اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۲ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٧ کال د وري ٢٠ مه نېټه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د ملکي هوايي چلند ادارې معين د آريانا شرکت سوداګريزمعاون د سرپرست په ګډون د ١٣٩٦ کال د کار او فعاليت د رپوټ او د ١٣٩٧ کال د پلان، د حاجيانو د انتقال د قرارداد د څرنګوالي، د هېواد هوايي ډګرونو کې د انتقالاتو او بارولو د څرنګوالي او د ياد شرکت له خوا د کام اير شرکت د بارولو، د آريانا شرکت څخه د کام اير شرکت د پوروړتيا، د آريانا او ناس شرکت د قرارداد د لغوې د څرنګوالي، په انحصاري ډول او د ټکټونو لوړې بيې سره د ايراني هوايي شرکت له خوا د مسافرينو د انتقال په اړه خبري وشوې.په سر کې د کمېسيون رئيس وويل په ١٣٩٧ کال کې د حاجيانو انتقال د کام اير هوايي شرکت ته سپارل کيږي چې دغه اقدام د وزيرانو شورا د مصوبې خلاف کار دي او بايد دغه بهير د آريانا شرکت ته سپارل شوې وي، ځکه د هېواد ملي پانګه ګڼل کيږي او بايد د هوايي چلند اداره د هوايي شرکتونو له حقوقو څخه دفاع وکړي چې په دي برخه کې د  هوايي چلند ادارې معين د هوايي چلند ادارې د ١٣٩٧ کال د حاجيانو د انتقال د تدارکاتو کمېټې غونډه کې د خپل نه ګډون پر بنسټ بي خبري څرګنده کړه چې په دي اړوند د آريان شرکت مسئول وويل، د جمهور رئيس د حکم له مخې د پنځوس سلنه حاجيانو انتقال کام اير او د پنځوس سلنه حاجيانو د انتقال مسئوليت آريانا افغان هوايي شرکتونو ته د اته سوه اتيا ډالرو په بيې سره سپارلي په داسي حال کې چې د آريانا شرکت ٩٤٠ ډالر نرخ ورکړي چې د آريانا هوايي شرکت په زيان تماميږي او زياته يې کړه چې د کورنيو الوتنو د ټکټونو بيې د کنترول لاندي دي، نوموړي تر ټولو اساسي ستونزه د ١٢٠٠ تراول اجنسيانو نه کنټرول وباله، ويې ويل چې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کنټرول لاندي وو او اوس د اقتصادي شورا د پريکړې پر بنسټ مسئوليت يې د سوداګرۍ وزارت ته سپارل شوې دي په هغه صورت کې چې د سوداګرۍ وزارت د ټکټونو د بيو د تعادل په برخه کې بريالي نه شي په دي برخه کې به لازم اقدامات ترلاس لاندي ونيسو.همدا راز په دي ناسته کې يادو مسئولانو ايران هېواد ته د مسافرينو د انتقال په اړه وويل، د ماهان او آسمان هوايي شرکتونه د نړيوالو قراردادونو سره سم د ايراني مسافرو په انتقال مکلف دي  او د دي هوايي ليکې مسافرين زيات او که چېرې د کام اير او آريانا هوايي شرکتونه د انتقال غوښتونکې وي، د پرواز اجازه به ورکړو.دوي ناس سره د آريانا شرکت د قرارداد د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندي کړل او ويې ويل د قرارداد د فسخ په صورت کې دولت مکلف دي چې شپږ ميليونه ډالر ناس شرکت ته ورکړي او اوس موضوع اقتصادي شورا ته ليږل شوي چې ټاکل شوې فسخ نه شي ځکه يونيم کال د قرارداد له مودې څخه پاتې ده.يادو چارواکو همدا راز د هندلنګ قرارداد کې د هوايي چلند ادارې د ونډې د نشتوالي په اړه خبري وکړې او ويې ويل چې د کورنيو شرکتونو د ظرفيت له مخې د هندلنګ قرارداد د کام اير شرکت سره ترسره کيږي چې د کمېسيون د غړو له خوا مسئولينو ته د آريانا شرکت د پياوړتيا په موخه ټينګار وشو.د غونډې په دويمه برخه کې د حج او اوقافو وزارت د اوقافو رئيس، د دولت د قضاياو رياست څارنوال او عارض شخص په ګډون سره د حج او اوقافو وزارت له خوا د کابل ښار لسمې ناحيه کې د ربيع الله نومي د لس بسوې ځمکې د تصرف په اړه د نوموړي د عريضې په اړه خبري وشوې، نو له دي امله چې موضوع په محکمه کې تر دوران لاندي ده نو په محکمه کې د قضيې د روښانېدو پورې عريضه معطل شوه.

