اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د وږي ۳۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۷ کال د وري ١٨ مه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د يوې ناستې په ترڅ کې يو ځل بيا د پنجشير ولايت د مرکز پارنده بريښنا موضوع د اوبو او انرژۍ وزارت د بريښنا معين او د يادې پروژې قراردادي استازي سره مطرح کړه.

په دي ناسته کې د مشرانو جرګې لومړي نايب په داسي حال کې چې د ياد ولايت والي انجنير کمال الدين نظامي هم حضور درلود، د يادې پروژې کار تکميليدو کې د بي حده ځنډ څخه نيوکه وکړه او ويې ويل سره له دي چې خلک د پروژې په پلي کېدو همکاره دي، خو د کاري لورو تر منځ اختلافونه د دي پروژې د کار د اوږدوالي سبب شوې.ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت د بريښنا معين ديپلوم انجنير محمد ګل خلمي وويل، قراردادي لوري دي وزارت ته درې پيشنهادي طرحې سپارلي وې چې د تخنيکي ټيم د مطالعې او ارزونتې وروسته ياده طرحه د دي وزارت له خوا تائيد نه شوه.

 18-Hamal97-MUL1.JPG

په پاي کې د تخنيکي ټيم او قراردادي شرکت د رئيس په نه راتګ د نيوکې تر څنګ، وپتييل شوه چې په راتلونکې ناسته کې دي موضوع د اوبو او انروژۍ وزير او د ياد وزارت اړوندو مسئولانو، د پنجشير ولايت والي او د دواړو لورو د تخنيکي او فني ټيمونو په حضور سره په بحث کې دي مطرح شي. د مشرانو جرګې نايب ټينګار وکړ که چيري دي کشالې ته د پاي ټکې کينښودل شي د قرارداد د فسخې په برخه کې بايد فکر وشي او د هغوي په ا ړه چې ناغيړي او ناپامي يې کړي ده لازمې پريکړې به وشي.

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دومي نايب ډاکټر محمد آصف صديقي د يوې ناستې په ترڅ کې د اوبو رسولو او کاناليزاسيون د عمومي رئيس کاري رپوټ واوريد.

18-Hamal97-MUL2.JPG 

په دي کتنه کې د اوبو رسولو او کاناليزاسيون عمومي رئيس انجنير حميدالله يلاني د يادې ادارې د فعاليتونو په اړوند معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې د استراتيژۍ سره سم پلټنې رواني دي تر څو د کابل ښار د ځمکې لاندي اوبو ته کمه اتکا او زياته پام د شاه او عروس او شاه توت د اوبو بندونو ته پام واړول شي او زياته يې کړه چې د اتلسو ولايتونو د اوبو رسولو د څرنګوالي د سروي کار جريان لري چې په عملي کېدو سره بي د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکو روغتيايي اوبو ته لاسرسي پيدا کړي.

د مجلس دويم د اوبو رسولو او کاناليزاسيون عمومي رياست منسوبينو له کړنو څخه د ستاينې تر څنګ تينګار وکړ چې ياد رياست دي د خپلې پوهاوي ورکولو پروګرامونو له لارې خلک پوي کړي تر څو د اوبو د زيات لګښت څخه ډډه وکړي.