اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وري ٢١ مه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د ترکيې هېواد د پوهنې بنسټ پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د پلاوى رئيس احمد ترکمن د ياد بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې ياد بنسټ تېر کال د ترکيې هېواد د جمهور رئيس له خوا جوړ شو چې د نړۍ په شپږ دېرشو هېوادونو کې د سلو ښوونځيو په لرلو سره فعاليت کوي او په پام کې ده چې روان کال کې به دغه شمېر دوه سوو ته لوړ شي.

 21-Hamal97-MUL1.JPG

نوموړي په هېواد کې د افغان- ترک ښوونځيو تړل تکذيب او زياته يې کړه افغان- ترک ښوونځي چې مخکې د فتح الله ګولن له خوا ملاتړ کيدل له دې وروسته د ترکيې حکومت له خوا مديريت او ورڅخه ملاتړ کيږي نوموړي وویل د هغې هوکړې پر بنسټ چې د افغانستان او ترکيې د پوهنې وزارتونو تر منځ لاسليک شوې ده، د دې ښوونځيو د مديريت انتقال د ترکيې حکومت ته ورکول کيږي چې د افغان- ترک ښوونځيو کيفيت به لا هم ښه شي.

ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نايب افغانستان سره د ترکيې هېواد دمرستو څخه د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د نيکو او پخوانيو اړيکو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، زمونږ د خلکو د دوستۍ بنسټ په ديني او فرهنګي مشترکاتو ولاړ دی او په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځيو د فعاليت دوام او د ياد هېواد له مرستو څخه يې خوښي څرګنده کړه.

دغه راز دمشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی پرون له غرمی وروسته د لسګونو تنو په حضور د لوګر ولایت سیمه ییزې ستونزې د یاد ولایت والي او امنیه قوماندان سره مطرح کړې.

دغه غونډه چې د ملی شورا په مقر کې ترسره شوه، څو تنو د نورو په استازیتوب د خبرو په ترڅ کې د درې ګونوو محاکمو د وروستۍ پریکړې په موجودیت سره محمدآغې ولسوالې کې د سلګونو جریبه ځمکې د غصب څخه نه مخنیوی، د بریښنا انرژۍ د کمښت، د امنیت نشتوالی، د هدفي وژنو د زیاتوالی، د ټولګټو پروژو نه پلي کیدل، د ځمکو د استملاک نه ترسره کیدل، د شپنیو عملیاتو څخه دخلکو ناخوښي، د پوهنې ریاست کې د پراخ فساد شتون، د وګړنیزپاڅون څخه ملاتړ،محمد آغې ولسوالۍ کې د دارالعلوم جوړیدل، صنعتي پارکونو ته پاملرنه او د روغتیایی امکاناتو نشتوالی یې د خپلو ستونزو او اړتیاو څخه وبلل او د مشرانو جرګې له دویم نایب او د لوګر د سیمه ییزې ادارې د مسؤولینو څخه یې وغوښتل تر څو دې مواردو ته جدی پاملرنه وکړی.

 20-Hamal97-MUL4.JPG

ورپسی د لوګر والی محمد انور اسحق زي په خپلو خبرو کې د سیمه ییز ادارې سره د خلکو د همکاریو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او د ګڼ شمېر ستونزو د تایید تر څنګ یې ژمنه وکړه چې مطرح شوي موارد به وڅیړی او د حل په موخه به یې اقدام وکړي، نوموړی زیاته کړه، همدا نن څلور پرمختیایی پروژې په محمد آغې ولسوالۍ کې پرانیستل شوې او هم نهه ویشت ښوونځي دې ولسوالۍ ته په پام کې نیول شوي دي.

په همدی ترتیب د یاد ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي په ناامنو سیمو کې د پوځی عملیاتو د پیل څخه یادونه وکړه او ویې ویل، امنیتی ځواکونه د خلکو د ځان او مال د امنیت د ټینګښت مسوولیت لری او نباید په بیلابیلو پلمو سره د هېوادوالو د زورونې سبب شي، جنرال علیزی زیاته کړه چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ به په محمد آغې ولسوالۍ کې د غاصبینو مخه ونیسی او چاته به د نویو کورونو د جوړیدو اجازه ورنه کړل شي.

د غونډې په پای کې د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی هېوادوالو له پاره د اسانتیاو برابرول، دخپلواکی ساتل او ددوی حقوقو څخه دفاع یې د حکومت له مکلفیتونو وبلل او له دې مسوولینو یې وغوښتل تر څو د لوګر ولایت او د محمد آغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه په جدی توګه په پام کې ونیسي، ډاکټر صدیقی د لوګر ولایت مشرانو سره ژمنه وکړه چې یاد موارد به د مرکزی حکومت چارواکو سره هم شریک او وڅیړی.

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دويم نايب د يوې ناستې په ترڅ کې د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ د آببازک سيمې د مشرانوغوښتنې د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسې رئيس او د کف روغتیايي موسسې مسئولانو سره شريکې کړي.

په دي ليدنه کې دوي د خپلو سيمه ييزو ستونزو د مطرح کولو تر څنګ دېرش بستريز روغتون ته د روغتيايي کلينيک د ارتقا غوښتونکې شول او زياته يې کړه چې د روغتيايي غوره خدمتونو د نشتوالي او د روغتيايي پرسونل د کمښت پر بنسټ د سيمې اوسېدونکې له جدي ستونزو سره مخ دي.

 21-Hamal97-MUL2.JPG

ورپسې يادو مسئولانو د خپلو پروګرامونو او پلانونو د وړاندي کولو تر څنګ ژمنه وکړه چې امکاناتو ته په پام سره به د دویغوښتنو ته رسيدګي وکړي.

د مشرانو جرګې دويم نايب روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسې د حکومت د کاري لومړيتوب برخه وګڼله، هيله يې څرګنده کړه چې اړوند مسئولان دې د روغتيايي مرکز د ارتقا په برخه کې جدي اقدام وکړي.