20-Hamal97-Mukhabirat.JPG 

د ملي شورا د مشر انو جرګې پنځه غړيز پلاوى د يادې جرګې د پرېکړې پر بنسټ د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون د رئيس حاجي لطف الله بابا په مشرۍ د شنبې او يکشنبې په ورځو کې د کابل ښاروالۍ کړنو څخه څارنه وکړه.په دې څارنيز سفر کې د دوو کلونو راهيسې ځانګړي کمېسيون کې د کابل ښاروالۍ د سرپرست د نه ګډون او په ميليوني فساد کې د نوموړي د مظنون والي او د ځواب په موخه عدلي او قضايي مرکز ته د نوموړي د معرفي کېدو، قراردادونو کې د روڼوالي د نشتون، څارنوالۍ ته د يادې ادارې د دوه سوه پرسونل د معرفي کېدو د علت، يادې ادارې د لوړو معاشونو او شخصي سليقو پر بنسټ د افرادو او سلاکارانو استخدام، د ښاروالۍ خدمتونو وړاندې کولو څخه د خلکو نه خوښي، عامه ملکيتونو او شنو ساحو کې د غير قانوني لوړپوړو ودانيو د جواز صادرول، د دولتي ملکيتونو غصب څخه نه مخنيوۍ، اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د يادې ادارې د لاسته راوړنو، د عوايدو راټولولو کې د روڼوالي د نشتون، د ښاروالۍ سرپرست د مديريتي کمزورتيا، د کابل ښار سړکونو کې بي حده ګڼه ګوڼه او په دې برخه کې د عملي پروګرام نشتوالى، ناحيو کې د کثافاتو بي حده راټولېدل او نور مسايل د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي سره مطرح کړل.

د مجلس استول شوي پلاوي په يادو مواردو کې د کابل ښاروالۍ د سرپرست څرګندونې د قناعت وړ ونه ګڼلې، ټينګار يې وکړ چې د ښاروالۍ ټوله اجراآت دي په ليکلي ډول د پلاوي په واک کې ورکړل شي او مشرانو جرګه هوډمنه ده چې مطرح شوي مسايل به حقايقو ته تر رسېدو د څارنې لاندې نيسي.

