اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وري ۲۲ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د ريسانو د كمېټې په غونډه كې د راتلونكې اونۍ د عمومي غونډو اجندا تعيین او د كمېسيونونو د كاري چارو د تنظیم  په اړه بحث ترسره شول.

د غونډې په لومړۍ برخه كې په پارلماني چارو كې د دولت وزير ډاكټر غلام فاروق وردك سره د مشرانو جرګې د كمېسيونونو په غونډو او آن په عمومي غونډو كې د يو شمېر حكومتي چارواكو په نه ګډون نيوكه وشوه او وويل شول، د پرله پسې بلنو سره سره د عامې روغتيا، كورنيو چارواو ماليې وزيران، د ملي امنيت شورا سلاكار او د سولې د عالي شورا رئيس په ګډون ځينې مسئولان د مشرانو جرګې د كمېسيونونوپه غونډو كې ګډونه نه كوي او بايد دا موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په كابينه كې مطرح  شي.

 22-Hamal97-Komita-Rowasa.JPG

ورپسې په پارلماني چارو كې د دولت وزير د حكومتي چارواكو په بلنه كې د خپلو اجرااتو په اړه معلومات وړاندي كړل، ويې ويل د شورا عزت د هېواد عزت دي او حكومتي چارواكي د اساسي قانون د صراحت سره سم مكلف دي چې په ملي شورا كې د خلكو استازو ته د اړوند موضوعاتوپه هکله توضیحات وړاندي کړي او ډاډ يې وركړ چې د ريسانو د كمېټې سپارښتنې به د بحث له پاره د كابينې د غونډي په اجندا كې شاملي كړي .

وروسته د ريسانو  كمېټې  پريكړه وکړه چې د جرګې د وري د ۲۶ نېټې عمومي غونډه كې دي د آزادو بحثونو سربېره، د مشرانو جرګې د پخوانۍ پريكړې سره سم د بغلان ولايت امنيتي مسئولان د خپلو لاسته راوړنو په موخه تقدير كړاي شي او د همدې مياشتې د اته ويشتمې نېټې د سې شنبې ورځې عمومي غونډه كې دي د آزادو بحثونو تر څنګ د ټولنو، اعتصابونو او لاريونونو قانون او د روغتيا قانون د لومړې ګڼې ضميمې په اړه  تقنيين فرمان دي  تربحث لاندی ونیول شي.

همدا راز د ريسانو د كمېټې په ناسته كې د كابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو كې د سناتور محمد عثمان رحماني پر ځان ناوړه قصد او په يادې سيمه كې د جنايي جرمونو د كچې د زياتوالي په اړه خبري وشوي او د دفاعي چارو او كورني امنيت كمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې دا مسايل دي د كابل امنيه قومندانۍ سرپرست او د كابل د ملي امنيت له رئيس سره په یوه غونډه کې مطرح او د خپلو اجرااتو رپوټ دي وړاندي كړي.