اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۲ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ كال د وري ۲۱نیټه

د مشرانوجرګې د سه شنبې ورځې په عموميغونډه كې د روږدو کسانو د ډېروالي او د مخدره توكو د كښت په اړه  د مخدره توكو سره د مبارزې وزيره او نور اړوند مسؤلين استجواب شول .

14-Hamal97-JAL1.JPG

ياده غونډه چې د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار او لومړي نائب محمد علم ايزديار په مشرۍ ترسره شوه د مسؤلينو څخه سناتورانو نثاراحمد حارس، محمد هاشم الكوزي او نورو غړو، دمخدره توكو د روږدوكسانودشمیرزیاتوالی، كښت، قاچاق، په علني توګه یې خرڅ لاو او پدې اړه دپولیسوكمزورتيا، دکابل په بادام باغ په تپې او پل سوخته كې دروږدوکسانو راټولیدل، د روږدو كسانو دوضعیت په اړه د مجلس د پلاوي د سترګو ليدلى حال ، دسیمو اوسیدونکوته مزاحمتونو جوړول، د روږدو ددقيقې احصايې نشتوالى،د روغتيايي مركزونو كمښت ، د درملنې وروسته د كار د زمينې نه برابرېدل، په نړيواله كچه مخدره توكو ته د تقاضا ډېرېدل او د نړۍ په كچه قاچاق ته هڅې، د مخدره توكو او فساد د مخنيوي په اړه د افغانستان د حكومت كمزروتيا او ځينې نورې پوښتنې مطرح شوې.

وروسته د مخدره توكو سره د مبارزې وزيره میرمن سلامت عظيمي د خپلو ځوابونو په ترڅ كې وويل د مخدره توكو سره د مبارزې د قانون په توشيح كولو سره حقوقي زمينو ته لاره هواره شوې اود ټولواداروپه همغږۍ سره بههڅه وشي ترڅو د یې د مبارزې په اړه ګامونه واخستل شي اوهم او د نشه يي توكو پر وړاندې د عملي پلان،د بديل كښت او كمښت پالیسی بشپړې او داجرااتو لپاره به یې اقدامات وشي.

میرمن عظيمي زياته كړه دهیواد په ۲۴ ولايتونو كې په ۳۲۸ زره هكټاره ځمكو كې نشه يې توكي كرل کیږي او په كال كې ۹ زره متریک ټنه توليدېږي چې یوازې ۵۰ سلنه يې د هلمند په ولايت كې كرل كيږي او افغانستان نشي كولاى په يوازې توګه د دې نړيوالې ستونزې سره مبارزه وكړي اوپدې اړه د نړيوالو همكارانو صادقانه همكاريو ته اړتيا شته.

 نوموړي زياته كړه په کال کې د۴۰ زره روږدو کسانوددرملنې په موخه  د سلو په شاوخوا كې د درملنې مركزونه موجود دي په داسې حال كې چې يو اعشاریه پنځه مليونه روږي كسان درملنې ته اړتيا لري چې په هیڅ ډول  كافي نه دي او نورو ظرفيتونو ته اړتيا ليدل كيږي .

 وروسته ډاكټر احمد جان نعيم د عامې روغتيا وزارت مرستيال، فقر، د امنيت نشتون، د شغل كمښت، نشه يي توكو ته آسانه لاسرسۍ يې د ځانګړو عواملو څخه وبلل او څرګنده یې کړه چې يوازې په كابل كې د درې سوه زرو په شاوخوا روږدي كسان شتون لري چې د ياد وزارت ظرفيت په كراتو د د درملنې لپاره لږ دى بايد د يادې ټولنيزې ستونزې د بنسټيز حل لپاره د حكومت له خوا هراړخيز تدابير ونيول شي .

 نوموړي وویل د د روږدو كسانو د درملنې معياد ۴۵ ورځو  ته را ټيټ شوی ترڅو په ډېر شمیر معتادین تر درملنې لاندې ونيول شي .

دغه رازیې  د خصوصي روغتونونو د نظارت د څرنګوالي په اړه د يوې پوښتنې ځواب ووایه چې دیوه بهرني بنسټ دڅیړنو په اساس جوته شوې چې د روغتيا په برخه كې هڅې مخ په ښه کیدو دي او ډاډ وركړ چې ليرې پرتو ولايتونو ته د متخصصو ډاكټرانو دلیږلو په اړه به دمشرانوجرګې پر وړانديز غوروشي. په پاى كې مل پاسوال محمد داوود امين د كابل د ۱۰۱ آسمايي زون سرپرست قوماندان دخپلو خبرو پرمهال وویل د يوې مياشتې په موده كې د يادې قوماندانۍ منسوبينو د عملياتو په ترڅ كې ۲۴۳ د نشه يي توكو مظنونين نيولي او ۱۳۴۵ روږد كسان يې د بیلابیلو سيمو راټول او د درملنې لپاره يې ليږلي د نورو روږدو كسانو په ټولولو كې ستونزه نه شته خو د اوسیدومناسب ځاى شتون نلري .