د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او كوچيانوچارو كمېسيون په غونډه كې د هلمند او لغمان ولايتونو د كډوالو او راستنېدونكو چارو رييسان د ځمكو د وېش او ځينو نورو مسايلو په اړه په لاندې ډول معلومات ارايه كړل . په لومړي سر كې د لغمان ولايت د كډوالو چارو رييس انجنير شاكرالله شاكر وويل په ياد ولايت كې دوه ښارګوټي چې د عزيز خان كڅ او د باباصاحب په نامه دى، د اراضۍ د ادارې له خوا په ۱۳۸۴ يم كال كې نوموړو ښارګوټو ته ۱۳۰۰۰ جريبه ځمكه چې اسناد يې هم طى مراحل شوي اختصاص شوې . د عزيز خان كڅ په ښارګوټي كې ۴۴۰۰ نمرې هغو كډوالو چې د كډوالى اسناد درلودل توزيع او ځينې نورې مرستې، او په بېلابېلو برخو كې حرفوي زده ګړې د بهرنيو موسساتو له خوا ورسره ترسره شوي. د بابا صاحب په ښارګوټي كې د ۱۳۰۰ نمرو سكيچ او نقشه جوړه چې له هغه شمېره ۹۰۰ كسانو ته د ځمكې د وېش سند د تائيد وړ كرځېدلى او د ۱۰۰۰ تنو كډوالو سندونه تر كار لاندې دى . د ځمكو د مافيا د ستونزې په اړه پرېكړه وشوه ياده ستونزه به له نژدې وڅېړي . د غونډې په بله برخه كې د هلمند ولايت د كډوالو چارو رييس نقيب الله زمريال وويل په نوموړي ولايت كې ۵۰۰۰ زره جريبه ځمكه كډوالو ته اخصاص شوې چې ۸۳۹۱ كورنيو ته د ځمكو تعرفې او ۱۸۰۰ كورنيو ته د ځمكې اوېزونه وركړل شوي او د دولت عوايدو ته ۱۷ مليونه افغانۍ ټولي شوي ځينې ښارګوټي چې تر امنيتي تهديد لاندې دي په دې نه يو توانېدلي چې په ياده سيمه كې عملآ كار پيل كړو، په ياد ولايت كې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليو لكه، نوزاد، نادعلي، ګرشك، موسى قلعه، مرجع،ګرمسېر او ناوې څخه كورنۍ بېځايه شوي چې د بهرنيو موسساتو له خوا ځينې مرستې شوې خو په خواشينۍ سره تر اوسه د كډوالو چارو وزارت له خوا هيڅ راز مرستې نه دي ترسره شوي چې د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وكړه نوموړي زياته كړه د امنيت نشتوالي د عملي كارونو مخه ډب كړې . په پاى كې د كمېسيون غړو د نوموړو رييسانو خبرې مثبتې وارزولې د چارو د لاښه والي لپاره يې ځينې سپارښتنې وكړې .

 20-Hamal97-Aqwam.JPG

د نثاراحمد حارس په مشرۍ د چاپېريال ساتنې د عامه هوساينې د كمېسيون غونډه كې د هېواد د لوړوزده كړو په ځينو خصوصي موسساتو كې په خاصه توګه پر طبي انستيتونو نيوكه وشوه وويل شول كمېسيون ته راغلي شكايتونه ښيي چې په يو شمېر تحصيلي مركزونو كې ډېرى محصلين فزيكي حضور نلري د پيسو په بدل كې په سمستر وار ډول فارغه كيږي د كمېسيون غړو زياته كړه په ياده برخه كې نظارتي مراجع لكه د لوړوزده كړو او عامې روغتيا وزارتونه مكلف دي د صحي تحصيلي مركزونو د نظارت په برخو كې، معيارونو او درسي ميتودونو ته جدي پاملرنه او د سرغړونكو سره قانوني چلند وشي . په غونډه كې په خصوصي طبي موسساتو او انستيتونو كې د تخصصي مركزونو او د محصلانو د عملي كارونو نه شتون يې يوه بله غټه ستونزه وبلله زياته شوه د نوموړو مركزونو نشتوالى د محصلانو ورتګ د دولتي صحي مراكزو د ګڼه ګوڼې سبب ګرځي دغه راز ډاكټرانو ته غټ سرخوږى جوړويد كمېسيون رييس او غړو كابل ته د تركيې هېواد د صدراعظم سفر وستايه او هيله يې څرګنده كړه چې ياد سفر وكولاى شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكي پياوړي د هېواد د سولې او اقتصادي پياوړتيا په برخه كې ګټه ور تمام شي .

د مېرمن صديقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنو كمېسيون په غونډه كې، د ټولنو، اعتصابونو او لاريونونو د ۱۴۶ ګڼه تقنيني فرمان د مطالعې سربېره، د آغاخان د بنياد مسؤلينو د ښځو د حقونو لپاره د اوږدمهاله همكاريو او كاري برنامو په اړه د هېواد په كچه خبرې وكړې وپتېيل شوه راتلونكو كتنو كې په هېواد كې د ښځو په ژوندانه كې د فرهنګي، ټولنيزو او يادو همكاريو د جزئياتو، د حل مونولو پر لارو او پرتو ستونزو خبرې وشي . دغه شان ځينو ژورنالستانو د كمېسيون د غونډې له بهېره كتنه وكړه چې د كمېسيون د رئيس له لوري د ښځو چارو د كمېسيون د كاري كړنو په هكله توضيحات وركړل شول .

