اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غويي ۶ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال  د وري ٢٠ مه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د کابل ښاروالۍ سرپرست پوهنيار عبدالله حبيب زي سره وکتل.

په دي کتنه کې د بادام باغ- کارته پروان سړک د رغاونې، د ترافيکي بي حده ګڼې ګوڼې څخه د مخنيوى په موخه د خيرخانې کوتل سړک د پراخېدو، د اوولسمې ناحيې ښارګوټي سړک د رغاونې او په خيرخانه کې د تطبيق په حال کې د پروژو د تکميل په اړه خبری وشوي.

 20-Hamal97-MUL1.JPG

د کابل ښاروالۍ سرپرست د يادې ادارې د پلانونو څخه د يادونې په ترځ کي وويل په نږدې ورځو کې به د مشرانو جرګې د لومړي نايب په ملګرتيا په خيرخانې مينه کې د نويو پروژو او د تطبيق لاندي پروژې څخه په ګډه څارنه وکړي تر څو د رغاونې او بيا رغاونې په کارونو کې چټکوالی رامنځته شي او هم دي د همکارۍ په موخه د سيمې د اوسېدونکو زياته پاملرنه جلب کړاي شي.

همدا راز د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي هم د کابل ښاروالۍ له سرپرست سره په یوي بیلې کتنې کې د کابل ښار د ټانک لوګر سړک د رغاونې بهير په چټکتيا ټينګار وکړ.

 20-Hamal97-MUL2.JPG

په دي کتنه کې پوهنمل عبدالله حبيب زي ياده پروژه حياتي وبلله او ويې ويل، د ياد سړک ټول تخنيکي مراحل په معياري توګه پاي ته رسيدلي؛ خو د دي په خاطر چې په دي پروژه کې د ټولګټو وزارت هم دخيل شو د داوطلبۍ کار يې له ځنډ سره مخ شو خو ژر تر ژره به د دي حياتي پروژې کار بيا ځلي اعلان ته وسپارل شي او تر درېو راتلونکو مياشتو  به يې عملي کار پيل شي.