اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غويي ۶ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٧ کال د وري نولسمه نېټه

د مشرانو جرګې د ریيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د يوه عنوان تقنيني فرمان د تصويب سربېره، د هېواد د روانو مسايلو په هکله نظريې وړاندي شوې.

د تقنيني اسنادو د پړاونو د بشپړولو، خپرولو او انفاذ په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان چې د جرګې په کمېسيونونو کې څیړل شوی وو، د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون د رئيس او غړو له خوا غونډې ته وړاندې او د رايو په اکثريت تصويب شو.

 19-Hamal97-JAL1.JPG

  دغونډې په آزادو بحثونو کې سناتورانو کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د وروستي سفر او د هېواد بېلا بېلو چارواکو سره د نوموړي د ليدنو او کتنو په اړه نظريې وړاندي کړي او ويې ويل، هر ډول خبرې اترې او ناستې چې په ملي او نړيواله کچه د سولې او ټيکاو په موخه جوړې شي، د افغانستان د خلکو د ملاتړ وړ دي؛ خو تجربو ښودلي چې هيڅ وخت پاکستان په خپلو ژمنو کې رښتینی نه دی او کله چې د نړيوالو فشارونو لاندې ونيول شي د ذهنیتونو د جوړولو له پاره دا ډول تګ راتګ په لاره اچوي او زیاته يي کړه چې پاکستاني پوځيانو د پرله پسې لاسوهنو سربېره، د هېواد په سرحدي سيمو د توغندیو بريدونو ته دوام ورکړی، آن داچې د شاهد خاقان عباسي د راتګ يوه ورځ مخکې د کنړ ولايت ځینې سيمې د پاکستان د الوتکو له خوا بمبارد شوې چې د پام وړ زيانونه يې درلودل، اما د هیواد دبهرنیو چارو وزارت د پاکستان ددې ښکاره تیریو په اړه هیڅ ډول غبرګون ښکاره نکړ.

سناتورانو په داسې حال کې چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بهرني سياست څخه ملاتړ کاوه، وويل په سياسي او پوځي لوبو کې اصلي فاعل د ياد هېواد استخباراتي سازمان او پوځي کړۍ دي او ملکي حکومت يې په دې اړه کارنده رول ادا کولی نه شي؛ دا چي کومه هوکړه د پاکستان د لومړي وزير او د هېواد د چارواکو ترمنځ شوې،ډیری  موارد يې د خلکو د  غوښتنو خلاف دي اوبايد یو ځل بیا ترغورلاندې ونیول شي.

همدا راز په غونډه کې سناتورانو کابل ته د ترکيې د لومړي وزير بن علي ييلديريم د نني سفر په اړه د خبرو په ترځ کې څرګنده کړه، ټاکل شوې په دې سفر کې د افغانستان د سولې او امنيت، تروريزم سره د مبارزې او د افغانستان او ترکيې تر منځ د اقتصادي، سوداګريزو، فرهنګي او تحصيلي اړيکو د پراختیاپه اړه خبرې وشي، دا چې افغانستان له دوست هېواد  ترکيې سره تاريخي اړيکې لري، هيله کيږي چې ياد هېواد د افغانستان سولې او ټیکاو په لاره  اوهم د افغان ترک ښوونځيو د ستونزو په حل کې لازمې مرستې وکړي.

سناتورانو د روغتيا نړيوالې ورځې د اپريل د شپږمې څخه يادونه وکړه او ويې ويل په داسي حال کې چې په ټول هېواد او په ځانګړي توګه لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي پراخو خدمتونو وړاندي کولو ته جدي اړتيا شته؛ خو د روغتيا وزير په وينا له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې شاوخوا سل ميليونه ډالره مرستې کمې شوې چې دا کمښت به د روغتيايي خدمتونو په وړاندي کولو باندي منفي اغيز ولري او بايد دې موضوع ته اړینه پاملرنه وشي.

په غونډه کې يو شمېر سناتورانود ښوونکو له پاره د پور ورکولو صندوق څخه ملاتړ وکړ او د ټولو بنسټونو او غړو له خوا دې صندوق سره د مرستې د ټينګار تر څنګ وويل شول، د تعليمي کال له پيله شاوخوا شل ورځې اوړي؛ خو تر اوسه هم په ناامنو سيمو کې يو شمېر ښوونځي تړلي او په امنو سيمو کې يو شمېر ښوونځیو ته کتابونو او نور د اړتيا وړ درسي وسايلو ته لاسرسي نه لري او اړتيا شته دا ستونزې حل شي.