20-Hamal97-Zanan.JPG 

د مير حاتم تره خيل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د پرمختيايي پروژو او امنيتي وضعيت په اړه د ياد ولايت د ولايتي شورا راستول شوې رپوټ مطالعه شو، او د يادو مواردو د څېړلو په موخه د هلمند ولايت د ولايتي شورا د غړو سفر  څخه خوښي څرګنده شوه او د کمېسيون د غړو د تائيد او تقدير وړ وګرځيد. د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون د غړو د سولې د وګړنيز کاروان څخه چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې په لاره اچول شوې دي، هرکلې وشو، ياد ګام د هېواد په ټولو ولايتونو کې د امنيت د ټينګښت په موخه مثپت وګڼل شو او هم په غونډه کې د راغلو عريضو په اړه غور وشو او اړوندو مراجعو ته واستول شوې.

20-Hamal97-Emtiazat.JPG 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قائم خپل کاري رپوت وړاندي کړ. نوموړي وويل چې ميدان وردک د زيانمنو ولايتونو له جملې څخه وو خو د مشرانو، عالمانو او مجاهدينو په همکارۍ امنيتي منسوبين وتوانيدل چې تر يو بريده امنيت ټينګ کړي او هم د لويې لارې په اوږدو کې شته ستونزې هم تر يو حده حل کړي او هم کومې لاسوهنې چې نورو ولايتونو ته د بريښنا انرژۍ د لېږد په پروژه د يو شمېر کسانو له خوا وې، د هېواد د جمهور رئيس او سرقوماندان اعلي د لارښوونې پر بنسټ يې مخه ونيول شوه.نوموړي زياته کړه، پنځه ويشت تنه د غلاو او نظم د اخلال په قضيو کې نيول شوي او هم هېواد څخه بهير د ٢٨٠٠ کالو تاريخي قدامت په درلودو سره د يوه جلد کتاب  قاچاق مخنيوي شوى او د هېواد جمهور رئيس ته تسليم شو، جنرال قايم د خپلو خبرو په دوام کې د اداري فساد سره د مبارزې څخه د يادونې تر څنګ وويل، کوم قراردادي چې په فساد کې لاس درلود، د قانون منګلو ته سپارل شوې دي او هم د دي ولايت د اتو اداري واحدونو له جملې څخه د جغتو او دايمرداد ولسوالۍ د لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي، سره له دي هم د ميدان وردک هرې سيمه کې دښمن ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړل شوې دي.د کمېسيون غړو د جنرال محمد فهيم قايم څخه د رپوټ د اورېدو وروسته وغوښتل تر څو د ميدان وردک ولايت او په ځآنګړي توګه د ياد ولايت د لويې لارې د امنيت په ټينګښت کې خپلې هڅې لا زياتې کړي. د غونډې په بله برخه کې د کورنيو چارو وزارت يو شمېر قرارداديانو چې د ملي شورا د داخلېدو دروازه کې يې د تحصن کيږدۍ وهلي وه، ګډون او د ١٣٩٢ څخه تر ١٣٩٦ کلونو پورې يې د خپلو پيسو د نه ورکړې څخه شکايت درلود او ويې ويل په داسي حال کې چې د نامناسبو شرايطو په لرلو سره يې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د کورنيو چارو وزارت له پاره ډول ډول تاسيسات جوړ کړي خو تر اوسه يې د ياد وزارت څخه پيسې نه دي ترلاسه کړي.کمېسيون پريکړه وکړه چې د کورنيو چارو وزير، د ماليې وزير، د ملي تدارکاتو کمېټې د دارالانشا رئيس او د دي وزارت نور اړوند مسئولين دي د وري د مياشتې د پنځه ويشتمې نېټې د شنبې ورځې په غونډه کې د ساختماني شرکتونو د اتحاديې د پرله پسې شکايتونو په تړاو حضور او معلومات وړاندي کړي.په نننۍ غونډه کې د ملي امنيت لوي رياست د شفاهي غوښتنې په اړه دا چې د دي ادارې ريسان دي نه دعوت کوي او د ميدان وردک او لغمان ولايتونو د ملي امنيت ريسانو نه حضور له امله پريکړه وشوه تر څو د ملي امنيت لوي رياست عنواني مکتوب وليږل شي او په کې ذکر شي چې د مسئولينو نه حضور د قانون خلاف او د نه منلو وړموضوع ده ځکه حکومتي مسئولين د قانون سره سم د ملي شورا پر وړاندي ځوابګويه دي.

