعو، غږيزو او انځوريزو رسنيو ته د جواز ليكونو د وركړې او اخيستو د څرنګوالي، هېواد كې د انځوريزو او چاپي رسنيو د دقيق شمېر، د تاريخي او پخوانيو آثارو د ساتلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي كېدو د څرنګوالي او ځينو نورو مواردو په اړوند بحث وشو، وپتييل شوه تر څو مطرح شوى موضوعګاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست سره د وري د مياشتې د پنځه ويشتمې نېټې د كمېسيون په غونډه كې مطرح كړاى شي. د غونډې په بله برخه كې د ټولنو، اعتصابونو او لاريونونو قانون طرحې په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان وڅيړل شو او په اړه يې لازمې پريكړې وشوې او هم په غونډه كې راغلو عرض پاڼو ته رسيدګي وشوه.

22-Hamal97-Farhangi.JPG 

 

د مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د كمېسيون په غونډه كې د راغلو عرض پاڼو د څېړنې سربېره، د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا د ۱۳۹۶ كال د څلورمې ربعې د اجراآتو رپوټ مطالعه د دوى كار او فعاليت تائيد او د كمېسيون له خوا تقدير كړاى شو. همدا راز د بادغيس ولايت كې د وروستيو وچكاليو په اړه د ياد ولايت د ولايتي شورا د غړو اندېښنې تر بحث لاندې ونيول شوې او ټينګار وشو چې اړوند مسئولان دي د ياد ولايت د خلكو ستونزو ته رسيدګي وكړي  او په دې برخه كې دي لازم تدابير ونيسي.

 22-Hamal97-Emtiazat.JPG

د مېرمنې صديقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د كمېسيون په غونډه كې د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د كمېسيون د رئيس مولوي غلام محۍ الدين منصف په حضور د ټولنو، اعتصابونو او لاريونونو قانون درېيمې مادې او اته ويشتمې مادې كې د تعديلونو په اړه بحثونه وشول چې په پايله كې د دواړو كمېسيونونو تعديلونه د تاييد وړ وګرځيدل او هم د روغتيا قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان مطالعه او د كمېسيون د غړو له خوا تاييد شو.

22-Hamal97-Zanan.JPG