 19-Hamal97-JAL2.JPG

د آريانا افغان هوايي شرکت ته د ټولو حاجيانو په لیږد باندي ټينګار، د تدارکاتو ملي کمېټه کې د فساد څخه يادونه، د افغانستان او پاکستان پر وړاندې د  امريکا دوه ګونې لوبه، د  ٢٠٣ تندرقول اردو د قوماندان په قومې تبعيضي چلند باندې نیوکه، د تحصنونو د پايلو نشتوالي او د سولې د ټينګښت په موخه د امريکا سفارت او ملګرو ملتونو د دفتر تر څنګ د خېمې په درولو ټينګار، د غزني- ښرنې د لارې په اوږدو کې د ناامنيو او بډو زياتوالي، د هېواد د اقتصاد په ګټه د جنغوزو د محصولاتو څخه په استفادې ټينګار، بادغيس ولايت کې د بي ساري وچکالۍ او له دي پلوه د اوسېدونکو د څارويو او کرهڼې له منځه تګ، پکتيکا ولايت ته د جمهور رئيس په نه سفر باندې ګيله، داسلامي هېوادونو د رهبرانو په منځ کې بي اتفاقي، د خير خاني بادام باغ غونډی کې د روږدو کسانو زياتوالي او په ټولنې ناوړه اغیزي ، د ښي لاس وسایطو د حل لاره په موندلو ټينګار، کنړ کې د سرحدي پوليسو په پياوړي کولو ټينګار، د بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل، د ځنګلونو د وهلو او کنړ کې د کانونو د استخراج په مخنيوى او د ياد ولايت اوبو څخه په ګټورې استفادې ټينګار له هغو مواردو وو چې د سناتورانو له خوا وړاندې شول.

د پورتنيو مواردو په جمعبندۍ کې چې دغونډې ریاست د دجرګې لومړي نايب محمد علم ايزديارپه غاړه و په هېوادنيو او نړيوالو مسايلو او قضاياو کې یې د سناتورانو د نظريو او ليدلور د تائيد تر څنګ روښانه کړه، چې د کنړ ولايت یادې ستونزې به دحکومتي اړوندو مسئولينو سره مطرح او وڅيړل شي او هم يې ټینګار وکړ چې امنيتي مسئولين دي د پکتيکا ولايت د تګلوري د امنيت په ټينګښت کې خپله پاملرنه زیاته کړي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب اسلامي هېوادونو کې روانې ستونزې د اندېښنې وړ وګڼلې او د سوريې په ختيځه غوطه کې يې د سلګونو تنو په وژلو خواشيني څرګنده کړه او د اسلامي هېوادونو له مشرانو يې وغوښتل تر څو د ورانوونکې جګړې څخه د مخنيوى له پاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

محمد علم ايزديار د افغانستان او ترکيې د پخوانۍ دوستۍ په اړوند رڼا واچوله او د ياد هېواد د بي پري مرستو څخه يې په نيکۍ يادونه وکړه او د ترکيې جمهوريت د لومړي وزير د سفر په هرکلې سربېره يې، د حکومت له مشرانو وغوښتل تر څو د دې اړيکو په ټينګښت او پراخوالي کې هڅې وکړي او هيله يې څرګنده کړه چې د افغان- ترک ښوونځيو کې رامنځته شوې ستونزې هم  حل شي.

لومړي نايب د پاکستاني چارواکو د پرله پسې او بي پايلو سفرونو ته اشاره وکړه او د جګړې زياتوالي، د ملکي او پوځي افرادو شهادت، راکټي بريدونه او د ترهګرو څخه د پاکستان پريکنده ملاتړ يې د ياد هېواد د همیشنی لاسوهنو عوامل وګڼل او زياته يي کړه، کوم وروستی تفاهم چې د دواړو هېوادونو مشرانو تر منځ شوی د افغانستان د خلکو د هيلو څخه لري دي او بايد د افغانستان حکومت د سيمې او نړۍ د اوسنیوشرايطو په درک سره په دې برخه کې یو ځل بیا جدي کتنه وکړي؛ ځکه معلومه ده هر وخت چې پاکستان تر فشار لاندې راشي داسي خلکو ته په ګوته کوي چې له افغانستان سره يې اړيکې د ښه والي په حال کې دي.

19-Hamal97-JAL3.JPG 

محمد علم ايزديار د پاکستاني چارواکو سره وروستۍ هوکړه او خبري د افغانستان د ملي ګټو له پلوه د حکومت سياسي کمزورتيا وبلله او په دي برخه کې د مسئولينو د جدي پاملرنې غوښتونکې شو.

په پاي کې يې د جرګې پلاوي ته دنده وسپارله تر څو د کابل ښار په ځينو سيمو کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو وضعيت وڅيړي او پايلې يې د سې شنبې ورځې عمومي غونډې ته رابلل شو ميلمنو سره مطرح کړي.

دغه راز د رسنيو شاوخوا څلويښت تنه کارکوونکې چې د يوه دوه ورځينې سيمينار له پاره ملي شورا ته رابلل شوي دي، د پارلماني چارو د ځينو معلومات د ترلاسه کولو تر څنګ  يې د مشرانو جرګې د عمومي غونډې د بهير د ولسي جرګې د کمېسيونونو، کتابتون او د مشرانو جرګې د پارلماني آرشيف څخه ليدنه وکړه.