20-Hamal97-Dfai.JPG 

د مولوي غلام محى الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو كمېسيون په غونډه كې، د فساد سره د مپارزې د عالي ادارې د ۱۳۹۶ يم كال پر رالېږلي رپوټ خبرې وشوې وپتېيل شول د ياد رپوټ پر پاتو برخو د نوموړي ادارې د رييس په حضور كې بحث وشي . د غونډې په بله برخه كې د كمېسيون د غونډې له بهيره ځينو ژورنالستانو، د كمېسيون د كړنو په اړه د معلوماتو غوښتونكي شول چې په دې اړه د كمېسيون رييس او غړو د تقنيني، د حكومتي كړنو څخه د نظارت او د موكلينو عرض پاڼو ته د رسيدګۍ په هكله معلومات وړاندې كړل . د غونډې په پاى كې پر راغلو مكتوبونو او عرض پاڼو بحث او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

 20-Hamal97-Adli.JPG

د يوه بل خبر له مخې د شهيدانو او معلولينو د کمېسيون پلاوي د مېرمن نفيسې سلطاني په مشرۍ، د معلولينو د بيا رغاونې د روغتون د بېلابېلو څانګو څخه نظارتي کتنه وکړه . په ياده کتنه کې د کمېسيون د غړو هدف د هغو معلولينو چې کمېسيون ته د راتګ توان نلري ترڅو خپل خواستونه او وړانديزنه د مسؤلينو سره مطرح کړي وو .  په پيل کې د کمېسيون پلاوي د افغانستان د فلجو معلولينو د انجمن د رييس او ډاکټرانو سره د معلولينو شکايتونه، وړانديزونه او ستونزې وارېدې . د ياد روغتون د مسؤلينو په وينا معلولينو ته ٢٥ اداري اطاقونه، ٣٥ بستره يو کمېسيون او ٨ کمېټې شتون لري چې ډېر ژر به يې کار بشپړ شي .  مسؤلينو وړانديز وکړ د ټول هېواد په سطح دي يو مجهز روغتون د معلولينو لپاره چې ټوله د معلولينو معاينات او امکانات ولري ورغول شي ځکه معلولين په هېواد کې د معايناتو په برخه کې د ډېرو ستونزو سره مخ دي . نوموړو د معلولينو د خوراکي مينو څخه شکايت وکړ زياته يې کړه د معلولينو خوراکي مينو بايد د نورو ناروغانو سره فرق ولري د کمېسيون څخه نې وغوښتل ترڅو ياده ستونزه د عامې روغتيا له وزير سره مطرح کړي .   

د محمد عظيم قوياش په مشرۍ د اقتصاد، مالي او بودجې کمېسيون په غونډه کې، د تجارت او صنايعو وزارت د تجارتي چارو مرستيال، د نړيوال سازمان د تجارتي چارو رئيس او تجارت وزارت د ترانزيت چارو رئيس د ياد وزارت  د ١٣٩٦ يم کال د لاسته راوړنو او د ١٣٩٧ يم کال د کاري پلان په اړه د خپلو معلومات په ورکولو سره وويل د ياد وزارت ځانګړې لاسته راوړنه د ياد وزارت غړيتوب په نړيوال تجارتي سازمان کې، په پېرو څلورو کلونو کې د تجارتي بيلانس کمېدل، د ترانزيتي ټرونونو لاسليک د سيمه ييزو هېوادونو سره، د هوايي دهلېز پرانيستل او د چابهار د بندر درې ګونۍ تړون دى چې په روان کال کې پتېيل شوې نور ګټور تړونونه د سيمې د هېوادونو سره د ترانزيت په برخه کې لاسليک شي . ياد تړون کولاى شي افغانستان د اروپايي هېوادونو او روسيې سره وصل کړي مسؤلينو زياته کړه د پاکستان او هندوستان ترمنځ هغه ستونزې چې پرتې دي د افغانستان مېوې د واګې په بندر کې تخليه کيږي زياته يې کړه د هرات د خواف د وسپنې پټلى چې افغانستان د ايران او ترکيې هېوادونو سره نښلوي فعاله شي .