نوموړي د جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخو كې د هڅو په اړه معلومات ارايه كړل .


21-Hamal97-JAL2.JPG

د مسؤلينو د معلوماتو د وړاندې كولو وروسته د غونډې رييس، د هغوی څخه وغوښتل ترڅو د نشه يي توكو سره د مبارزې د برنامو پر عملي كولو، هڅه وكړي اود پلازمينې څخه د روږدو كسانو په درملنه او ټولولو كې د حل لار ولټوي او هم دې په كابل كې د تورو ښيښو د موټرونو د تګ را تګ مخه ونيسي .

خو په آزادو بحثونو كې، د ټاكنو په ترسره کیدو كې د پرمختګونو سربیره، دښځینه و كاركوونكو كمښت او د ډاډ وړ امنيت نه شتون او د پیژند پاڼو په وېش كې پر ستونزو د اندیښنې ترڅنګ ټينګار وشو چې اړونده ارګانونه دې يادې نیمګړتیاوې حل كړي .

 همداراز په غونډه كېشمالي ولايتونو كې د وچكالى پر تاثيراتواوپه نيمروز ولايت كې د اوبو پر كمښت سخته اندېښنه څرګنده شوه او وویل شول چې د طبيعي آفاتو له كبله د خلکو څاروي د نابودۍ په حال كې دي چې حكومت بايد په دې حياتي مساله باندې سخته پاملرنه او د قناعت وړ تدابير تر لاس لاندې ونيسي . 

په غونډه كې يو ځل بيا د مجلس ځينو غړو کابل ته د پاكستان هیواد د لومړي وزیر راتګ او د سولې په پروسه كې د ياد هیواد درښتینولی نشتون په اړه وويل شول د یاد هیواد مسؤلينو تګ راتګ يوازې د نړيوالې ټولنې د ذهنيت اړول او جګړې ته دوام وركوولو پرته بل څه نه دي، ښه به دا وي چې د افغانستان حكومت د پاكستان سره د خبرواترو لړۍ بنده او د ډېريو هیوادونولکه د سعودي عربستان او اندونيزيا په ګډون د همكاريو غوښتنه وكړي .

 ځينو سناتورانو کابل ته د تركيې هیواد د لومړي وزير سفر يو نيك ګام وباله، هيله يې څرګنده كړه چې د نوموړي په راتګ سره به د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم موضوع او د افغان – ترك د ښوونځيو ستونزه حل شي.

 دویره اچونکو پروړاندې د چايڼزو عملياتو په لاره اچول، د كمال خان د بند د پروژې د كار پڅوالى، لوړوزده كړو وزارت ته د ښوونكو د روزنې د بهیر سپارل د او د ياد بهير څخه ښوونكو اندیښنې، ددوست هیوادهندوستان لخوا د هیواد امنيتي ځواكونو ته د څلورو جګړه ييزو څرخي الوتكو د وركړې ستاينه، هیواد ته د امريكايي ځواكونو او ښوونكو دراتګ څخه ملاتړ،  د هغو افغانانو د جسدونو پر نه لیږد انتقاد چې ترکیه کې یې خپل ژوند د لاسه وركړى او ځينې نور مسايل مطرح شول .

 د يادو شوو مواردو په جمعبندى كې، د مشرانوجرګې لومړي نائب محمد علم ايزديار په هيوادونو كې د ولس واكۍ د اهميت په اړه وويل د نظام مشروعيت او ډیموكراسي په ټاكنو پورې تړلې ده هيله ده چې اړونده مسؤلين يادې ستونزې له منځه يوسي

21-Hamal97-JAL1.JPG.

ايزديار د افغانستان او تركيې ترمنځ د پخوانيو تاريخي او فرهنګي اړيكو يادوونه وكړه، هيله يې څرګنده كړه چې د ولسمشر د لومړي مرستيال او افغان – ترك د ښوونځيو ستونزه حل شي او زياته يې كړه وچکالي د هیواد ځينې سيمې ګواښي په دې اړه بايد كابينه او د وزيرانو شورا لازم تصاميم اختيار كړي.

نوموړي په داسې حال كې چې د امريكايي مشاورینو او تازه نفسه ځواكونو راتګ افغانستان ته ستاينه كووله و يې ويل هيله لرو د دوى حضور قانونمنده وي، خو د حل اساسي لار دا ده چې افغانستان په ټولو برخو كې په خاصه توګه په پوځي برخه كې په ځان بسا شي او وسله وال پوځ په مدرنه هوايي او ځمكنيو وسلو سمبال شي. 

  ايزديار يو ځل بيا د پاكستان دلومړي وزیر سفرته په اشاره وویل  په تیرو خبرواترو كې نيمګرتياوو شتون درلود او بايد د هیواد واكداران اوسني حالت ته په كتو سره د سياست په ډګر كې ځانګړې ګټه پورته كړي، نوموړي په پاى كې د آزادو بحثونو ډېرى موارد د رسيده ګى په موخه اړوندو کمیسیونونو ته راجع كړل .