د کمېسيون غړو د مسؤلينو ياد توصيحات ګټه ور وبلل، کمېسيون ټينګار وکړ ټوله هغه ترانزيتي او تجارتي تړونونه چې د افغانستان او د سيمې هېوادونو ترمنځ لاسليک او هغه رپوټونه چې مخ کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ارايه شوي کمېسيون ته راولېږي . دغه راز وپتېيل شوه د ياد وزارت کارپوهان دي و خپلو لاسته راوړنو او پراختيايي برنامو په اړه د تجارت او ترانزيت په برخو کې د يوه پرزنتيشن په توګه د کمېسيون په يوه ناسته کې معلومات ورکړي . دا راز پرېکړه شوه له دې وروسته دي د کمېسيون استازى د تجارت وزارت له لوړ پوړو پلاوو سره په ولايتي سفرونو کې ګډون ولري .  

20-Hamal97-Mali.JPG 

د عبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړوزده کړو چارو کمېسيون په غونډه کې، د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش د پلار د مړينې له امله د دعا سربېره  د ټولنو، اعتصابونو او لاريونونو قانون او د ولسمشر تقنيني فرمان مطالعه او د تائيد وړ وګرځېد . دغه راز د کمېسيون د کار له بهېره يو شمېر ژورنالستانو کتنه او د کمېسيون د کړنو په اړه د معلوماتوغوښتونکي شول چې د کمېسيون د غړو له خوا توضيحات ورکړل شوه .

20-Hamal97-Farhangi.JPG 

د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو کمېسيون په غونډه کې، د قومونو، قبايلو او سرحدونو وزارت د اوپراتيفي بودجې قطع کوول د ماليې وزارت له خوا، د رحمن بابا، خوشحال خان د لېسو او بايزيد روښان د انستيتوت د بودجې د کمښت او امنيتي ستونزو په اړه د ياد وزارت د ښوونې او روزنې، پلان او پاليسۍ، مالي او اداري رييسانو دغه راز د ماليې وزرات د اجائيوي ملي بودجې د رييس په حضور کې مطرح شول .  په غونډه کې  د ماليې وزارت د اجرائيوي ملي بودجې رئيس د سرحدونو وزارت د مسؤلينو د خبرو وروسته د دوى د بودجوي ستونزو په اړه وويل په تېرو وختونو کې ځينې دولتي ادارې د سرحدونو د وزارت په ګډون د اوپراتيفي بودجې درلودونکي وه چې د ١٣٩٧ يم کال په لړ کې د ملي شورا د غړو په اعتراض سره د بودجې د تصويب په وخت کې يې يوازې امنيتي نهادونو ته تصويب او ډېريو دولتي اداراتو ته تصويب نه کړه چې د کمېسيون غړو د مسؤلينو خبرې د قناعت وړ و نه بللې زياته يې کړه د سرحدونو وزارت د کليدي ادارتو څخه شمېرل کيږي او بايد د بودجې په تمولولو کې يې هڅه وشي پرېکړه وشوه په راتلونکي غونډه کې د قومونو، قبايلو او سرحدونوچارو او ماليې وزيران راوبلل شي . دغه راز د کابل ښار د امنيه قوماندان د سرپرست پر نه ګډون نيوکه وشوه تينګار وشو ترڅو نوموړى د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي .

20-Hamal97-Shikayat.JPG